د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاست او د سیاسي خوځښتونو ارزښت

ایمل څړوال 15.03.2014 10:25

په تیرو څو لسیزو کې په شعوري ډول د ځینې بهرنیو کړیو په مستقیمه مداخله او لارښوونه په افغانستان کې ایډیولژیک مرکزونه له منځه یوړل شول، ایډیولوژۍ وځپل شوې، بدنامه شوې او په ایډیولوژیکو مرکزونو کې را ټول شوي او مطرح اشخاص په یو او بل نوم بدنام او منزوي کړای شول.
د ایډیولوژیو ځپلو او بدنامولو د هیواد په سیاسي ډګر کې ستره تشه او ستونزه را وزیږوله، چې په پایله کې یې اوس مونږ مجبور یو د ایډیولوژیو پر ځای په اشخاصو تکیه وکړو، پر اشخاصو بحث وکړو،‌ پر اشخاصو نیوکې وکړو، له اشخاصو سره مخالفت وکړو او له اشخاصو څخه ملاتړ وکړو.

ملي ایډیولوژۍ د ملي او پرګنیزو ګوندونو د زیږیدنې او پرمختیا لامل ګرځي، همدا افغاني سیاسي ګوندونه د واقعي افغاني ولسواکۍ لپاره یوه منطقي او ټولمنلې لار هوارولی شي، دا زمونږ بدبختي ده چې د ایډیولوژیو او د ایډیولوژیکو خوځښتونو د پلانونو، سیاسي تګلارو، کړنلارو او اقتصادي، کلتوري او مذهبي تمایلاتو پر ځای پر اشخاصو را ټول شو، کمپاين ورته وکړو او ملاتړ او ننګه یې وکړو.

په تیرو لسیزو کې،‌ په ځانګړي ډول د غويي له کودتا وروسته په هیواد کې پر اشخاصو تکیه دومره ډیره شوه چې حتی ځینې ایډیولوژۍ، ایډیولوژیک خوځښتونه او سیاسي ګوندونه له خپل محور څخه د وتلو پر لور روان شول، د ایډیولوژیو پر ځای د اشخاصو پر شا اوخوا را څرخیدنه ډیره شوه، ایډیولوژي محوري پر شخصیت محورۍ بدله شوه، اشخاص تر ایډیولوژیو لوړ وګڼل شول، له همدې ځایه د ایډیولوژیو د له منځه وړلو او زوال وخت پیل شو او د ایډیولوژیکو خوځښتونو پر بنسټونو د ځان غوښتنې چینجي ولګیدل.

په تیرو لسیزو کې ولسواک خوځښتونه، کمونیستي ګوندونه، د مذهبي فنډامینټلیزم او پان اسلامیزم فکري خوځښتونه هم له خپلو اساسي تګلارو او تګلورو د شخصیت محورۍ لوري ته په دومره ځغاسته لاړل چې بیرته را ګرځیدل یې ناشونې ښکاري.
دې کار په حزبونو کې دیکتاتوریو ته لار هواره کړه او د ګوند د غړیو ډیره انرژي او فکري وړتیا یوازې د خپل ګوند د مشر د شخصیت د ځلولو او لوړولو، د نورو خوځښتونو د خواخوږو پر وژلو او د مخالفو سیاسي ایډیولوژیو د ځپلو پر هڅو متمرکزه شوه او ولګول شوه، هیواد او ولس ته یې هیڅ‌ هم ونه کړای شول.


فردي سیاستونه ډیرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري او یا یې را زیږوي، د فرد له فوت، بندي کیدلو، ناروغتیا او معیوبیت سره فردي سیاست هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي، پای ته رسیږي او د بیا را ژوندي کیدلو شونتیا یې له هیڅ‌ سره برابره ده، بل دا چې فردي افکار په یوه فرد پورې تړلي وي، د فردي افکارو د ترویج لپاره به ډیر کم او یا هیڅوک هم کار ونه کړي.
افراد په ډیره آسانۍ سره کولای شي خپلو سیاسي موخو ته بدلون ورکړي، سیاسي ارزښتونه بدل کړي او یا یې بیخي پریږدي او له پامه یې وغورځوي.‌
افراد ډیر وخت خپلو ارزښتونو ته د ژمنتیا لپاره ځانګړې معیار نه لري نو ځکه یې پریښودل او له پامه یې غورځول دومره ستونزمن کار نه بریښي.
هغه خلک چې له اشخاصو څخه ملاتړ کوي هم ځان تړلی او پاند نه احساسوي، د شخصي سلیقو، پوهې او شعوري وړتیا پر بنسټ نن له یوه شخص او سبا بیا له بل څخه ملاتړ کوي.

