د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرزي او نظارشورا خطرناکه لوبه

سرلوڅ مرادزی 21.03.2014 12:06

د روان کال د مارچ په ۱۵ مه، په کندهارښار کې د ټاکنیز کمپاین په مهال، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ نوماند زلمی رسول او قیوم کرزي يي ترڅنګ ولاړ وو، ددې ټیم لومړي مرستیال احمدضیا مسعود له کندهاریانو وغوښتل « خپل سیاسي مشرتوب چې همیشه افغان ولسمشر له کندهار څخه وي، له لاسه ورنه کړۍ او د دوی ټیم ته چې پر سر کې يي کندهاری موجود دی، رایه ورکړۍ. لروبر بریښناپاڼه»
د نظارشورا د بنسټ ایښودونکې کورنۍ د غړی ضیا مسعود پورته څرګندونې، په ۱۳۹۳ کال کې د ټاکنیزو موقتي ګټو سره سره، له هغې لويي توطيي هم پرده پورته کوي چې روستیو کې د کرزیانو، نظارشورا او جمعیت تر منځ، په یادو ټاکنو کې د واحد نوماند د بري او له دې لارې د افغانستان پراوږدمهال، د کرزي او نظارشورا د ګډې واکمنۍ د ادامې په موخه پلانیزه شوې دي!
دا چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې، په تېرو دیارلس کلونو کې کرزي او نظارشورا یوله بله ملاتړ او خپلمنځي نږدي اړیکې د افغان ملت د ملي او سراسري ګټو پرځای، له خپلوځانګړو ګټو جاروي، په راتلونکې کې هم دوی خپل یووالی او پیوستون پر تاکتیکی ګټو سربېره، د اوږدمهاله موخو لپاره په پام کې نیسي!
ښه به دا وي چې دې لیکنه کې د دوی دا ځانګړې ګټې، د هغو د لاسته راوړلو لارې او په راتلونکې کې د افغانانو په وړاندې ددوی د پراخو توطيو ځینې خواوې د څو پوښتنو په مټ راوسپړو:
ــ ایا ضیا مسعود چې د نظارشورا او جمعیت د ښوونځي روزل شوی جګپوړی چارواکی دی، داسې خبرې پخپل سرکوي، که ددې خبرو تر شا نظارشورا او جمعیت د خپلو اوږدو موخو په نیت، پوخ کمین نیولی؟
ــ ایا دا څرګندونې یوازې د ټاکنو د وخت شعارونه دي او که د اوږدمهاله موخو لپاره په پام کې نیول شوې؟
ــ نظارشورا او جمعیت خو د میرویس نیکه ، احمدشا بابا او له هغه روسته د افغانانو ټولو واکمنانو ته، سپورې ستغې وايی او ښکنځل کوي، دا لمر له کومه راوخوت چې اوس کندهاریانو ته وايي، خپل سیاسي مشرتوب چې همیشه افغان ولسمشر له کندهار څخه وي، له لاسه ورنه کړۍ؟
ــ د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو په ټاکنو کې چې کندهاری حامد کرزی ټاکنو ته ولاړ و، ولې نظارشورا یونس قانوني او په دوهم ځل عبدالله عبدالله د هغه په وړاندې ودراوه؟ او یا اوس ولې ډبل عبدالله د زلمي کرزي ( زه ورته د زلمی رسول پرځای زلمی کرزی وایم) په وړاندې چې نیکونه يي د کندهار تېر شوي او یوازې په همدې خبره پښتون دی، د هغه په وړاندې تر یوه وخت پورې درولی ساتل کیږي؟
ــ ایا دا چې افغان ولسمشر دې همیشه کندهاری وي، د ۲۱ پېړۍ غوښتنو، د دیموکراسۍ د ارونو او د وخت اړتیاوو سره سمون لري؟ ایا منتخبه ولسمشري هم میراثي کړو، یوازې په دې توپیر چې دا ځل میراثيتوب د کورنیو پرځای ټاکلې سیمې او یا د ټاکلي سیمې قوم ته ولیږدوو؟
ــ ایا دا هرڅه نظارشورا، جمعیت او کرزیان په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني د ټیم د بريا له ډاره او تش په خوله د لوی او ویاړلي کندهار ترنوم لاندې، خوعمل کې خپلې رسوا شوې واکمنۍ د ادامې لپاره نه، ترسره کوي؟ ایا کندهاریانو څخه د ووټ د ترلاسه کولو لپاره، دا یو نوی دام نه ګڼل کیږي؟ اوایا داسې نارې سورې او منډې ترړې په افغانستان کې د بدلون او د هغه د پایښت د مخنیوي او مقابلې لپاره، دوی او یو شمیر نورو مافیايي کړیو په ګډه، نه دي راپیل کړي؟
دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې د نظارشورا، جمعیت او کرزیانو د اړیکو او موخو په اړه شته چې باید وسپړل شي.
