د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتونولۍ حقوقي نورمونو اوارزښتنو ایډیالوجیک بنسټ

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 03.04.2014 11:56

دوهمه  برخه

د پښتونولۍ ایډیالوجیکې کاڼسپټ او دپښتون ولس دملي تاریخ فلسفه
پښتونولي د پښتنویونالیکل شوي سیسټماټیک دودیزه قانون  اویولرغوني قبایلي کاڼسپټ دی . پښتونولي دپښتون ولس  دفلسفي  ژونداود ولسي فکر لار ده . پښتونولي دپښتنو دولسي  دودیزه ژوندیوایډیالوجیک فلسفي ښوونځي دی . پښتونولي دپښتي ټولنې خپل ځانګړي فکري  ډول،دپښتني ټولنې د نورمونو،ارزښتنو او دملي سیاسي تاریخ فلسفي ایډیالوجۍ ده،چې دپلرنواونیکونو څخه ورته په میراث پاتي شوي ده . پښتواو پښتونولي ده، چې یوافغان  پښتون د نړۍ له نورو ولسونو اوارزښنونوڅخه رابیلوي . دپښتونولۍ پربنسټ  پښتون  ولس ځانته یوځانګړي ټولنیز جوړښت او اصول لري . پښتونولي دافغانانودملي هویت  اودملي کولتوري هویت ورپېژندلوکې یوسترځواکمن عنصر پېژندل شوي . پښتونولي له زرګونه کالونو راهیسې دپښتنو یوه  زاړه پاله ،محافظه کاره ،خپلواکه ،ولسواکه  او هیوادپاله ملي ایډیالوجۍ ده .

                                             دپښتونولۍ لرغوني ښکارنده ( پدیده) نن هم لکه څوپیړۍ وړاندې د زړ و اریایانو په شان دپښتون ولس په سیاسي ،حقوقي،کولتور ي او ټولنیزوچارو کې خپل منلي شوي نورمونه ،ارزښتونه اوبنسټیک جوړښتونه  لري . پښتانه  دزړو اریایانو یوه ستره لرغوني قبیله ده،چې دزرګونه کالونو راهیسې د امو او اباسین  سیندونو ترمنځ  استوګنه لري  . لوی افغانستان دټولوپښتنو پلارنۍ ګران هیواددی .لراوبر پښتانه نن په نړۍ کې یو ستر  واحد افغان ملت  جوړوي  .
پښتونولي په نړیوال کلي کې دافغان سترکور،دافغانانودملي هویت، دافغانانو دملي ویاړلي تاریخ فلسفه، دافغانانودملي سیاست،دافغان مدني ټولنې پېژند،د ټولنیز دودیزه ژوند دکړه وړه  څرنګوالي ستره نښه نښانه اوسمبول دی .دافغان پېژندني ځانګړتیاوې اودافغان دملي کولتورکوډ یا شفر دپښتونولۍ په منځ زړي کې پروت دی .
 دپښتونولۍ لرغوني قانون اصول،دودنونه،نرخونونه، دقبایلود کړو وړو او دمعنویاتو شفرونه یا کوډکسونه هغه مهال هم  په پښتني ټولنه کې چلیدل،کله چې نړۍ کې دنن ورځي مډرن پیچلي حقوقي،عدلي اوقضایي نظام شتون نه درلود . پښتون ولس دپښتونولۍ منلي شوې نورمونه  اوارزښتونه  پرته له دولتي کنټرول او پوځي زورځواک څخه د دې لپاره وجدانآن په خپله خوښه پرخپل ځان منلي،چې په  ټولنه کې سیاسي ثبات او  خپل پایښت تضمین کړي،ټولنه کې امن،نظم ،مساوات ،تولنیزعدالت  رامنځته کړي او عملي کړي  .ترڅوپه پښتني ټولنه کې د انارشیزم ،هرجومرج ،ګډوډیواود خپلمنځي جګړو مخه ونیول شي .پښتونولي دپښتنو په ټولنه کې دډیرو ناروا دودونو،بې ننګیو،بې عزتیو،ناحقه دعوې، زړه بوګنوونکې ظلمونو،ناوړوعملونو او بې ګناه  وژنو مخه نیولي ده . پښتونولي پښتنوولس ته په افغاني لرغوني  ټولنه کې د منل شوي دودیزه قانون او نرخونو له لارې  سوله،عدم تشدد،خیرښېګڼه،منځلاریتوب، عدالت، انصاف  او مساوات  ته لارښوونه  کړي اوکوي . له همدې امله په پښتنواو پښتني ټولنه کې دعدالت ،انصاف احساس ژوندی اوځښت  ډیر دی .
پښتون ولس له همدې امله تراوسه دپښتونولۍ زوړ دودیزه قانون په خپل غیږ کې ټینګ نیولي دی،ځکه دا قانون یو زوړ روحاني فلسفي قانون دی،د ننګ ،ناموس،حیا اوغیرت ټولنیزه لرغوني قانون دی ، دپښتنو دسیاسي روح قانون دی،دا زوړ قانون په ټولنې کې دپښتنودکړه وړه  اوملي هویت سره مستقیمآ تړاو لري   . دپښتونولۍ تاریخ په مسلسل ډول پنځه زرو کالونوته رسیږي . پښتونولي د انساني سولیزه ژوند لپاره یو شمیر تصوفي،مورالي قاعدې رامنځ ته کړي . پښتونولي پښتنوته په ټولنه کې دمشرتوب ،مشرولي، رهبري لارښوونه او په ټولنه کې دانفرادي کړه وړه دپاره معیارنه ټاکلي دي . دپښتونولي منلي شوي  نورمونه ، ارزښتنونه داکثریتو اصیلوپښتنو افغانانو له خوا وجدانآن  په یو ډیرعالي احساس  سره عملي اوساتل کیږي .
دافغانیت قانون دخپل ځواکمن ځواک درلودلو اودخپل مډرن،انټیک یا لرغوني پرنسیبونو لرلو سره،له هر پښتون څخه  په کلکه غوښتنه کوي،چې یوریښتنې اصیل پښتون  باید خپل حیثیت ،وقار،ابرو،عزت النفس ، استقلالیت ،خپلواکۍ، عدالت ،انصاف،میلمه پالنه،مینه،بښنه،بدل او زغم د ټول بشریت په وړاندې په ځانګړي ډول دخپل میلمه په وړاندې  ولري  . دپښتونولي اصولو،نرخونو،ارزښتنو پلي کول له دې سره مرسته کوي،چې پښتنه ټولنه کې ټولنیز عدالت ،مساوات ،انصاف او دانعطاف پزیري  بلانس یا موازینه وساتل شي .
 پښتنوته  په پښتنه ټولنه کې دپښتونولۍ د اصولو،نرخو نو، پریکړو دپلي کولو اوعملي کولو په بدل کې څوک  دوی ته حق الزحمه  یا معاش نه ورکوي ،بلکې  پښتون ته  د خپل ټولنیز مکلفیت او مسوولیت  ترسره کول  په بل کې  په ټولنه ستایل کیږي ،ویاړ،ښه نوم ،عزت  ورکول کیږي او په پښتنه ټولنه کې په درنښت یادیږي . برعکس د دې ،که څوک خپل ولسي مسوولیت ادا نکړي، دی په ټولنه کې  دشرم ،بې ننګې او سرټیټوالي سره مخامخ کیږي ،دی د پښتني ټولنه څخه ایستل کیږي او په ځینو مواردو کې د مرګ  په سزا هم محکوم کیږي .
پښتون ولس دپښتونولۍ خپل حقوقي نورمونه ، آرونه  اوددودیزه ژوند ټرمینالوجیک ایډیالونه ،ارزښتونه په یوشمیرکانسپټي څپرکې کې ویشلي دي . پښتونولي دپښتنوپه  زاړه پاله محافظه کاره ټولنه کې دپښتنو دکړو وړو لپاره یو لرغوني دودیزه نظام اویومنظم ټاکل شوي قبایلي  دودیزه  قانون دی . پښتونولي د پښتنو یونړیوال انځور او نړیوال فلسفي لیدلوری دی . دپښتونولي د تصوفي،روحاني،معنوي او دټولنیزخیرښېګنې ارزښتونه او آرونه  نه یواځي دمحمد(ص )دعیسی ( ع ) اود ابراهیم (خلیل الله ) په دین کې خپلي ریښې لري، بلکي دپښتونولي دمعنویاتودودیزه قانون، دننګ  اومورال کوډکسونه د لرغوني یونان په قوانینواو کوډکسونوکې هم لیدل کیږي .