خو په سیاسي او ایډیولوژیکو خوځښتونو کې بیا دا خبره بل ډول ده، سیاسي ګوندونه وار له مخه سیاسي ژمنې، کړنلارې، تګلارې، موخې او موخو ته د رسیدلو لپاره خپلې ستراتیژۍ ولس ته تشریح کوي، او مکلف دي چې خپلو ژمنو او تګلارو ته وفادار پاتې شي، سیاسي خوځښتونه په اسانۍ سره خپلې تګلارې او کړنلارې نه بدلوي او نه یې هم د ځینو منل شویو پرنسیبونو پر بنسټ بدلولای شي، د سیاسي خوځښتونو د کړنلارو د بدلون لپاره د خوځښت د عالي شوری، د عمومي کنګرې او لوړ واکې شوری د اکثریت غړو سلا او هوکړه اړینه ده، خو په فردي سیاست کې کړنلاره، تګلاره او ژمنې په یوه فرد پورې تړلې دي او د حالاتو په کې نیولو سره یې په ډیره اسانۍ بدلولای او یا بیخي له منځه وړلای شي.

په را راوانو ټاکنو کې مونږ د دې ټولو خبرو شاهدان یو، هغه کسان چې په تیرو ټاکنو کې یې له ښاغلي کرزي څخه ملاتړ کولو، د ښاغلي کرزي سره د مخالفت په تور یې خلکو ته بد رد ویل، هغه ته یې کمپائن کول او منډې ترړې یې ورته وهلې اوس یې ملامتوي،‌ مخالفت ورسره کوي،‌ ښکنځي یې او په سیاسي حماقت یې تورنوي، که همدې خلکو او ښاغلي کرزي په یوه سیاسي خوځښت پورې اړه درلودلای د دا ډول اختلاف تصور به هم ناشونی وای، ځکه هم به ښاغلی کرزی او هم به یې ملاتړي (ایډیولژیک ملاتړي) د یوې ایډیولوژۍ او فکري نیږدیوالي پر بنسټ یو بل ته ژمن وای، د ایډیولوژۍ له ژمنتیا څخه بیا دومره په آسانۍ سره نه شوای تیریدلی.
کیدای شي د ښاغلي کرزي پروني‌ ملاتړي او نني مخالفین ووايي چې له ښاغلي کرزي سره زمونږ اختلاف د ملي ګټو پر بنسټ دی، ښاغلي کرزي په تیرو کلونو کې داسې پریکړې وکړې چې هیوادنۍ ګټې یې له ګواښ سره مخ کړې او په حکومت کې یې د وړتیا په ځای ملګرتیا ته ډیر ارزښت ورکړ.
همدا خو په حکومت او دولت کې د ګوندونو او اشخاصو د رول توپیر دی، که د افغانستان حکومت د اشخاصو پر ځای د ګوند په ولکه کې وای نو د خپل سیاسي لیدلوري پر بنسټ به یې پریکړې تر سره کولې، خو بدبختانه افغان حکومت، یا په ټوله کې افغان دولت د اشخاصو او یا د ایډیولوژیو په نامه په شخصي او سهامي شرکتونو وویشل شو، کړنې او پریکړې هم د شخصي سلیقو پر بنسټ تر سره کیدلې، نو ځکه یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وو.
ښاغلی کرزی د ځینو کړیو او مفسدو اشخاصو تر سخت فشار لاندې وو، ځکه یې ونه شو کړای چې په ریښتیني ډول ملي حاکمیت او ملي حکومت را منځ ته کړي، لامل یې دا وو چې ښاغلي کرزي خپل ګوند او سیاسي‌ خوځښت نه درلود، یو شخص وو او هر څومره کسان چې ورسره ملګري وه هغه هم یوازې افراد وه، که شمېره یې هر څومره وه خو په فردي تړاو له ولسمشر سره ملګري وه نه د سیاسي تړاو او فکري ژمنتیا پر بنسټ، که ښاغلی ولسمشر په کوم سیاسي خوځښت پورې تړلی وای نو د دې اشخاصو او کړیو تر اغیز لاندې به نه راتلای، د ولسمشر پر ځای به اړوند سیاسي خوځښت د ټولو فشارونو مخ ته ولاړ وای او ولسمشر به په خلاص مټ توانیدلای وای چې د خپلو سیاسي ژمنو او تګلارو پر بنسټ د شونتیا تر بریده یو ملي حکومت رامنځ ته کړي.