تېر تاریخ ته په کتو د ډیری افغانانو په اند؛ نظارشورا، جمعیت او کرزیان دې پایلې ته رسېدلې چې د بدلونونو او د هغو د پایښت او بلخوا له نړۍ سره د پراخ پیوستون د مخنیوي او کنترول لپاره په کور دننه یو زوړپاله او سنتي غښتلی سنګر جوړ کړي. ددې سنګر او مورچل په بېلا بېلو برجونو کې سنتي، مذهبي سخت دریځي او شاتګپال ځواکونه کښينوي چې د دوی شریکه ۱۳ کلنه واکمني تلپاتې او ابدي کړي. بلخوا د سیمې د ځینو دولتونو لکه ایران او په پاکستان او نوره سیمه کې د ځینو ټاکلو کړیو څخه هم دداسې سنګر په پیاوړتیا کې په ګډه مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي.
د فهیم له طبیعي مرګه روسته، د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال پتوګه د جمعیت لخوا د یونس قانوني ورپېژندنه او په دې اړه د ټولو افغانانو د ناراضیتوب او ګواښونو سره سره، سملاسي د کرزي لخوا د قانوني نومونه، که یوخوا د ټاکنیزو ګټو لپاره ترسره کیږي، خو په لویه کې د دواړو ډلو د اوږدمهاله موخو خوندیتوب هم په پام کې نیول کیږي!
نظارشورا هم د کرزي دا پیرزوینه او لورینه، بېعوضه نه پریږدي. اریايي بریښناپاڼه کې په خپره شوې یوه څرګندونه کې لولو « احمد ولی‌ ‌یک ماه پیش به تمام کارمندان بنیاد شهید مسعود دستور داده بود تا به زلمی رسول کمپاین کنند.»
په بله پراختیا کې وینو چې زلمی رسول، ولسمشرۍ ته د نورو نوماندانو ترڅنګ په طلوع تلویزیون، په یوه مناظره کې ایران سره په ځانګړو اړیکو ډېر ټینګارکوي او په تېر کې، د کرزي د واکمنۍ لویه بریا له دې هیواد سره د افغانستان اړیکې یادوي او په زیات ټینګار هغه ستايي. همداراز کرزی کله چې امریکا سره د امنتیي تړون د لاسلیک پرسرلالچ کوي، ایران ته بېړنی سفر کوي. کرزی ته په تېرو دیارلس کلونو کې د ایران د ډالرو بې شمېره کڅوړې؛ افغاني چارواکو ته، کابل کې د ایران د سفارت ګواښونه او خرمستۍ؛ د ایران د کلتوري او ژبني یرغل په وړاندې د نظارشورا په خوښه د کرزي ماناوال هرکلی او یا په دولت ، ولسي او مشرانو جرګه کې د ایران د لاسپوڅو په وړاندې د کرزي د واکمنۍ چوپتیا؛ ټول لکه بېلا بېل لښتي د کرزي او نظارشورا د ځانګړوګټو په ویاله کې ورتوییږي.