دپښتنو دمدني ټولنې کاڼسپټ
مدني ټولنه یا  societas civills  یولاتیني تورۍ دی . دمدني ټولنې کاڼسپټ ډیر اوږد او لرغوني تاریخ لري . په مدني ټولنه کې د ټولنې دوګړو قابلیت  اوفعالیت  ښودل کیږي، چې دوی څومړه په خپله خپل ځان تنظیم او منظم کړي دی . یوه  مدني ټولنه هغه مهال رامنځته کیږي ،کله چې د یوي ټولنې وګړي په خپله  خوښه سره یوځای شي،تر څو دوی  خپله په  خپلواک او ولسواک   ډول پرته له دولتي  اغیزو څخه خپل مقصد،مرام او موخې تعقیب کړي . دمدني ټولنې  ایډیا یا فکر په خپل بنسټ کې پر دې  ټکي را څرخیږي ،چې دولتي سکتور او شخصي سکتور له  یو بل څخه  بیل کړي . مدني ټولنه  د ټولنې یوموډل دی،بې له دې چې په ټولنه کې  دزور زیاتي  څخه کارواخیستل  شي . ټولنه  د عدم تشدد  کرکټر لري او په خپلواک ډول خپل تنظیم شوي نورمونوته ټولنیز  ارزښتونه اوجوړښتونه لري . داسي یوه  ټولنه  یوه مدنې ټولنه  بلل کیږي .پرته له شکه که پښتنه ټولنه د ټولنپوهني او ټولنپیژندني له اړخه وڅیړل شي،افغاني ټولنه دانسانیت ،اسلامیت ،مدنیت ،د مدني ټولنې ، دخپلواکۍ او ولسواکۍ یو لرغوني اوږد تاریخي کاڼسپټ لري .
کاڼسپټ   concipere یا Konzeption یولاتیني تورۍ دی .کاڼسپټ   ډیر اړخیز  مانا وې لري .  په لنډه توګه  د اوسنيو شته حالاتو،شرایطو یاد ستونزو دحل لپاره سمدستۍدیوه طرحی یا یو پلان   جوړولو ته کاڼسپټ ویل کیږي او یا کله چې دموخې لپاره یو جامع   هراړخیځ ،وسیع  عمومي پلان د ځانګړو میټودنو، ارزښتونه او نورمونه له مخې  د مالوماتو سره ترتیب اوتنظیم شي، یوکانسپټ بلل کیږي  .
په اصل کې کاڼسپت  یوه فکري طرحه د راتلونکې لپاره ده ،کانسپټ دراتلونکې لپاره  یو پلان  دی، چې پرته  له جزییاتو څخه جوړیږي . چې راتلونکې په څه ډول  ترتیب  اوتنظیم  شي .طبعي خبره ده ،یوه  عمومي طرحه  په خپله دا جوتوي ،چې  سخت دریځي په کې نشته او انعطاف پزیري  له  وریه  په کې بریښې . یعني قانون یا طرحه  کې  یوڅه بدلون او سمون  راتللي شي . پرهمدې بنسټ دپښتون  ولس  پښتونولي  یوه نالیکل شوۍ طرحه  یا یوکاڼسپټ دی . چې پښتنود مدني ټولنې دبنسټ لپاره خورا مهم بنسټ  ګڼل کیدای شی . دپښتونولي طرحه په تیږه کې لیکلي شوي نه ده .نن  پښتنې ټولنه کې د پښتونولي د مهمو منل شویو ټرمینالوجیکې مصطلحاتو را ټولول او د اسلامي قوانینواو نړیوال بشري حقونو اومدني قوانینوپه رڼا کې سمول ،رغول او لیکلو ته ځښته ډیره اړتیا احساس کیږي .
اسلامي ایډیالوجۍ اوپښتونولي ایډیالوجۍ  
ایډیالوجۍ ideologie  یا مفکوره یو یوناني تورۍ دی،چې د فکر یاد Idee  پوهنې ته ویل کیږي .  په ۱۷۷۹ کال کې  ښاغلي  Antoine Louis Claude Destutt de Tracy ایډیالوجۍد یوه نوې  پوهنې په نامه ونوموله .  ایډیالوجۍ د یوې ډلې،دیو ولس نړۍ لید،نړیوال انځور یا  دفلسفي ارزښتنو سیسټم ته  ویل کیږي . د نن ورځ په ورځیني سیاسي ژوندکې دایډیالوجۍ تورۍ د ټولنې دفکرې لارې،ارزښتونو او د نورمونو سیسټم دپاره کاورل کیږي .
د ایډیالوجۍ تاریخ د وګړو اود ټولنې  له  تاریخ سره ټینګي اړیکې لري  .پښتونولي دپښتنو دلرغونو نورمونو، ارزښتونو یو نړیوال  لیدلوری او یوه  ولسي،سیاسي  ایډیالوجیکه فلسفي ټولګه  ده .
پښتانه  پر خپلو قبیلوي ټولنیزو اړیکو یا پښتونولي باندې  ځکه ویاړي ،چې پښتونولي  د ولسواکۍ لومړنۍ  ګام او د خپلواکۍ  روح  او اصل پیل  ګنل کیږي . پښتنو له یوې خواد پښتونولۍ  ریښې داسلام  په سپېڅلي دین کې موندلي او له بلې خوا په قبایلي  لرغوني قانون کې . پښتواو پښتونولي د پښتون ولس  ولسي فطرت دی .                                                                                                                                                                                                                                                  د الله  ( ج )  په نزد ټول انسانان یو شان ته دي ،له همدې امله د پښتنې قبیلو ترمنځ دخپلوي  عزیز ګلوۍ اړیکې اویا  د پښتنوقبایلو څخه په خپلو کې د ورور ګلوۍ  او دیووالي  نږدې اړیکوتمه کیږي .  د یووالي اړیکې باید ددوی په  ورځني ژوند کې هم ولیدل شي . ښایي ځینې  شتمني پښتنې کورنۍ د بي وزلي کورنۍڅخه  او یا یو پښتون  دبل  څخه د انفرادي ټولنیز موقف  په لرلو سره  له  یوبل  څخه بیل کړي، پښتونوالي سره ددې ټولومادي  توپیرونو د پښتنو څخه دیوبل په وړاندې د درناوې ،درنښت،عزت  او دانساني  کرامت مساوي چلند غوښتنه کوي .
لوی افغانستان کې  دمسلمان او پښتون نومونه  له یوبل سره نه بیلودونکې  ټینګ تړلي نومونه  دي ،دغه نومونه  دیو عمل کوونکې، ایمان لرونکې،صادق،ژمن ، ډاډمن ، ځواکمن او غیرتمن   انسان نوم  دی . همدغه عمل کوونکي مسوول مسلمان  انسان ځان پښتون در پېژني . عقیدوي ایډیالوجۍ يي اسلاميت او توکمي ایډیالوجۍ یا هویت یي افغانیت  دی . پښتون  که  مسلمان   نه وي ،هغه پښتون نه دی  اوکه  مسلمان پښتون  ځان  پښتون احساس نکړي اوخپل ځان  ونه پېژني، هغه پښتون افغان  کیدای نه شی . داځکه چې دپښتنوپه  کورنوکې داسي کور نه شته چې قران کریم  په کې نه وي او دپښتنو په سیمو کې داسي سیمه نشته  ، چې په هغه کې حجره او جومات  څنګ په څنګ نه وي . پښتنوکې داسي جومات  هم نشته، چې هغه  حجره ونه لري . پښتانه له همدغو حجرو او جوماتونو څخه ښوونځيو،مدرسو او پوهنتونونو ته  ورځي .په دغه بهیر کې اسلامي ایډیالوجۍ د پښتونولي له ایډیالوجۍ سره یو ځای کیږي .                                                                                                                                                                                د پښتون ولس دبنسټیز وسیاسي ایډالوجیکي، ټولنیزو،ناخوالیواوستونزو دحل یوه لار له  همدغي ځای څخه  پیل کیږي . دافغانستان په  دراتلونکې دولتي ملي سیاست کې بایددحجرې پښتون ،دجومات پښتون  اود پوهنتون پښتون  د ځانځاني ،ځانپالني،ناپوهي،لنډمهاله ،ناکامه  سیاستونو، تصادونواو ټکرونوته  د پای ټکې کیښودل شي . پښتانه  یادافغانستان دولتي ولس  باید دلوی  افغانستان د بیا یووالي، دسولي او ملي وحدت  رامنځ ته کولومسوولیت  ومني ،دوی باید دافغانانو دیووالي لپاره د زړه له کومي  ملي منځلاري  افغانشموله سیاستونه  پلي کړي . دافغان  په ملي دولتونو کې باید هر افغان او هره افغانه ،چې د هرې قبیلي او توکم څخه وي ،خپل ځان اوخپل ملي اسلامي ارزښتنونه دیو افغان په جامه کې احساس کړي .تر څو دا ویاړلي تاریخي  هیواد او میړني واحد ملت په خپلو پښو ودریږي  او د حجرو،جوماتونو،ملت او حکومتونو ترمنځ  ستر واټن  له منځه وړل شي .
 سیاست تل له ایدیالوجۍ سره تړاو لري .په افغانستان کې پردې بهرنې افغان ضد ایډیالوجې لکه کولونیالیزم ، کمونیزم ،امپریالیزم ،کپیټالیزم ،شوونیزم سختدریزم  او داسي نور  ایزمونوته نوره ځای نشته او ټولي  پردې ایډیالوجۍ ناکامي شولي . افغانستان کې پردې ایدیالوجۍداسي ښکاري  لکه پوډین یا فرني چې دکوټي په دیوال  کې میخ کړي .
دافغانانو دافغانیت  ملي ایدیالوجکي فلسفه پرانسانیت ،اسلامیت ،دحق ،عدلت  اوانصاف په لار ولاړه ده .                                                          دیوریښتنې پښتون افغان  انسان عقیده اسلامي او ملي هویت  افغان دی . په افغانستان کې داسلاميت اوافغانیت ایډیالوجېکي اتحاد نه ماتیدونکې دی .
دا یوحقیقت دی،چې افغاني ټولنه کې دافغانستان اساسي قانون ،اسلامي قوانین،د شریعت قانون  او دنړیوالوبشري  قوانینوپه څنګ کې د پښتونولي دودیزه قانون دافغانانو  ورځیني ژوندتنظیموي  .
دپښتنوټولنه د انصاف او مساوات  ټولنه ده ،دا به ډیره بې انصافي،بې عدالتي ،تیرې  او ظلم وي، چې دپښتنې ښځې خپل خدای ورکړل وي حق او حقوق ورنه کړل شي .
موږ پوهیږو چې ښځه  په ټولنه کې مکلفیتونه لري  اوحقوق هم لري . دپښتنوپه قبایلي سیسټم کې دښځوحقوق  په سمه توګه نه دی څرګند. دا په دې مانا نه ده چې خدای مکړه،چې پښتنه ټولنه کې دپښتني ښځې حقوق نشته . ښځه،خور،مور او لور ده .   الله (ج)  دوی ته خپل حقوق ورکړي د دغو حقوقو او دبشري بنسټیز حقوق  په ورکولو کې دپښتونولي  کوم اعتراض او یا مخالفت  نشته  . په هیڅ وجه پښتني ښځوته خپل مدني،انساني حقوق  ورکول سره دپښتنو قبیلوي جوړښتونه  نه ماتوي . بلکې پښتنه ټولنه نوره د ښځوله لارې ژوندي او ټینګیږي . دپښتني ښځې ټکري  داسلامي حجاب ټکړی دی . داسلامي شریعت  مطابق ښځو ته  باید په مال اودولت کې او دخپل پلار په  پلارني ځمکې کې د میراث   خپل ټاکلي حق  باید ورکړل شي .  
مهر یا ولور دښځې خپل حق دی ،دهغه پلار، ورور،تره او یابل چاه ته اخیستل مطلق حرم دي . مهر د ښځې مسلم شرعي او قانوني حق دی او هغه څخه د نورو ټولو حقوقو په څیر ګټه اخیستلي شي .هیڅ څوک د ښځې دغه حق نې صلب کولي او نه دصلب کولو حق لري .