سیاسي ګوندونه او خوځښتونه د خپلو ایډیالوژیو او سیاسي ژمنتیاو پر بنسټ د واک د تر لاسه کولو لپاره د مبارزې تر څنګ د ګوند اړونده غړيو ته په سیاسي او فکري لحاظ روزنه او زده کړې هم ورکوي، همدا سیاسي روزنه د ګوند د غړیو د سیاسي پوهې او شعوري ویښتابه بنسټ ګڼل کیږي‌ او د واک په مهال د سیاسي زغم، متوازن سیاست او د پریکړو د پلي کولو وړتیا وربښي.

فردي سیاست او یا په بله وینا سیاسي افراد نه شي کولای وګړي په اسانۍ سره وروزي او د سیاسي شعور په لوړولو کې یې رغنده رول ولبوي.
سیاسي افراد او یا فردي سیاست به هرومرو په ځینې کړنو او پریکړو کې د نورو افرادو او کړیو تر ژور اغیز لاندې راځي، له فردي سیاستونو سره افراد یو ځای کیږي، او افراد یوازې د فردي کړنو لامل ګرځي، ګوندي سیاست ځکه بریالی ګڼل کیږي چې هلته افراد د یوې سیاسي ژمنې، تګلارې او کړنلارې او فکري نیږدیوالي پر بنسټ سره راټول شوي وي، موخې مخکې له مخکې ټاکل شوې وي او موخو ته د رسیدلو لباره ستراتیژۍ او لارې هم مخکې له مخکې ټاکل شوې وي، نو د ګوند هیڅ‌ غړی نه شي کولای له هغه ټاکل شوې ستراتیژۍ او لارې پښه واړوي، نو ویلای شو چې ګوندي کړنې او‌ پریکړې فردي نه وي، بلکه په یوه ځانګړې فکري او شعوري کتلې پورې اړه لري، کړنې او پرېکړې په ډلئز او ګروپي ډول تر سره کیږي او د یوه ټیم په واسطه پلې کیږي.

په هیواد کې د ژمن او ریښتیني افغاني سیاسي خوځښتون او ایډیولوژیک او فکري مرکز د را منځ ته کولو لپاره نه ستړې کیدونکې مبارزې ته اړتیا ده، د ولس سیاسي او فکري شعور باید دې کچې ته ورسیږي چې د افرادو او سیاسي خوځښتونو تر منځ توپیر وکړای شي‌ او د هیواد د ښه راتلونکي لپاره د اشخاصو پر ځای په سیاسي او ایډیولوژیکو بنسټونو اتکا وکړي.
ځکه د اشخاصو له مرګ سره فردي سیاست او فکر هم مري، خو د سیاسي خوځښتونو د مشرانو له مرګ سره سیاسي خوځښت او شعور له منځه نه ځي، بلکه بیا به هم د ټاکل شویو او منل شویو تګلارو او کړنلارو پر مټ به پر مخ ځي.

د را روانو ټاکنو نیږدې ټول غړي له کوم سیاسي او فکري خوځښت پرته ټاکنیزو سیالیو ته راوتلي، که کوم یو یې په سیاسي ګوند پورې اړه هم لري هغه ګوند یې د شعوري سیاسي مرکز‌ په ځای د خپل ځان شا اوخوا را څرخولی او شخصي دوکان یې ترې جوړ کړی، لکه ښاغلی سیاف او یا یې ګوند په شپیتو ټوټو ویشل شوی او هره ټوټه او ډله یې له بیلو، بیلو نوماندانو ملاتړ کوي، لکه د ښاغلي هلال ګوند.

