د امریکا متحده ایالاتو د حکومتدارۍ سیستم
20.02.2014 11:53سریزه:
د امریکا متحده ایالاتو په ۱۷۷۶ میلادي کال د جولاۍ په څلورمه نېټه چې کله د لویې برتانیا څخه خپله ازادۍ ترلاسه کړه نو خلکو یې کوښښ او هڅه پیل کړه ترڅو په هېواد کې یو اساسي تشکل رامنځ ته کړي چې په هغه کې د خلکو د ژوند کولو حق، ازادی اوخوشالي اوسي.
نو دغه اصل په ۱۷۸۸ میلادي کال کې د اساسي قانون په تصویب کې په رسمیت وپېژندل شو، چې تر اوسه پورې د متحده ایالاتو اساسي قانون د فدرال یو ستنه او یو اساس دی چې په هغه کې څو هېوادونه په عمل کې یوځای شول، په داسي حال کې چې د خپلی خاورې د ساتلو حاکمیت د هر هېواد د وګړو حق دی.
ددې لپاره چې د خلکو اطمینان پیدا شي او هیڅ شخص او ډله له اندازي زیات قدرت ونلري، نو بنسټ اېښودونکو د یو حکومت په چوکاټ کې چې په هغه کې د قدرت د پیدا کیدو لپاره، پلي کولو لپاره او د قانون حکمونه چې له یو بل څخه جدا نه اوسي تاسیس کړل. د حکومت هره څانګه باید د قدرت له مخي مساویانه او له نورو دوو برخو سره باید مساوي وي، ریس جمهور کولای شي د کانګرس قانون لغوه کړي، او کانګرس کولای شي چې د ریس جمهور پریکړه تایید او یا رد کړي او هم کانګرس ددې حق لري چې په استثنایې حالاتو کې ریس جمهور له خپل دفتره بهر وباسي او موضوع سترې محمکې ته د لا زیاتو څېړنو لپاره وړاندي کړي نو ستره محکمه کولای شي له اساسي قانون سره په ټکړ کې قوانین وڅیړي او یا د ریس جمهور سره له ملاقات وروسته یې تصویب او بیا مشرانو جرګه یې هم تایید کړي.
ددغه مساوات په رامنځ ته کیدو کې، د اساسي قانون جوړونکي هیله څرګندوي چې هغه فارم چې په دې نوم دې (یو ډېر بشپړ یووالي) د یو دولت دي چې نه یوازې خلکو ته خدمت کوي بلکي همدارنګه د یو اوږده عمر لپارره په نړۍ کې د نورو هېوادونو لپاره یو نمونه هم کیدای شي.
د متحده ایالاتو حکومتي نظام:
د امریکا په متحده ایالاتو کې ریاستي او فدرالي دواړه ګد حکومتي سیستمونه موجودي دي چې د هېواد دننه زیات حکومتي بنسټونه د فدرالي سیستم په اساس رامنځ ته شوي خو په عمومي سطحه یو ریاستي سیستم هم لري چې بهرنۍ نړۍ هم ورته د یو ریاستي نظام فکر ورته کوي ځکه ولسمشر ته یې زیات مسولیتونه متوجی کېږي.
د امریکا متحده ایالات اوسمهال ټول ټال ۱۵ وزارتونه لري چې پلازمېنه یې د واشینګټن ښار دی.
د امریکا متحده ایالاتو چې له لویي برتانیا څخه ازادۍ ترلاسه کړی تر اوسه پورې څلور څلوېښت ریس جمهوران پکې تیر شوي چې لومړنې ریس جمهور یې جورج واشینګټن او وروستنې او برحال ولسمشر یې باراک اوباما دی چې د دوه زره اتم کال د نومبر میاشت په ټاکنو کې بریالی شو چې د دیموکراتانو په ګوند پورې تړاو لري .
باراک اوباما د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنې تور پستي ریس جمهور دی چې پلارنې ټاټوبې یې د افریقا په براغظم کې د کینا هېواد دي. نوموړی د متحده ایالاتو د هاوایې په ایالات کې په ۱۹۶۴ میلادي کال د اګست په څلورمه نېټه زیږدلي دي چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسیدل یې د امریکا په تاریخ یو نوې باب پرانیستي دی ، اوباما واده کړې چې میرمن یې میشل اوباما نومېږي او دوه لوڼې لري چې یوه یې مالیا او بله یې ساشیا نومېږي.
دولت او محلی حکومت دارۍ:
زیاتره امریکایان د فدرالي حکومت په پرتله له خپل دولت او محلي حکومتونو سره زیات ورځني تماسونه لري . د پولیسو دیپارمینټونو، کتابتونونو، او ښوونځيو سره خو زیاتره د دولت او محلي حکومتونو تر نظر او کنټرول لاندې نیول کېږي. هر یو ایالات خپل یو لیکل شوي اساسي قانون لری، او دغو اسنادو ته یې زیات لاس رسی درلوده نسبت د فدرالي حکومت شریکونکو ته. د مثال په ډول الیباما(Alabama) اساسي قانون ۳۱۰۲۹۶ کلمي محتویاتو درولودونکې چې د متحده ایالاتو له اساسي قانون څخه له څلویښت ځلو نه هم زیات دی.