پښتونولي نه یواځې د پښتنود  ژوندحقوقي قاعدې ټاکلي،بلکې دهري پښتني اوپښتون دپاره  دانفرادي ژوند ، ټولنیزواړیکو کړو وړو،جوړښتونه، د ژوند کولو ښه  نورمونه ،ارزښتونه  او تصورات  تقریري تفسیرکړي  دي .
 پښتني ټولنې  کې دپښتونولي ارزښتونو او نورمونو سیسټم اساسي ټکي د ننګ ،غیرت، ناموس، شرم  او حیا مفهومونه دي ،چې د ټولنې دساتنې اود قبایلي  نورومونوجوړښتونو ساتل په کې رانغښتل شوي دي . یو ریښتنې  مخکښ  اصیل پښتون  افغان مکلف دی اودنده ده ،چې هروخت  خپل ځان له کمزوریوڅخه وساتي ، خپله کورنۍ ،خپله قبیله ،خپل پښتون ولس اوخپله  پښتو ژبه له کولتوري یرغل، بې شرمي ،رسوايي ،نوم بدي او سپکاوي  اوشرم څخه وژغوري . ترڅو دی په ټولنه کې خپل دروند ځای له لاسه ورنه کړي . (۱)
د ننګ مفهوم په لومړۍ ګام کې یوانفرادي عمل دی ،که لږ نوره په کې وړاندې لاړو شو،ننګ یو ډلیزکانسپټ دی ، په ټولنه کې دښځي اونارینه  ننګیالیتوب ،میړانه ،زړورتیا او شجاعت  ،امن ، نظم اواخلاقي  ثبات  ته تداوم   وربښي . افغاني ټولنه کې ننګ ،پت،عزت،ابرو،حیا اوشرافت  درلودل سړی د ښه  اونیک نوم خاوندګرځوي .
پښتني ټولنه کې ننګ ،ناموس،عزت،غیرت او پت دیوپښتون د انساني کرامت  تر ټولو ستر مقام بلل کیږي . د پښتنو په اړه داصل اونسب  ونې  ایډیالوجیکې پوهنیزو څیړني او پلټنې  پربنسټ یا  Genealogie،د پښتنو قومي ولسي  سلسله  اوایدیالوجک  یووالي ،دپښتنوتوکمي احساس  د( موږ احساس  )یا پښتون اوسیدلو احساس اود پښتونتوب   بنسټ د پښتونولي دقبایلي  دودیزه ایډیالوجیکۍ قانون  پربنسټ ایښودلي شوي دی .                                                                                             
دپښتونولۍ د بنسټیز اصولومنځ زړي  یا  ایډیالوجۍ  پر دې  محور را څرخيږي،چې  پښتني ټولنه کې دپښتنې قبیلوي هویت ،دپښتنو قبیلوي خودمختاري او ورسره جوخت دیوګډولسي  ټولنیز عدالتي نظم  را منځ ته کولو په لاره کې یو سیسټم  وګرځي .دسیسټم  یوه برخه دپښتنو د نړیوال لیدلوری ورښیي اوبله برخه  دنن ورځې د پښتون ولس  د ژوند روحي  هنداره ورښیي ، د پښتنو د ژوند بڼې اوډولونو په  فورمول بندي  کولوکې مهمه وڼده لوبوي .   (۱ )
  لویدیځوال شننونکې او څیړونکې لکه   Gründerg und Rachimow پښتونولي  ته د پښتنې قبایلي اخلاق  او دپښتنو د کړو وړو سیسټم   په سترګه ګوري ،چې په کې د آداب  او اخلاقو پرنسیبونه  له یوبل سر تړاو لري .
یو بل لویدیځوال  څیړونکې Snoy    په نامه،دپښتونولي غوښتني ،وجود او شتون په اړه لیکې،په پښتونولي  کې کړکیچنه یاستونزمنه  خبره د غیرت یا میړاني  ښودل او یاد خپل غیرت څخه د دفاع مسله ده . په پښتون کې  دغه  ځو اکمن احساس  یا دغیرت غریزه  ښودل لامل د عدالت  دبیرته پرځای کولو لپاره په غورځنګي یا احساساتي ډول را پورته کیږي . ځکه چې دپښتون  عزت  اوغیرت ته  دبې انصافي او بې عدلتي له امله زیان رسیدلي دی ،دی باید دپښتونولي د پرنسیب  پربنسټ  دپښتونولي دسرې کرښې څخه  هم وانه وړي ،ریښتني پښتون  مجبور دی ،د بې انصافي او بې عدالتي په وړاندې دپښتونولي په ټول کاري چال ، دوددستور  او د نرخونو په چوکاټ کې  یومناسب غبرګون وښایي .
د پښتنوقبایلي دودیزه ژوند،تولنیزنظام او قبایلي نظم دپښتونولي د نورمونو،ارزښتنو،دودنو،نرخونو، روایتونو او رواجونو څخه ډک  ژونددی .