په نوماندانو کې یوازې ښاغلي اشرف غني ته یو څه سترګې ور اوړي‌، خو هغه هم کوم سیاسي فکري او شعوري خوځښت نه دی را منځ ته کړی، که نورې ډلې او افراد له ښاغلي اشرف غني څخه ملاتړ هم کوي د خپلو ګټو پر بنسټ ورسره یو ځای شوي،‌ خپلې ګوندي، ګروپي او فردي ګټې یې په پام کې نیولي، کیدای شي د ملي ګټو پر بنسټ به هم ورسره خلک یو ځای شوي وي خو بیا به یې هم برداشت فردي وي، خو ډیرې به یې د خپلو ګوندي، ټبري او فردي ګټو په پار ورسره په یوه لاره روان وي، لکه ښاغلی دوستم چې د خپل ټبر لپاره په راتلونکي دولت کې د سترې ونډې د تر لاسه کولو او مطرح کیدلو په نیت ورسره یو ځای شوی، دې کار د ښاغلي اشرف غني سیاسي دریځ ته یو څه زیان هم اړولی، په افغانستان کې بیا په ځانګړي توګه په سویلي او سویل ختیځ کې دوستم په شپیتمو او اویایمو کلونو کې د ولسي وګړو په وژنه او بیا په اتیایمو کلونو کې په بلخ او کندز کې په ډلیزه توګه د طالب زندانیانو په وژنه او شکنجه مجرم ګڼل کیږي، په ختیځ کې بیا ظاهر قدیر ترې ملاتړ کوي، ظاهر قدیر چې تر پرونه د ډاکټر صیب غني‌ ملاتړو د هغه د کړنو پر بنسټ ملي ګټو ته د زیان اړونکي په نامه یادولو اوس پټه خوله دي، دا ځکه چې ښاغلی اشرف غني په تیره لسیزه کې ونه توانیدلو چې یو فکري او روزنیز ښوونځی او ایډیولوژیک مرکز را منځ ته کړي تر څو ځوانان پکې وروزي او د خپل سیاسي لیدلوري د پلي کولو او ترویجولو لپاره د تګلارې او کړنلارې پر بنسټ سیاسي ژمنتیا را منځ ته کړي او پلویان د یوه منل شوي تړون پر بنسټ‌ له ځان سره یو ځای کړي.
دا سمه ده چې د ښاغلي اشرف غني ځوان پلویان به د ښاغلي غني د افکارو او ایډیولوژۍ سره په شعوري ډول او پوره ژمنتیا یو ځای شوي وي،‌ خو که خدای مکړه سبا ډاکټر صیب غني د ځینې کړیو، اشخاصو او ګروپونو تر فشار لاندې ناسمو پریکړو ته اړ شي نو دا ډاډ بیا نشته چې پلویان به یې ورسره په همدې کچه ملاتړي او ژمن پاته شي، خو که ډاکټر صیب غني د یوه خوځښت په را منځ ته کولو بریالی شوی وای دا خبره به بیا د اندیښنې وړ ځکه نه وه چې د فشار د زغم لپاره به یې سیاسي ګوند او یا شعوري او فکري بنسټ اوږه ورکړې وای او ښاغلی غني‌ به له هر ډول فشار څخه په امن وای، په خلاص مټ به یې د خپلو پالیسو او ارزښتونو پر بنسټ پریکړې کولای او ملي ګټې او ارزښتونه به یې تر ډیره خوندي کړي وای.

راتلونکې ټاکنې چې هر څوک ګټي باید د سیاسي فشارونو د تحمل او سیاسي ټیکاو د رامنخ ته کیدلو لپاره د یو سیاسي، فکري او شعوري مرکز په رامنځ ته کولو ته مټې را ونغاړي تر څو خپل ملاتړي په یوه متقابله سیاسي ژمنه او تعهد له ځان سره ملګري کړي.

د هوسا، پر ځان بسیا او خپلواک لوی افغانستان په هیله.