د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوزخ دروازه ( Hells gate):

خان ولي کامران 27.02.2014 10:39

د فبرورې میاشتي په ۲۲ نېټه د کینیا د نېواشا (Naivasha) په نامه سېمي ته له خپلو ملګرو سره له خواږه خوبه پورته او په موټرو کې پورته شو تقریبا تر یادې سېمي پورې د درې ساعتونو په شااوخوا کې لاره وه ټوله لاره په شنو ونو پټه وه تا بل ویل چې زه په یوه بڼ کې روان یم خو په لاره کې د شنه چاپېریال، باغونو، ځنګلونو او شنو کروندو د ښکلا ننداره مو کوله چې یو نیم ځای مو پکې یادګاري انځورنه هم اخېسته چې د طبیعت د ښکلا استازیتوب یې کاوه چې متاسفانه موږ په خپل هېواد افغانستان کې د طبیعت له ښکلاګانو څخه د وخت واکمنو محروم کړي یو.
c، د دوزخ دروازه د نېواشا جهیل جنوب لورې ته واقیع ده چې دغه ملي پارک ته د ننوتو په دروازه کې له بهرنیو سیلانیانو څخه دیرش امریکایې ډالره او د داخلي سیلانیانو څخه د لسو ډالرو په شااوخوا کې اخلي ترڅو دننه له پارک څخه لیدنه وکړي.نو موږ هم د نوم په اوریدو سره تلوسه ډېره شوه او د یاد پارک لیدو ته ورغلو نو کله چې پارک ته دننه شو نو په پارک کې پیاده تګ، اس سپریدل، په لوړو ډبرینو غونډیو ختل، کمپینګ، چاپی کول، د الوتونکو لیدل، انځورونو اخېستل، د وحشي حیواناتو منظره کول او باسیکل سپریدل یې له عمده فعالیتونو څخه دي، په یاد پارک کې د ۱۰۰ په شااخوا کې د الوتونکو او وحشي حیواناتو ډولونه موجود دي چې عمده یې ایګلز(Eagles)، اوګور بزرد(augur buzzard)، وحشي افریقایې غوا، وحشي خر، افریقایې مېښه، غزال او نور موجود دي.
سنو ددغو حیواناتو له نندارۍ وروسته چې دغه پارک ته یې ددوزخ دروازی نوم ورکړي هغه سېمي ته لاړو هغه سېمه په یو ځنګله کې پټه ده چې په منځ کې یوه ژوره ډارونکې ویاله ده چې تقریبا د لسو څخه تر پنځلسو مترو پورې د ځمکې له سطحی څخه ژوروالی لري نو په دغه ژوره ویاله کې سیلانیان پیاده ځی ترڅو ځانونه اخری نقطي ته ورسوی چېرته چې د دوی په وینا شیطانان سره راټولېږي نو په لاره کنډي کپري هم موجود دی چې ځینې خلک او په ځانګړې توګه میرمني ورڅخه په سختۍ تیریدلي ددغی ژورې ویالي د جوړیدو له امله په یاد پارک کې د اور غورځوونکو سېمو موجودیت دی په ځینو ځایونو کې کومې لږي اوبه چې د ا فشار په توګه رابهیدی زیاتي ګرمي وي او لامل هم په ځمکه کې د اور غورځونی موجودیت ښودل شوي دي نو موږ چې کله له دغه سېمي څخه لیدنه کوله نو یو لوی ارمان د خپل هېواد په اړه راغی چې کاشکي زموږ په وطن کې هم امن او سوله وي نو دغسي په سلګونو ځایونه په هر ولایت کې موجود دي یانې کینیا له دغه پارک څخه چې هسي یوه ځنګلي سېمه ده دومره ګټه پورته کوي چې میاشتنې عواید یې تر یو میلون امریکایې ډالرو پورې رسېږي نو که زموږ په هېواد کې د کونړ ځنګلي سېمي، نورستان غرني او ځنګلي سېمي، ننګرهار سپین غره ځنګلي سېمي، د پامیر غرونه او نور وکتل شي سل ځلی ددغه ډول ملي پارکونو څخه غوره او بهتره دي نو که په افغانستان کې امن او سوکالي راشي نو له دغو سېمو څخه یوازي د سیلانیانو له برکته به میلونونو ډالر عواید د افغانستان بودیجی ته راشي او له بلې خوا په سلګونو خلک هم ورسره مصروف وي نو په همدې چورتونو کې ډوب ووم چې له دوزخ دروازي څخه بېرته را ووتم.