دپښتنې قبیلې دنسب ونه او دپښتونولي ایډیالوجۍ
پښتانه  یواځي د خپلو پلرنو په نومونوسره ویشلي  شوي دي . په پای کې دپلرونو  ټول نومونه  یوپښتون غورنیکه  ته ورګډیږي . ټول پښتانه دخپلو پلرنواو نیکونو له لارې له یوبل سره خپلوي لري  . دپښتنوداصل  اونسب ونه  په خپله دپښتون ولس  اوږد او لرغوني تاریخ لیکي .
دقوم یا قبیلي تعریف  دانټروپولوجۍAnthropologie  له اړخه،قوم یا قبیله یوه سمبولیکه ټولنیزه ډله ده، چې دهغي بنسټ په نورو وړو قبیلو باندي  ایښودل شوي وی اودوی تل سیاسي ساتنې اوپالني ته اړتیا لري  . (۲) پښتنې قبیلې یا قبایلي  ډلې  په دودیزه توګه  داصل  اونسب یا شجرې له مخي  دیو ګډ  پښتون نیکه  نسل او اولاده  ده ،چې ګډه ژبه ، ګډ کولتور او یوه ګډه ملي ایدیالوجۍ لري .  
قام یا قوم  دوګړو یو ګڼ  اړخیزه ، ټولنیزه تنظیم شوي فورم دی ،چې غړې یي دیو نسل څخه  او په خپلو کې دخپلوي اړیکې  له لاري  له یوبل سره یووالي ولري .
په توکمپوهنه  Ethnologie  او انسانپوهنه  Anthropologie   کې د قبیلې یاClan    تعریف : قبیلې یا قبایلي ډلې  په خپلوکي دخپلوي قومي اړیکې لري او دوی  خپل ځانونه دیوګډ نیکه او یا غورنیکه  څخه ګنې . پرته له دې چې دوی خپل قامي کړې یا سرچشمه  سمه وښوولي شي .
یو دقیق تعریف دClan   یا قبیلي، چې په انګریزي ،الماني ژبو او د څیړونو په ادبیاتو کې منل شوي دی ، د متحده ایالاتو امریکایي انسانپوه یا  Anthroplogiest ښاغلي(  1985- 1897  ) Georgie P. Murdock قبیله داسي  تعریفوي  : کله چې قبایلي ډلې په خپلو کې دخپلوي  داړیکوله لارې په یوه ګډه خاوره یا جغرافیوي قلمرو یا  دحاکمیت لاندي  سیمه کې یوځای ګډ ژوند کوي او خپلوي   د دوی ترمنځ د یوغور نیکه پربنسټ  رامنځته کیږي . دقبیلې دغه تعریف د لوی افغانستان  دپښتنې قبیلې په اړه سم  دی .
توکم  د انسانانو یوه ډله ده،چې دوی یو ګډکولکتیفي هویت لري . د دوی مشخصات په لاندې ډول دي . یو اصل اونسب یادنسب  یوه ګډه سلسه ،ګډتاریخ،کولتور،ژبه ،مذهب او دوی  په یوه ګډه خاوره کې،په یو جغرافیوي ملي قلمرو یا د ملي حاکمیت له لارې  خپل ملي پیوستون ته یوملي احساس لري . ( ۳)                                                 دنړۍ اودلوی افغانستان  په سیاسي ،حقوقي، ټولنیزوڅیړنو،افغاني ادبیاتواو رسنیوکې  دقبایل یا tribal   ټرمینالوجیک تورۍ کارول  کیږي ،دا تورۍ په هیڅ وجهه منفي یا نګټیف  مانا نه ورکوي . دقبایل نوم  یا دقبایلو تورۍ  پوري اړوندو سیمو کې اوسیدونکې وګړو خپله  خپلوي له خپل ستر  واحدتوکم  سره  ښیي . قبایلي وګړي د قبایل  تورۍ  په استعمال سره خپل حقوقي شتون اومدني مشروعیت د خپل توکمي  سیاسي ځواک له لارې  سمدستي همدا اوس،همدلته ترلاسه کول  او ښکاره کول غواړي .                                                                                                                                                                             په بله وینا دپښتنې قبایلي وګړي  دیوستر توکم  یاسترولس قبیلوي  واحدونه  یا قومي ګروپونه دي،چې دوی په خپلوکې نه یواځي ګډه مورني  خاوره ،ګډپلارني هیواد،ګډه ژبه،ګډملي تاریخ ،ګډ دین یامذهب، ،ګډملي اسلامي مقدسات ،دود دستوراوګډملي کولتوري ارزښتونه ،نورمونه ،عزیزګلوۍ ،ورورګلوۍ او ګډ اقتصاد لري،بلکې  د اصل او نسب دپرنسیب  پربڼست  دوی له یو بل سره دخپلوي  اود ویني  جنیټکې نه شلیدونکې تاریخي اړیکې هم  لري .

