د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسيه مېشتو افغانانو د نوروز نړيوال جشن ونمانځه

اسدالله نوري 28.03.2014 20:02

په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې د روسيې پلازمېنې مسکو ښار د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې له نوي کال څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وکړه.

دغه نوروزي جشن، چې د (( نوی کال مو مبارک شه!)) تر نامه لاندې جوړ شوی و، د ګڼو سندر غاړو، افغانو او بهرنيو ځوانانو له لورې پکې ملي اتڼ، محلي او نوروزي سندرې او پسرلني شعرونه وړاندې کړای شول.

جشن ته په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې مشرتابه غړي، په روسيه کې د افغانستان د سفارت اتشه نجيب الله شينواری، بهرني ميلمانه او ګڼ روسيه مېشتي افغانان له خپلو کورنيو او ماشومانو سره راغلي ول، چې شمېر يې کابو د ۱۰۰۰ تنو شاوخوا ته رسېدی.

د پرګرام د لومړۍ برخې وياندويان سيف الله لاروی او مهوش پويه ګر ول، چې د خلکو دوستۍ پوهنتون ځوان محصل عيبدالله د قرانکريم د څو مبارکو اياتو په تلاوت سره دغه نوروزي جشن پرانست.

له هغې وروسته د افغانستان ملي سرود وغږول شو، چې د تالار ټول ګډونوال يې په درنښت په خپلو پښو ودرېدل.

د نوروزي جشن لومړۍ وينا؛ په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې مشر انجينير عزيزالله انيس واوروله، چې ګډونوالو ته يې د نوي کال د مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې د نوروز په لرغونوالي هم خبرې وکړې.

ښاغلي انيس د يادې اتحادې له لاسته راوړنو يادونه وکړه:(( په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديې تل پتيلې، چې له مذهبي، ملي او نورو سنتي ورځو څخه نمانځنه وکړي، چې له هغې جملې څخه يو هم د نوروز نړيوال جشن دی، چې هر کال د يادې اتحاديې له لورې په پرتمينو مراسمو نمانځل کيږي)).

((په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې له بنسټ ايښودونکو په ځانکړي توګه د يادې اتحاديې له پخواني مشر الحاج اختر محمد ساپي څخه له زړه منندوی يم، دوی هغه خلک ول، چې له ۲۰۱۰ زېږديز کال راپه دېخوا يې د افغانانو د راتلونکي هوسا ژوند په موخه شپې بې خوبه تيرې کړي؛ تر خپلو شخصي ګټو تېر شوي او په هر حالت کې يې د افغانانو پوره لاسنيوی کړی دی)).

انجينير عزيزالله انيس په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې دوهمه عمومي غونډه، چې د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه تر سره شوه د افغانانو د يوالي او د راتلونکو ښو پايلو يو ستر ګام وباله.

هغه زياته کړه:((په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه د يوه ستر بدلون پر لور د رښتيني ديموکراسۍ د تطبيقولو په درشل کې عملي ګام پورته کړ. په لومړي ځل د سراسري اتحادې د رهبرۍ چارو مسوليت د خپلواکو ټاکنو په ترڅ کې دويم پړاو ته انتقال وموند)).

ښاغلي انيس روسيه مېشتي افغانان يوالي ته را وبلل او له ټولو څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو د يادې اتحاديې سره د مالي او معنوي همکاريو لاس نيوی وکړي.

عزيزالله انيس وويل:(( سږ کال افغانستان د نړيوال جشن "نوروز" کوربه پاته کيږي او له بله خوا د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو د ټاکنو په درشل کې يو، خپل لوی رب ته د دعا لاسونه لپه کوم، چې دغه نوی کال او ټاکنې دې خدای (ج) دټولو هېواد والو لپاره د سولې اونېکمرغۍ پيغام راوړونکي وګرځوي او ګران افغانستان کې د جګړې، ورور وژنې، دښمنۍ او تربګنۍ تورې ورېځې د تل لپاره ورکې شي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې، پرمختګ او سوکاله ژوند په هيله)).

په روسيه کې د افغانستان د سفارت اتشه نجيب الله شينواری دريز ته وبلل شو، چي نوموړي دځان او سفارت په استازيتوب ټولو هېوادوالوته د ۱۳۹۳ لمريز کال مبارکي وړاندې کړه.

ښاغلي شينواري د نوروز پر لرغونوالي خپلې معلوماتي خبرې واورولې او له ټولو روسيه مېشتو کډوالو کورنيو او ځوانانو څخه يې هيله څرګنده کړه تر څو د کډوالۍ په ژوند کې خپل اسلامي او افغاني اخلاقو او ادابو ته پوره پاملرنه وکړي.

په روسيه کې د افغان سفارت اتشه ( ۱۳۹۳) ښوونيز کال ټولو افغانانو ته مبارک ووايه او په افغان محصلينو يې غږ وکړ، چې د خپلو پوهنتونونو قوانينو ته په درنه سترګه وګوري او خپلې زدکړې په ښه توګه تر سره کړي.

