د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زووره

محمد حامدالوتاند 23.03.2014 12:00

ای ډالره زوروره برېتوره سڼوره

خوشبویی د په هر لوري
هم دا ستا مشک او عنبره
ټول داستا سنا صفت کړي
وه هر چا ته معتبره

ای ډالره زوروره

ته بې تورې توریالۍ یې
ته بې تورې توروره
دهرچا ښکر د مات کړي
تا بې ښکرو ښکرورره

ای ډالره زوروره

زور د ټولو ته څرګند دی
نشته ستا څوک برابره
همدا ستا فرمان چلېږي
د نړۍ په بحر او بره

ای ډالره زوروره

ستا د مینې دا اثر دی
لکه جام کې د کوثره
څوک د ټینګې درته ندي
که عامي دی که ملا دی که رهبره

ای ډالره زوروره

چې مطلب یې ستا حاصل وي
یا یې څه په لاس راوړل وي
هر‌، هر څه کې یې چل ول وي
نه صرفه په عقیده کړي نه کلچره

ای ډالره زوروره

د چا لار د زنده ګۍ شوې
چا ته راز د بنده ګۍ شوې
هم میعیار د هوښیارۍ شوې
واړه خلک کاندې پورته معتبره

ای ډالره زوروره

ته بلا زمونږ د وخت یې
په رېښتیا یې پاړوګره
د کافر نه ملا جوړ کړې
د ملا نه ته کافره

ای ډالره زوروره

حریفان د ټول بګېل کړل
تا ددې زمانې نره
ټول د لارې ته سم کړي
هم بې ږیرې ږېروره

ای ډالره زوروره

منم پوهه ستا غښتلې
تر آسمانه رسېدلې
په مریخ کې ده رپانده
ستا جنډه اوس شملوره

ای ډالره زوروره

له اوزو نه جوړ زمري کړې
د زمري نه جوړ ګیدړه
لډران لیډره وۍ شې
پوه مشران کاندې لډره

ای ډالره زوروره

که دا ستا خوښه قضأ وي
خره مشران مو کړې پر سره
او که ستا رضأ پرې نوي
هوښېار، پوه کړې لنډه غره

ای ډالره زوروره

لکه خوري چېنجي په ګور کې
یو تر بل نه بد بدتره
ځناور نه جوړ سړۍ کړې
روغ سړۍ کړې ځناوره


که پر تا څوک زړه در بائېلي
بیا شي‌ روږدي‌ تر آخره
افغانان شول په تا روږدي‌
که په لر دي که په بره

ای ډالره زوروره

د پښتون د زړګي سره
اوس نو چېرې ځې دلبره
ستا په نشته کې به دلته
هرڅه چور شي بېا له سره

ای ډالره زوروره

لاس په نوم درته ولاړ دي
لکه مونږ ټول ستا په دره
ستا د مینې مرتبې ته
زما حامد نشی باوره

ای ډالره زوروره

له هوښېارو مروره
په ناپوهو یې زړوره
عاقبت دې خراب وینم
ستا منطق دی زور او زره

ای ډالره زوروره برېتوره سڼوره

محمد حامد الوتاند د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې دوهمه