 د موږ  به دایوه ستر تیروتنه او اشتباه وی ،چې قبایلي جوړښتونو ته  دمنځني پیړي جوړوښتونو په څیر وګورو.   له دغي هڅې  سره او له دغي زاویه څخه  که ورته وکتل  شي،بیاقبایلي جوړښتونه  د ورسته پاتیوالي سره په  تړاو کې کیږي .که دافغانستان سیاسي دولتي تاریخ وڅیړل  شي،له ډیره په خوا څخه دقبایلي جوړښتونو سره  د مډنیزم او ملت جوړوني په بهیر کې موافقه شوي ده . په نړۍ کې نن  قومي قبایلي جوړښتونه  په مډرن  ژوند او مډرنو دولتونو په جوړښتونو کې  خپل ځانګړي ځای لري .
دپښتنو لرغوني تاریخ ،دپښتنوقبایلي ارزښتونه او حقوقي نورمونه  نن هم هر پښتون  افغان ته ورزده کوي ، چې ستا ولس، دستا دټولنې د هریو غړي وجود او پایښت ،دیوپښتون افغان انفرادي   آزادي یا خپلواکۍ ، توکمي ملي هویت، د پښتون دکورستراو پرده ،معصونیت، امن ،دصمیمیت اوسولیزه فضا،قبیلوي هویت ، دپښتنو ستر ټبر اودپلار نیکه هیواد د دښمن د پرله پسې سپین سترګې ګواښونواو یرغلونو سره مخامخ دي . دا د ستا او دهریوې ریښتنې پښتني ،افغان  ایماني او وجداني دنده ده، چې د بهرني دښمن په وړاندې په ویښه او ګډه دفاع وکړي . په همدي  ترتیب  پښتونولي پښتون  ولس ته ورزده کوي ،چې  دنن ورځ په دغه له دښمني او تربګنېواو سیالیو  ډکه نړۍ  کې خپل سیاسي، حقوقي ،ټولنیز ارزښتونه او ولسي شتون په نړیوال کلي جوت کړۍ او دخپل  ولسي یووالي لپاره  خپله روا مبارزه  په اغیزمنه ټوګه  پرته له ویرې  څخه نوره هم  ګړندي کړۍ  . دپښتني افغاني ټولنې هر غړي مجبور دی ،دخپلي فردي  خپلواکۍ دساتلو له لارې دکورنۍ او بهرنۍ دښمن ، د تور او سپین دښمن د پټو او څرګندو بریدونومخه ونیسي . داړتیا او شونتیا په صورت کې پښتون  باید خپل بدل  هم ترې واخلي. که پښتون  افغان داسي ونه کړي ،بیانو دی په ټولنه  او نړیوال کلي کې خپل ټولنیزپرستیژ ،حیثیت، افغاني غیرت، میړاني، اودعزت  ټول ارزښتونه  له لاسه ورکوي .
یو پښتون هغه مهال په خپله قبیله او خپل ولس کې منل کیږي ،چې دی د خپل ژوندپه چاپریال کې افغاني میړانه ،ننګیالتوب ، خپلواکي، درنښت او جګړه ایز قابلیت   په ځان کې ولري ،دی باید دپښتونولي ارونه ځانګړتیاوې نورو ته ور ښکاره کړي . دریښتینوهیوادپالو افغانانو  پښتنو ژوند،غیرت ،عزت ،د الله ( ج  ) په لاره  کې مبارزه ، سرښندنه او د خپل پلارني هیواد خپلواکۍ  لپاره جګړه  ټاکې .له همدې امله یوې پښتني کورنۍ ته خورا مهمه ده ،چې په کورکې نارینه ولري . په پښتنه  ټولنه کې د پښتون په کورکې دنارینه  شتون ، دوی  ته په خپل کلیوالي چاپیریال کې دخپل  کورنۍ  موقف ،امنیت او سوکالي  ټاکي اودخپل سر ګرانټي  په کې ویني .پښتنو کې زوی نه درلودل ، دپښتون دکورنۍ ورانۍ او د پلارنو او نیکونونومونه ورکیدل په مانا ګڼل کیږي .