په دې روستیو کې یو سویسي ورځپاڼه لیکي « با استناد به اظهارات یک مقام امنیتی بلندپایه افغانستان، از گسترش نفوذ ایران بر وزیران و نمایندگان پارلمان افغانستان خبر داده است.»
په داسې حال کې چې کرزی د ایران او نورو په لمسون، امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي او هره ورځ د کوڅې او چوک په سطحه امریکا او لویدیځ ته ښکنځلې کوي، د کرزي ویاند ایمل فیضي په کومه خوله وايي « جای تاسف است اگر ایالات متحده تجهیزات مستعمل نظامی خود در افغانستان را به پاکستان تحویل بدهد » !
ایا دا خپله کرزی نه دی چې پاکستان ته د داسې یوې معاملې لار اواروي؟
لکه د کرزي د دریځ پشان، ټاکنو کې د ډبل عبدالله ویاند اوریا، طلوع تلویزیون سره په مرکه کې وايي، داچې امریکا سره د امنیتي تړون اوملیک ( طرحه ) ښاغلي اشرف غني چمتو کړی، موږ يي متن نه شو منلای او پکې ډېر ملحوظات لرو.
په روستیو کې د ملي ګټو په وړاندې د دواړو خواو په دریځونو کې د ورته والي یو بهیر وینو او د هرې ورځې تیریدا څرګندوي چې په تېر کې هم ددوی ترمنځ د اختلافونو خبره لکه څنګه چې اوریدل کېده، هغسې نه وه او یو ډول زرګري جګړه وه.
که بېرته خپلې پخوانۍ خبرې ته راوګرځو، ضیا مسعو په خپله ټاکنیزه وینا کې، کندهاریان په غوږ وهي چې نظارشورا غواړي کرزیانو سره، افغانستان کې دداسې یوې واکمنۍ بنسټ کښیږدي چې ولسمشر به تل له کندهار څخه وي، خو لومړی مرستیال به يي د دوی د ډلې پشان یو تاجیک وي. ولسمشر به یوازې په خټه او د پښت له پلوه لکه کرزی یا زلمی رسول، پښتون وي خو کارونه او پلانونه به يي د نظارشورا لخوا سمبالیږي. د فرمانونو متن به دوی لیکي ، خو توشیح به يي لکه کرزی، پښتون ولسمشر کوي!
مخکې قسیم فهیم هم په دې اند و چې د نظارشورا د واک لپاره ښه دا ده چې د یوه تاجیک پرځای یو کمزوری، ایجړا او تش په نوم پښتون ولسمشر وي او د ولسمشرلومړی مرستیال دې تاجیک وي. واک به ټول د لومړي مرستیال لکه په تېر تاریخ کې د تاجیکو په لاس کې وي. یوڅو خرڅ شوي پښتانه به په دې خوښ وي چې پښتون يي ولسمشر دی او تاجیک به په دې خوښ وي چې میم زر ټوله زما. د افغانستان نور قومونه او پښتانه پریږده چې وچې شونډې ګرځي!
همداراز افغان دولت به د ایران د ګټو لپاره له لویدیځ او یا بل هر دولت سره چې ایران يي غواړي اړیکې نیسي یا پرې کوي. افغانستان کې به د ایران کلتور او ژبه واکمنه وي او ښايی د دوی ترمنځ داسې پټه پریکړه هم شوې وي چې هیواد به یوازې په نوم افغانستان وي خو په مانا کې به همغه خراسان وي چې نظارشورا يي د غوښتلو لپاره رامنځته کړی شوېده!
داسې ښکاري چې کرزیان غواړي په کندهاري وروڼو سربېره، ټول پښتانه یرغمل کړي او د نظار شورا سره چې له پخوا يي تاجیک یرغمل کړي، په سیمه یزو او نړیوالو لوبو او معاملو کې ددوی پر سر لویه جواري وکړي!
پای