د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان سیاسي وضیعت او راتلوونکي

خان ولي کامران 24.02.2014 18:59

که څه هم افغانستان اوس مهال له تاریخي پړاونو تېرېږي خو د برحال حکومت اوسني سیاسي وضیعت زما په څېر له ګڼو نورو خلکو سره هم د راتلوونکې په اړه ګنې اندېښنې را پورته کړي دي خو ورسره په خوا کې یو څه د راتلوونکې لپاره هیلي هم موجودي دي چې موږ به هڅه وکړو په دغه لنډه وړه موضوع کې ټولو خواو ته ځاي ورکړو.
په دغه روان عیسوې کال کې د افغانستان د حکومت سیاسي وضیعت ګڼو خلکو ته د اندېښنې سبب شوي ځکه چې افغان حکومت نشي کولای خلکو ته د راتلوونکې وضیعت په اړه ډاډ ورکړي ځکه افغان حکومت د کور دننه سربېره ، ګاونډیانو او له نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر په کشمکش کې دي ځکه چې نړیوال ځواکونه غواړې د روان عیسوي کال په پاې کې خپل ماموریت پای ته ورسوی او د افغان حکومت سره د یوې امنیتي موافقي په صورت کې یو محدود شمېر سرتېری پرېږدي چې هغه به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز سربېره به په سېمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي خو افغان ولسمشر حامد کرزی په دې اند دي چې په افغانستان کې د سولي په نه موجودیت کې دغه ډول امنیتي موافقي له بحرانه پرته نور هېڅ هېواد ته نشي راوړلي نو په همدې خاطر له امنیتي موافقي له لاسلیک کیدو څخه ډډه کوي او په خپل دریځ کلک ولاړ دی چې په کور دننه له د دولت له ولسوالو مخالفینو ( طالبانو) او یو شمېر محدود سیاسي څېرو پرته د ولسمشر ددغه دریځ په اړه مخالف نظرونه لري او وایې له امریکا سره د افغانستان امنیتي موافقه د هېواد په ګټه ده چې ګڼو سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو، سوداګرو ټولنو، نړیوالو دیپلوماتانو او د ولسمشرۍ راتلوونکو ټاکنو یو شمېر کاندیدانو هم ویلې چې د بریالیتوب په صورت کې به دغه موافقه لاسلیک کړي او نړیوالو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو، اروپایې ټولنې، ناټو، برتانیاویانو او یو شمېر نورو پر افغان ولسمشر هم خپل نهایې فشارونه زیات کړي دي چې دغه موافقه مخکې له ټاکنو څخه لاسلیک ترڅو دوی په افغانستان کې د وتوونکو سرتېرو د مهال ویش په اړه خپل پلانونه جوړ کړي حتي ولسمشر یې ګواښلي هم دی او د ناټو منشي اندرس فوګ راسموسن خو ویلي ( ولسمشر کرزي له اور سره لویې کوي) له بلې خوا افغان دولت د دولت له وسلوالو مخالیفنو سره په پټه توګه خبري پیل کړي دي ویل کېږي په دوبۍ کې د طالبانو له یو شمېر استازیو سره د افغان دولت د سولي شورا استازو خبری کړی چې دغه حالت هم نړیوال اندیښمن کړي او په داخل کې یو شمېر مخالیفتونه هم موجود دي خو افغان دولت وایې دوی به د مخالفتونو سره سره خپلو کارونو ته دوام ورکوي داچې په هېواد کې دغسي نازک سیاسي حالت رامنځ ته شوې نو له ډېرو خلکو سره اندېښني هم را ولاړې شوي چې ګنې افغانستان به د نوېمو لسیزو کورنیو جګړه یزو حالاتو ته ور وګرځي چې موږ دغو اندېښنو ته په لاندې توګه یو څه اشاره کړې ده.
1. سیاسي اړدوړ: نو له ځینو خلکو سره داسي اندېښنې دي چې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته او له امریکي سره د امنیتي تړون په نشتوالي کې به افغانستان د نویمو لسیزو کورنیو جګړو ته ور وګرځی، ځکه په راتلوونکو ټول ټاکنو کې تر ټولو کړکېچن لامل د واک سیاسي لېږد کې دی: ایا په راتلونکي حمل (وري) میاشت کې به ټاکنې هغهسې رڼې او ازادې وي، چې د زیاترو افغانانو د خوښۍ لامل به وګرځي؟ د افغانستان د ټاکنو په اړه باید ډېر له پامه کار واخلو، د دغو ټاکنو پربنسټ د افغانستان ټیکاو تړلی دی – نه دا چې د طالبانو بریدونه کم او زیات او یا د امریکايي پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر مهم وبلل شي. په دې کې هم شک نه شته، چې ولسمشر حامد کرزی دا ځل ټاکنو ته د درېدو حق نه لري نو د ولسمشرۍ له یوولسو کاندیدانو کوم یو غوره او د خپل ځان د ملاتړ جوګه وبولي. کرزی شاید هغه کاندید غوره وبولي، چې د ده او د کورنۍ ملاتړ یې وکړي، او د فساد دوسیې پسې راونه باسي. حامد کرزي شاید خپل ورور قیوم کرزي او یاد د بهرنیو چارو مخکني وزیر زلمي رسول ته ډېرې سترګې ور واوړي چې یې ملاتړ وکړي.