پښتنې قبیلې اوقبایل  دنړۍ له نوي پرمختګ  او نوي پالني سره کومه ستونزه نه لري ،له دې امله قبایلي سیسټم له منځه نه ځي . قبایلي سیسټم ورو ورو د نړیوالتوب  او خپل عالي ملي لرغوني ایډیالوجۍ سره دنن ورځ  مدني ټولنه سره  اړخ لګوي . د پښتون ستر قام به  په  نړۍ کې تل ژوندی وي او دپښتون ولس کور به  په نړیوال کلي کې دیو سوله مل کور په شان  شتون و لري . دپښتنو دا خوري  وري قبیلې  د یوې ونې ډډه  یا دیوې سټي ښاخونه دي ،دپښتون دنسب  زرغونه ونه  د نړۍ هیڅ زبر ځواک نشي لنډه ولې. له همدې امله دپښتون  افغان سترولس کې  بیلتون نشي راتللي  .                                                                                                                                                            الله ( ج ) شاهد دی، چې دپښتون ولس بیا یوالي شته ،دپښتنوبیرته یووالي دوخت او زمان سره  راروان دی .                                                                                          دپښتون  ستر مظلوم ولس به انشاالله  نن یا سبا خپل ولسي  بیا یووالي نړیوالوته، دانګریزشین سترګې جنرالانوته،د روس سپین سترګې مارشالانوته، دپنجاب تورومخي مېجرانو،اجنټانوته او دایران  تورفکره شیعه یرغلګرواخوندانو ته اعلان کړي .
دیادوني وړ ده  : کله چې په ۱۹۹۸ کال کې  دبرلین دیوال  ونړید، دریو میاشتو مخکې  له دې ورځي څخه دختیځي او لویدیځي  نړۍ هیڅ یوسیاسي چارواکې،سیاستوال ،سیاسي شننونکې او څیړونکې دا خیال او تصور نه کاو،چې د برلین دیوال به په  داسي  اساني سره ونړیږي  . د پرنګیانو دامپراتورۍ  د ډیورنډ کرښې  لمنځه تللوحالت به  له دې  حالت څخه ډیر لږ توپير ولري .

