د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزوړ امام زړې تراویح

محمود نظری 10.03.2014 11:43

طنز
 محمود نظری
زوړ امام زړې تراویح د
مشر ځي  په تخت یې شخړه ده د غلونو زامنو
هغه چې  غله غدویې کړه  ددې هیواد له تالیمنو
  لیوان، ماران ، لړمان ،غنډلان یې  دومره ډیر کړه
 ولس یې اوس نه پوهیږي  چندان په اثر   دنیښونو

طنز

 محمود نظری

 

زوړ امام زړې تراویح د

 

مشر ځي  په تخت یې شخړه ده د غلونو زامنو

هغه چې  غله غدویې کړه  ددې هیواد له تالیمنو

  لیوان، ماران ، لړمان ،غنډلان یې  دومره ډیر کړه

 ولس یې اوس نه پوهیږي  چندان په اثر   دنیښونو

دا ټاکنو کیسه هغه کیسه ده د لیوه او پسونو

یو پسه له مرۍ نیسي بل دپښو او بل له لاسونو
دپوخ ښکاري ډول ډول وي لومې او دامونه
ښکار نیول غواړې څه بندوي په پښو یا سرونو
پام یوه غولن ته په مسکا،کوربه کیږې د لیوانو
ټوله تړلي دي د یو بل سره په کولمو او جیبونو
عدالت او پشرفت ،قانون ،رفا اوتداوم
دا ګڼله یو یې نه پوهیږي په مانا ددې وییونو
زلمی ، ارسلا، عبدالله ،غنی او رحیم به
آخر خړي سترګې ناست وي دیوبل ترڅنګونو
دهر یوه په ټاکلو دا ټوله بیا واکمنان کیږي
دا ټوله دارګ د ماڼۍ دي له رنګارنګو ګلونو
زما خبره به دی هغه وخت په یاد سي
چې کابینه جوړه سي وروسته له ټاکنو
بیا به همدا خړ والي اوبرګ وزیر وي
دریشی به ځای ونیسي ځای د چکمنو
همدا چې دنیا په جنګ کې په تامني ټاکنې
پوه سه د نړیوالو موخه ده زموږ د غولونو
اخیر به خړ و برګ برګ و ټګ ته تیر سي
دا ټوله ددې نظام دي دژړ غوڼو بد شګونو
که یو ته کرار ګوته ورکړې د پخواني خیانت
ټوله به پام وکړي په خبرو کي په خپلو کونو