2. اقتصادي بحران: په هېواد کې ګونګ سیاسي حالاتو او له متحده ایالاتو سره د امنیتی موافقي په نه درلودو سره شاید ځېني پانګوال له هېواده پښي سپکې کړي ځکه د راتلوونکو لپاره ځان او پانګونه په یو ډاډمن حالت نه احساسوي نو دوی کوښښ کوي خپلې سرمایې له هېواده وباسي. د افغانستان سوداګرۍ خونې ویلي دي، د کابل او واشنګټن امنیتي تړون لاسلیکول ځنډول د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د پانګونې بهیر په ټپه ودریږي. دغه بنسټ وايي له ناڅرګند راتلونکي ډار اود نویمو کلونو ترخې تجربې هغه څه دي، چې له پانګوالو سره يې اندېښنې پیدا کړې دي پانګوال زړه نازړه ،او د راتلونکي په اړه اندیښمن دي،په افغانستان کې د پانګونې په اړه ډاډه نه دي،که په دغه هېواد کې د تاریخ ترخو تجربو او په ځانګړي ډول د وروستیو دوو لسيزو تجربو ته وګورو، د ډاکټرنجیب حکومت تر نسکورېدو او د مجاهدینو تر راتلو وروسته چې پانګوالو او سواداګرو ته کوم زیانونه واوښتل، ویره ده چې د امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو اود بهرنیانو د وتلو په حالت کې بیا تکرار نه شي.
3. بې روزګاري: د اقتصادي بحران په رامنځ ته کیدو او د نړیوالو مرستندویو ټولنو د کارونو په ودریدو سره د خلکو د بې کارۍ کچه لوړېږي، پانګوال خپلي سرمایې وباسي ، سوداګریز کارونه کمېږي او فابریکې تړل کېږي په دې سره زیات خلک بې کاره کېږي او بې کاري د هېواد د سیاسي ثبات ننګوي ځکه بې کاره او بې روزګاره ځوانان د ډېر لږ څه په بدل کې هر ډول کارونو ته لاس اچوي چې هغه د هېواد او سېمي لپاره یو لویه ننګونه ده. په هېواد کې سر له وړاندې هم د کارونو د نشتوالي له امله د فقر او غربت کچه لوړه وه او حتي څه موده وړاندي د خوست ولایت مسولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي هم ول په دغه ولایت کې د نړیوالو ځواکونو د بیارغوني د ولایتي ډلي د کارونو د دریدو له کبله په زرګونو کسان بې کاره شول چې د ولایت لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه بلل کیدای شي همدارګنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بیارغوني د ټیمونو د کارونو د دریدو او د ځینو نړیوالو مرستندویو ټولنو د پروژو د دریدو له کبله زیات خلک بې کاره شوي دي او دغه لړۍ د نامعلوم راتلوونکي سیاسي وضیعت په راتګ سره کیدای شي نوره هم لوړه شي.