دافغانستان دولت اوملت جوړوني کانسپټ
لوی افغانستان د ټولو لراوبرو پښتنو افغانانوستر ګډکور دی او په دغه هیواد کې له دوی سره لږه کې  قومونه د ورورۍ برابر ګډ ژوند کوي . دپښتنې قبیلې اوافغان لږه کیوقومونو رول د افغانستان  په ملي دولت جوړولو او دافغانستان د ملي سیاستونوپه تاریخ کې ډیر اوږد اومهم دی . دافغانستان شریفو،میړنیو،ویښو قبیلو او غیرتمندو،هیوادپالوقومونو په اتلسمه پیړۍ کې د نهو ورځو جرګه کیدو څخه ورسته  لوی احمد شاه بابا دلوی  افغانستان  سترټولواک وټاکلو. د افغانستان  محاصر تاریخ ، دافغانستان  ملي دولت جوړونې او افغان ملت  جوړونې په تاریخ  که  د افغانیت یا دپښتونولي کانسپټ  مهم عنصرونه لکه لویه جرګه ،مشرانوجرګه ، ولسي جرګه ،څارنوالي او ستره محکمه رسمآپه خپل  سیاسي دولتي جوړښت کې منلي دي . افغانستان کې دملي دولت او ملت جوړول  په بهیر کې د پښتنې قبیلو رول  او دپښتنو هویت یعني دپښتونولي دارزښتونو ځواک څوک له پامه نشي غورځولي . ځینو پرديپالو،کمزورو،ناپوهه ، مزدور،متعصبو حکومتي چارواکو هڅه وکړه ،چې د پښتنوتاریخي ملي هویت دافغانیت  اواسلامیت  مقدسات او ژبني ټرمینالوجي  له پامه  وغورځوي ،د دغو حکومتونو برخلیک افغانانواوتاریخ  ته مالوم دی .
لوی افغانستان په خپل ورستي دوه سوه کلن جګړه ایزتاریخ کې تر ډیره بریده  د خپل نا متمرکز،پاشلي، ویشلي حالت لرلو سره،په وړو،وړو ډایرو کې دغلچکي یا ګوريلايي ټکتیکې جګړو او مقاومت له لارې  افغانان په دې وتوانیدل ،چې څلور ځلي څلور نړیوال  یرغلګرزبرځواکونه ،چې د خپل وخت په مډرنو ګواښمنو وسلو سمبال وو، دخپل افغاني غیرت او پوځې زور ازمویلو په پایله کې د جګړو په ډګر کې په ګڼدوکړي  . له همدې امله  ترنننه افغانستان د دوه پیړیوراهېسې  د نړیوالو د پرلپسې سیاسي  لویولوبو یو ستر نړیوال سټیدیوم ،جنګې لابراتوار او حربي پوهنتون ګرځیدلي دی .
دولت جوړول   state – building  او  ملت جوړول   nation -building  کلمات اکثرا  په ناسمه او په  مترادفه توګه  استعمالیږي  .افغانستان کې د دولتمشر او ددولتي ادارې هنر هم  همداسي په ناسم ډول دیوبل څخه نه  بیل کیږي . دملت جوړوني مفهوم  یو ستر  بحث  ته اړتیا لري ،چې په کې د ملي هویت عنصر ستر رول لوبوي . د دولت جوړونه مفهوم  ستراتیجیکي اړیکوته  اړتیا لري ، ور سره په هیواد کې دولتي اداره یا بیروکراتي  جوړیږي  . د ملت جوړونې د بهیرسره بیا کولتوري هویت  او اقتصادي سیاست په یوه جغرافیوي تړلي سیمه کې رامنځ ته کیږي . (۴ )  
ډیر شمیر د دولتي حقوقو پوهان په دې اند دي ، چې یوه  بریالي دولت جوړونه، د یو بریالي  ملت جوړوني  پر بنسټ رامنځته کیږي . دیو ګټور ،بریالي او باثباته  دولت  جوړوني شرط  ملت جوړونه ده . د دولت او ملت جوړوني ترمنځ بل ټوپیر دا دی، چې  دولت جوړونه د بهرنیو هیوادنو په مرستو او پرمټ هم  رامنځ ته کیداي شي ،اما ملت جوړونه  یواځي د ټولنې د وګړو لخوا تر سره کیداي شي .  
دافغانستان ډیر شمیر شننونکې په دې  نظر توافق لري، چې  افغانستان کې په همدا وسنيو حالاتو کې  دولت جوړونه  د نړیوالي تولنې  او نړیول ځواکونو د لاسوهني  سره سره بریالي نه وو. دوی دافغانستان په دولت  جوړونه  کې پاتي راغلي دي . اوس افغانستان  یو  failed-state یا یو ناکامه دولت لري  .افغانستان کې دمهمو سیاسي توکې نشتون لکه  دامنیت نشتون ،دیوعدلي اوقضایي سیسټم  نشتون ،دهیواد پرمختګ دپاره دبنیادي پروژو نشتون ،دفساد څخه ډکه اداره ،د دولت په سیاسي بهیر باندې دخلکو لږ  بارو،افغان ولس د دولت  په سیاست کې خپل ملي ارزښتونه اوملي هویت نه احساسوي ، ددولت او خلکو ترمنځ  یو ډیر ستر واټن  رامنځ ته شوي دی . داسي نور لاملونه شته چې افغانستان کې یو ناکام دولت رامنځ ته شي  .
 ښاغلي  Schetter  لیکې، د افغانستان تیرتاریخ ته په کتو سره باید وویل شي، افغانستان کې دملت جوړوني کانسپت  تل په یوه پښتنې پوهه اودیو پښتنې تفکر لاندې لیکلي شوي دی . په دې مانا که موږ غواړو ،چې  په افغانستان کې سمه  ملت جوړونه  ترسره کړو او لکه چې تل دا هڅه شوي، دافغانستان د ملت جوړونه  په بهیر کې دپښتنو ملت جوړونې له نموني او یا دپښتنود توکمي سمپل څخه کاراخیستل شوي دی . په دغه سمپل یا نمونه کې نه یواځې ملي سندره، ملي اټن، ملي جامې اوجګې شملې شاملي دي بلکې د پښتنو دود دستور او د پښتونولي  کانسپټونه  شامل دی .
افغانستان یو ګڼ توکمیزه هیواد دی ،که په  افغانستان کې په میټودیک  ډول ملت او دولت جوړونه پلي کیږي ، باید ټولووګړو،سیاسي واحدونو او واقعیتونوته پام وشي .
دولتونو دي ،چې  خوار واره ولسونه سره یو ځای کولي شي ،دملیتونو  او دقبایلو  له واحدونوڅخه  دملي هویت پربنسټ یو ځواکمن  واحد ملت جوړیدلي شي .
دپښتولي قانون د لیکلو او لږ سمون څخه ورسته کیداسي ،چې دافغانستان دراتلونکې دولتي ،حقوقي نظامونوبنسټ کیږدي .دپښتونولي حقوقي منلي شوي نورمونه  دافغان ولس له خوا به ډیر ښه  ډول منلي شي دي  . دپښتونولي قانون ډیرو نورمونه او اصول  د افغانستان د لږکیوتوکمونوباندې  خپله اغیزه هم شیندلي ده ، دوی د پښتونولي سره ښه بلد شوي دي . په بله وینا د افغانستان ټول وړونه قومونه دپښتونولي نورمونو  ته ورته  حقوقي دود دستور او یا تعاملات لري .لکه میلمه پالنه ،ننګ ،غیرت، ناموس،خان ملک او هیوادپالنه .
دلوی افغانستان په کلیو او بانډو کې دپښتنو افغانانو قبایلي کولتور  افغانیت خپور دی . پښتنوپه افغانستان  کې خپل سړیتوب ،میلمه پالنه،عزت ،غیرت ،میړانه ،د ننګیالیتوب  او دتوریالیتوب ویاړونه  او خپل دخپلواکي جګړه ایز تاریخ د نور و لږه کیو وروڼوسره سم  شریک او ویشلي دي  او لږه کیو وروڼو قومونودپښتنو سره په ګده دهیواد خپلواکۍ ،دسوکالې، ابادي لپاره ټینګه ملا تړلي ده .
په افغانستان کې دپښتنو افغانانو تاریخي رول ،دولتي ځواک او ددولت بنسټ ایښودلو ابتکار سره دپښتونولي منل شوي نورمونو او ارزښتونو سیسټم د نورو لږکیو قومونو له خوا هم منل شوي او عملي کیږي .
دافغان حکومت  سره دملت جوړونې او د افغانانولپاره دیو ګډملي  مذهبي هویت سیاست یومنل شوي تعریف او ویښه  ملي سیاسي  ستراتیژي  نشته   .