د روسيې د انتر ناسيوناليست د اتلانو د کميټې غړی، اندرۍ اناتولي ويچ سټېج ته د وينا لپاره وغوښتل شو، چې نوموړي د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ يې د افغانستان په هکله يې خپلې خاطرې ګډونوالو ته وړاندې کړې او افغانان يې هېواد پال او مېلمه پال خلک وبلل.

د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې د افغان محصلينو مشر انجينير ظريف زاهد هم په خپل وار افغانانو ته د نوي کال مبارکي وړاندې کړه او د سراسري اتحادې له لورې د نوروزي جشن نمانځل يې د افغانانو د خوښۍ او يوالي په برخه کې نيک کار وباله.

کنسرت:
د نوروزي جشن د کنسرت ځوان وياندويان: د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو محصل او نتاق اسدالله نوری او د ياد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصله او تکړه نتاقه د مالدويا هېواد اوسېدونکې ناستيه دريز ته را ووتل، چې ددوي له راتلو سره سم تالار دننه د برخه والو د چک چکو او هڅونکو غږونو د غونډې فضا ته بل رنګ ورکړ.

اسدالله نوری خپلې خبرې د خوشال بابا په دې بيت پيل کړې.
په راتلو درسره نوي خوښي راوړه
په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه

دغه راز آغلې ناستيه هم په نوروزي بيت خبرې پيل کړې، چې د وياندانو له لورې د هېواد د ملي اتڼ د ټيم ځوانان د اجمل فراهي په مشرۍ دريز ته راوبلل شول، چې د "پښتانه که تاجکان دي، هزاره که ازبکان دي، ددې خاورې ټول بچيان دي - افغانان دي افغانان دي" سندرې ته يې څڼې واچولې او اتڼ يې وکړ.
.
د کنسرت دوهمه سندره، په روسيه کې د مشهورور سندغاړو نور نصيب او نسيم سحر له لورې وړاندې کړای شوه، دې سندر غاړو د ملا محمد جان سندره وويله. (بيا که برويم با مزار ملا محمد جان).

دېته ورته د هېواد ګروپ ځوانانو، دياناخيال، فرهاد او جيلان ارين هم نوروزي سندرې او نوروزي اشعار واورول، چې کنسرت يې لا پسې ګلورين کړ.

د (نوی کال مو مبارک شه!) نوروزي جشن ته د خلکو دوستۍ پوهنتون د سياسي علومو محصله او د هېواد ګروپ فعاله اليزاويتا، افغاني نڅا وړاندې کړه. اليزاويتا د ياد پوهنتون په کنسرتونو کې د هنري نڅا په برخه کې لومړي او دوهم مقامونه خپل کړي. د روسي انجلۍ اليزاويتا افغاني نڅا دلته وګورئ!: http://www.youtube.com/watch?v=DvRysQTDuDE

د کنسرت خوند خو هغه وخت زيات شو، چې هېواد ګروپ د نوواليا په غږ هزاره ګي سندره وړاندې کړه. نوواليا د اندونيزيا هېواد اوسېدونکې او د خلکو دوستۍ پوهنتون محصله ده، چې د ياد پوهنتون په تېرو کنسرتونوکې د ښه غږ په لرلو سره ستاينليکونه تر لاسه کړي.

افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د موسقۍ لسګونه سبکه لري، چې له سنتي نيولې تر پاپ او مدرن موسقۍ يې لړۍ رسي.

له دې ډلې څخه يوهم د قرصک نڅا ده، چې په دې وروستيو کې يې بازار ډېر تود شوی، هېواد ګروپ د قرصک په وړاندې کولو سره د هېوادوالو په شونډو موسکا خوره کړه.


په کنسرت کې نه يوازې افغاني سندرې وړاندې شوې، بلکې بهرنۍ سندرې هم واورول شوې.

آنيتا د هندي سندرې په وړاندې کولو سره د ګډونوالو مينه خړوبه کړه. آنيتا د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو د لومړي صنف محصله ده، چې د ياد پوهنتون په کنسرتونو کې يې د ښې نڅا له کبله لسګونه ستاينليکونه تر لاسه کړي، دلته يې نڅا وګورئ!: http://www.youtube.com/watch?v=fAA8Y5rgOHo

وياندانو په پښتو، دري او روسي ژبو وياندويي کوله، چې کنسرت يې تر پايه په مينه ناکو او پسرلني بيتونو، زمزمو او مستو چک چکو ګرم ساتلی و.

د قزاقستان هېواد محصلينو هم خپله ملي نڅا وکړه، چې د ګډونوالو له لوري په مستو چک چکو بدرګه شول.

په کنسرت کې لسګونه نورې سندرې او نڅاګانې هم وړاندې کړای شول، چې د ګډونوالو له لورې په تود هرکلي بدرګه وشوه.

دغه نوروزي پرګرام هر کال په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې له لورې د سلګونو افغانانو په ګډون نمانځل کيږي.

د نورزي جشن د کنسرت په پای کې د يوشمېر مشرانو له لورې د نورزي جشن د کنسرت ټولو هنرمندانو او د پرګرام وړاندې کوونکو ته نوروزي ډالۍ (د ګلو دستې) ورکړل شوې.

(نوی کال مو مبارک شه!) پرګرام د مازيګر په ۵ پنځه بجو پيل او د ماخوستن تر ۹ نهو بجو يې دوام وموند.