د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام آباد کې افغان محصیلینو په کلتوري نندارتون کښې لومړی مقام تر لاسه کړ

ستانه ګل احمدزی 29.03.2014 12:05

په نړیوال اسلامې پوهنتون، اسلام اباد کښې هر کال کلتوري اونۍ (Culture Week) لمانځل کیږی، چي په کښې د لسګونه هیوادونو محصیلین د خپل هیواد کلتور لمانځنه کوی، چي دا ځل هم تقریبآ څلویښتو (۴۰) هیوادونو محصیلینو خپل کلتور وړاندی کړی ؤ. په دی کلتوری نندارتون کی د هر هیواد محصیلینو په پوره ډول خپل کلتور وړاندی کړی ؤ. دغه کلتوری نندارتون ته هر ځل د پاکستان د حکومت لوړپوړی چارواکي، د لسګونو هیوادونو سفیران، د پاکستان د تعلیمی ادارو، نورو پوهنتونونو چارواکي او محصیلین، د افغان مهاجرینو د کمپونو څخه د لیسو او مکتبونو استادان او زده کوونکي او نور لیدونکی د دی کلتوری نندارتون لیدو ته ډیر په مینه او خوښئ راځي.

دغه کلتوری نندارتون ته د پاکستان د حکومت څخه ډیر لوړ پوړی چارواکي راغلی ؤل، لکه د پاکستان د مذهبی چارو فدرالی وزیر سردار یوسف، د پاکستان د اسلامی افکارو د اداری ریس مولانا خان محمد شیراني، د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسون لوړپوړی چارواکی او همدا شان د ډیری هیوادونو استازی په پاکستان کښې (سفیران)، چې د هغی جملی نه د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر او ځانګړی استازی جلالتماّب جانان موسی زئ او ورسره ویاند ښاغلی زردشت شمس، محترم قونسل صاحب عبدالستار هوتک، د کلتوری چارو مسول ښاغلی نقیب الله ابراهیم خیل، د اقتصادی او سیاسی چارو مسول ښاغلی شاکر قرار صاحب او نور دوستان د افغانستان لوی سفارت اسلام آباد څخه نړیوال اسلامی پوهنتون ته تشریف راوړی ؤ او پروګرام ته یې نوره هم ښکلا بښلی ؤ، همدا شان د سعودی عربستان ، ترکی، عراق، فلسطین، مصر، سومالیا، اندونیشیا، تایلیند، چین، لیبیا، کویت، قطر او داسی نورو هیوادونو لوی سفیرانو او د سفارت لوړ پوړو چارواکو هم په دی نړیوال کلتوری نندارتون کښي برخه اخیستی ؤه، او پرواګرام یی نور هم شانداره کړی ؤ، د افغان مهاجرینو د کمپونو څخه هم ډیری لیدونکی کلتوری نندارتون ته راغلی ؤل، لکه د اضاخیلو کمپ، ټوپۍ (ګندف کمپ)، باغبانان کمپ، شمشتو کمپ، هری پور کمپ او نور د پاکستان د مختلفو برخو څخه افغانان راغلی ؤل او په نندارتون کښي یې برخه اخیستی ؤه، نسبت تیر ځل ته، دا ځل کلتوری نندارتون ته د پوهنتون له خوا زیات پاملرنه شوی ؤه او نندارتون د تیرو نندارتونونو څخه خورا زیات توپیر درلود....

په کلتوری نندارتون کښې د هر قسم قانونی کلتوری لمانځنی ته ارزښت ورکول کیږی، خو په لاس جوړ شوی شیانو فعالیتونو ته تر نورو ډیر اولیت او ارزښت ورکول کیږی، په دی کښې بیا افغانانو تر هر بل هیواد نه په سر کی ؤ، افغان محصیلینو د ارګ دروازه، د دآرلامان ماڼی، حربی توپ، د اوبو کوهی، تنور، دیګدان، میلمستون یا حجره، جومات، او همداشان د افغانستان ډیری کلتوری توکی، تاریخی آثار(د میکناټن توپانچه، پخوانۍ تاریخی ځغری، ډالونه، توری، توپکونه او نور)، د افغانستان تاریخی او علمي څیرو انځورونه او لنډه تاریخچه، د هیواد د هر قوم کلتوری لباس، میوی، افغاني خوراکونه او داسی نور لیدونکو ته وړاندی شول.

کلتوري نندارتون کښې د هر هیواد محصیلین ډیر زیات کوښښ کوی، چي خپل کلتور کتوونکو ته په ښه ډول معرفی کړی، خو مګر دا ځل بیا هم لکه د تیر ځل په شان افغانستان ښه کلتور لمانځنه کړی ؤه او لمړۍ مقام یې خپل کړ، چین دوهم او سعودی بیا دریم مقام ترلاسه کړ. په دی نندارتون کښې افغان محصیلینو ډیر زیات زیار ویستلی ؤ، پدی کښې د افغانستان لوی سفارت په اسلام آباد کښی د افغان محصیلینو سره تر خپله وسه هر اړخیزه همکاری وکړه، افغان محصیلینو په اسلام آباد کښې د افغانستان لوی سفارت څخه منندوي وکړه، او د لوی سفیر جلالتمآب جانان موسی زئ او د سفارت لوړپوړو چارواکو د راتګ تود هرکلئ یې وکړ، جلالتمآب جانان موسی زئ محصیلینو ته د خبرو په وخت کښي سفارت د دوی خپل کور وګاڼه، او همداشان هیواد نه بهر یې د دوی یواځینی کور او د مشکلاتو د حل ادرس وباله، ده محصیلینو سره ډیر په ورین تندی خبری وکړی او د مشکلاتو د حل وعده یې ورکړه.