د دوهمي برخي پای

اخیځلیکونه   :

Willi Steul: Steul 190 .Seite 255 ff   1.               
Pashtunwali und Widerstand – Stammesgesellschaft im Staat: Die Pashtunen in Paktia In: Berliner Institut für vergleichende Sozialforschung [Red.: Kurt Greussing u. Jan-Heeren Grevemeyer] (Hrsg.): Revolution in Iran und Afghanistan – mardom nameh – Jahrbuch zur Geschichte und Gesellschaft des Mittleren Orients Syndikat, Frankfurt am Main 1980, S. 250-263,  HYPERLINK "http://www.3kmodels.de/Spezial:ISBN-Suche/381080147X" ISBN 3-8108-0147-X

2. Britninnica Encyclopedia,Retrieved November 8. 2012, fromBritnnic Encyclopedai

3. Georg Elwert: Ethnie , in Christian  F. Feest, Hans Fischer und Thomas Schweizer  
( Hrsg) , Lexikon der Verkerkunde, Dietrich Reimer Verlag , Stuttgart 1999, S 99 f .                             

4. Schetter 2002 ,Seite 3
Schetter, C. Ethicit nd the Politics Reconstrucktion in  Afghanistn .
Bonn: Center for Development Studies ( ZEF ) , Universität of Bonn
                  .