د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهنیزه ساتنه(ادبي امانت)

علي خان صافي 29.03.2014 13:03

 پوهنیزه ساتنه (ادبي امانت):
ادبي امانت هغه دی چې دشعر یالیکنې د سرچین نوم،یادلیکونکي نوم،په ښکاره ډول سره دلیندیو(......) ترمنځ ولیکل شي.داډول کړبرسېره پردې چې ادبي امانت دي ډیرې لویې ګتې هم لري:
۱ – یو داچې دلوستونکي مالومات دې خپلو شاعرانو ولیکوالو او دې هغوئ له ادبې کړلو وکتابوسره ډیرېږي..
۲ – بله داچې دې ادبې پوټه ونو وغلاګانومخه څه ناڅه نیوله کیږي..
۳ – دنیوکولاره پيراخه کیږي،اوهرلوستونکی بیا داسیوچ کولی شي چې:داشعرچا ويلی دی؟،اوشاعریې په کوم مهال کې ږوند کاوو؟،اویا په کوم مهال کې ږوند کوي؟اودا بل شعر دې چادی؟ اویوله بل سره په وییو،غونډلو،ماناګانو،تول،درېدلې...کې یو له بل سره څه اړیکي لري؟ ایا هرشاعریالیکوال پخپل ځان وذات باندې تکیه واعتماد کړی دی؟او که یو له بل څخه یې اخستنې کړي دي،اویایې خپل لیک دود واسلوب کوم بل ډول اړول شوی رنګ ورکړی دی؟
که چیرې پښتانه پوهان ،لیکوالان وشاعران داکړ وکړي،کیدای شي چې دپښتنو حقیقي وريښتونی ادب وادیب وپېږندل شي،اود پوه وپوهنیې،لیک ولیکوال، شعر وشاعر.. حق وساتل شي، حقیقت به ښکاره وي، ناپوهي وجهل به له منځ څخه لاړشي ،ادبي ګډودی به ورکې شي،اوکه نه ډاکو ګان وبې پته به دې ریشتونیووپتمنولیکوالانوله کړوڅخه په راغلاکولوخپل ځانونه لیکوال وشاعران ښکاره کوي،چې دا کار دپښتوادب ته دنړۍ درناوی له منخ څخه وړي،ادب ته به په بې ادبۍ ګوري،ادیب ته به دې ادب په سترګه نه ګوري.