هیلي او وړاندیزونه:
افغان حکومت باید ولس ته په ښکاره ټکو کې د امنیتي تړون د موافقي ګټی او زیانونه تشریح کړي ترڅو ولس له اندېښنو وژغورل شي او زه هم د ولسمشر کرزی دغه دریځ تاییدوم چې امریکا باید موږ ته د سولي تضمین راکړي ځکه دا درې لسیزي د همدغو لویو زبرځواکونو له لاسه موږ په سره تنور کې شپی ورځی تیروو، جنګ ، ټوپک ، مرمۍ، اور پردۍ خو د سون لرګي یې افغانان دي نو په افغانستان کې د سولي او ثبات په نه شتون کې هر ډول موافقي د هېواد په ګټه نه دي نو موږ چې راتلوونکې ته یو څه هیله من یو هغه په دغو څو دلایلو سره:
1. د را روانې ټاکنې که رڼي او شفافي ترسره او کومه ستونزه رامنځ ته نشي او داسي کس د ټاکنو په پایله کې غوره شي چې هغه هېواد او ولس ته په خپلو ژمنو کې ژمن پاتې شي نو کیدای شي هېواد له روانو سیاسي او اقتصادي بحرانونو څخه یوې څنډې ته کړي او له ولس څخه هم هیله لرو چې په ټاکنو کې د ولاړو یولسو کاندیدانو برنامي، پلانونه، ستراتیژيانې او عمل وګوري او بیا له هغې وروسته د رایې ورکولو پرېکړه وکړي زه نه غواړم د کوم کاندید نوم واخلم خو باید موږ بیداره او ولس ته داسي کاندید په ګوته کړو چې هغه په هر لحاظ په تول پوره او د هېواد د راتلوونکې لپاره باید د ابادۍ ، سوکالۍ، پوهنې، روغتیا، کرنې، فقر، غربت او نورو برخو کې د اصلاح او پلي کیدو پلانونه په عمل او خپلو خبرو کې ولري.
2. بله لویه هیله مو د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ سبب چې ګرځي هغه ځوانان دي ځکه په سلګونو ځوانانو ددغه لسیزی په اوږدو کې د هېواد دننه او بهر د لیسانس، ماسټرۍ او د ډاکټرۍ په کچه لوړي زده کړي ترلاسه کړي دی او دونیا یې هم ولیده چې خلکو څنګه خپل هېوادونه له ستونزو را ایستلي او د سیالانو په کتار کې ودرولي دي نو زه باور لرم چې دوی به هم وکړای شي د هېواد د ستونزو په له منځه وړلو کې ځوانان پوره مرسته وکړي. څه موده وړاندې د جلال اباد په ښار کې یو شمېر ځوانانو د یوې غونډې پرمهال وویل د ۲۰۱۴ کال په اړه منفي خبرونه ځوانان له خپلو موخو نه شي اړولی او دوی په خپلو وړتیاوو سره کولای شي په هېواد کې چارې سمبال کړي. ځوانان په راتلونکې کې مثبت لوري ته د ټولنې په بدلون کې مهم رول لوبولی شي اوس ځوانان تیار دي چې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې پراخه ونډه او اغېز ولري.

پایله : نو که چېري د راتلوونکو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د راتلوونکې زعیم لپاره ښه پرېکړه ونه کړو او داسي څوک د هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېږي چې هغه د خپل ځان پرته دویم کس هم نشي جوړولي نو راتلوونکې مو کیدای شي تیاره وي او هغه د نړیوالو او په کور دننه اندیښني سمې وخیژي چې د دوه زره څوارلسم کال کې له نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته به د نویمې لسیزی کورنۍ جګړي پیل شي.
نو باید ولس او په ځانګړې توګه لوستي ځوانان د هېواد په راتلوونکې سرنوشت کې له پوره زړورتیا نه کار واخلي او پرېږ نه دي چې هېواد بیا هغه حالات ته ور وګرځي چې زموږ په څېر د لوستو کسانو ځای پکې نه وي.