د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک ټاکی زموږ آغا لالا(؟!)

محمود نظری 01.03.2014 20:58

طنز
 څوک دی ټاکونکی ددې ښو اوبوزونو؟
ولي خیال کوي په مرییانو د خیالمنو
که رښتیا څوک زموږ په رایو پاچا کیږي
بل ته ولي واک ورکوي زموږ د قتلونو
د دیموکراسۍ په کوز ولي پټوي  اشغال 
  په اشغال کی کوم خر اعتبار کوي په ټاکنو

طنز

 

 

 څوک دی ټاکونکی ددې ښو اوبوزونو؟

ولي خیال کوي په مرییانو د خیالمنو

که رښتیا څوک زموږ په رایو پاچا کیږي

بل ته ولي واک ورکوي زموږ د قتلونو

د دیموکراسۍ په کوز ولي پټوي  اشغال 

  په اشغال کی کوم خر اعتبار کوي په ټاکنو

ولي ما غولوې چې زما دی دا ټوله اختیار

هرڅوک پوهیږي دا واک دی داهریمنو
یو هم ځان نه ټاکي دولس د چوپړ لپاره
ټوله غم اخیستي د ډکولو د سندوکونو
دتمویلونکي داسې کاندید په کار دی
چې په رتبه کې لوړ وي له ټولو خاینینو
چې یې دحیا ټنی نه لرلې په نظام کې
وه غله له د وزیر انو ،والیانو او مشاورینو
هغوی چې ښه پوهیږي په خیانت اوتداوم
ولس به بیا ورست کړي د هغوله تربختونو
لوی لالایې ټاکي وا یي خلکو یم ټاکلی
بې اثر وي هر ډول زهر دکورني دښمنو
***
راځی له بده لا برتر خپله موږ پیدا کړو
چې ناروغي دکرکې ډیره ولري د قومونو
ډیر یې فساد کړی وي ډیره غلا او وژل
ډیر چاغ سوی وي دخیانت په ویټامینو
دفساد سرطان یې ټوله رګونه وي نیولي
شیطان یې غرورته شا ګړولی وی د غوږونو
وبه ښیو دنیا ته موږهم خاین ټاکلی سو
لاندې خو به و هغه زموږ دجنترمنترونو
زړه به مو درد نه کوي چې مشر بل ټاکلی
خپله مو ټاکلی که څه دی له لویو خاینینو
داچې هم مردار خوروي هم ټاکلی و ي بل
داسې ملت خپله ګڼل کیږي له پسکاونو
که چا ونه منلې موږ سره داسې ټاکنې
موږ هم مشر نه غواړو له دې ټولو ژاولنو
راځي جرتک ورکړو دنیا ته په دې ټاکنو
بایکات وکړو وایو نه غواړو یو له دې دوړنو