ایالاتي حکومت:
د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخي د لس ځلو کتلو په اساس ټول قدرت هم په فدرالي حکومت پورې تړاو نلری بلکي د دولتونو او خلکو پورې اړه لري. د ټولو ایالاتونو حکومتونو ښودلي ده چې د فدرالي حکومت څخه وروسته حکومت له دریو څانګو څخه جوړ دی چې عبارت دې له ؛ اجرایوی، مقننه او قضایی قوو څخه دي. د متحده ایالاتو دا هغه اساسي قانون دی چې ټول دولتونه له هغه څخه ( دجمهوریت په بڼه) له دولت څخه ملاتړ کوي که څه هم جوړښت یې له دریو برخو څخه جوړ نه وي.
اجراییوي څانګه:
په هر یو ایالات کې اجراییوي برخه د والي لخوا اداره کیږي کوم چې د خلکو د رایو پواسطه ټاکل کېږي. په زیاتره ایالاتونو کې نور مشران هم د اجراییوي مشر په ډول د رایو پواسطه مستقیم ټاکل کېږي لکه مرستیال والي، لوی څارنوال، دبهرنیو چارو دیپارمینټ او حساب اخېستوونکې او مامورین. هر ایالات خپل حقه حقوق په هر صورت کې چې دوی ته جوړ شوی په ترلاسه کولو کې ځنډ نکوي، که څه هم د اجراییوی جوړښت له مخي یو له بل سره توپیر لري. په هیڅ ډول دوه ایالاتونه په اجرایئوي برخه کې یوشان نه دي.
مقننه څانګه:
په ټولو پنځوسو ایالاتونو کې مقننه قوي د خلکو لخوا د ټاکل شوو استازو لخوا جوړي شوي دي، کوم چې د والي لخوا مطرح شوی مسایل وکیلانو ته ورپیژندل کېږي او وکیلان قانوني بڼه ورکوي کوم چې به په راتلوونکې قانون وي. مقننه قوه همدارنکه هم د ایالات لپاره بودیجه تصویب او هم د مالیاتي قوانینو دوسیی او مقالي څېړي ترڅو د یو شفاف سیستم په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي چې د دولت د دریو قوو ترمنځ د فدرالي سیستم هنداره او مخنیوي وشي ترڅو له هغوي څخه کوم یو له قدرت څخه ناوړه ګټه پورته نکړي.
په استثنا دیو ایالات څخه چې هغه نبرسکا ایالات دی، نور ټول ایالاتونه د دوو مقننه قوو درلودونکې دي چې له دوو مجلسونو څخه جوړ شوي کوچني خونه مشرانو جرګه او لویه خونه ولسي جرګه ده. دغه دواړه خوني په ګډه دولتي قوانین جوړوي او نور هم په دولت پورې تړلي موضوعات تر کار لاندې نیسی. ( نبرسکا یوازینې ایالات دی چې تنها په مقننه قوو کې د یوې مقننې خونې درلودونکې دی) کوچنۍ خونې مقننې قوي ته مشرانو جرګه (سنا) وايې چې په عمومي توګه د زیات وخت یانې د څلورو کلونو لپاره خدمت کوي او لویه خونه چې موږ ورته ولسي جرګه وایو استازې یې د لنډي مودې لپاره نسبت مشرانو جرګي ته یانې د دوو کلونو لپاره خدمت کوي.
قضایې اوعدلي څانګه:
د ایالاتونو قضایې او عدلي برخي معمولا د سترې محکمي لخوا رهبرې کېږي، کوم چې د ایالات د سترو محکمو د لاندینو محکمو عرض پاڼې اورې. د سترې محکمي جوړښت او قضایې مهال ویش/ ټاکني او نورې قانوني دوسیی او د ایالات اساسي قانون تعینوي. ستره محکمه زیاته پاملرنه د قانوني تیروتنو اصلاح ته کوي کوم چې د لاندینیو محکمو لخوا جوړ شوي دی او اخیستل شوی خو ازمویل شوي نه دي. د ایالات په سترو محکمو کې اصول او مقرارت جوړ شوي چې هغه په عادي او یا اجباري ډول دي، په داسي حال کې که کوم سوال مطرح شي د متحده ایالاتو د اساسي قانون د سلسلي په اساس ، نو هغه موضوع به په مستقیم ډول د متحده ایالاتو ستري محکي ته وړاندي کېږي.
نیویار ښار یوه برخ
محلي حکومت:
په محلي حکومتونو کې په عمومي ډول دوه نهادونه شامل دی، چې د کليو او والسوالیو په نوم په الاسکا ، لسوانیا او نورو ښاروالیو ، ښارونو او بازارونو کې پيژندل کېږي. ولسوالي په دوو کوچنیو بازارونو باندې ویشل شوی. ښاروالۍ کولای شي په مختلفو جوړو شوو لارو د ایالات اساسي قانون تعریف کړي چې په مختلفو حالاتو کې هغه ویلی شي بازارونه، قریي، محلي، ښارونه او بازارونه . همدارنګه د ولسوالیو مختلف قسمونه جوړوي چې زیاتي څانګي په محلي حکومتونو کې د والسوالیو او ښاروالیو له پولو نه وتلي دی ، لکه د مثال په توګه د ولسوالۍ ښوونځي او یا د اور وژنې ولسوالۍ.
د ښاروالیو حکومتونه په ښارونو ، بازارونو، کلیو( له الاسکا پرته)، قریو او کوچنیو بازارونو پورې تړاو لري- یا په عمومي ډول د نفوسو د مرکزیت په اساس تنظیمېږي او د زیاتو لاملونو له مخي د جغرافیوی جوړښتونو له مخي د متحده ایالاتو لخوا پېژندل کېږي ځکه په ځېنو ایالاتونو کې زیات نفوس او په ځینو کې کم اوسي د مثال په توګه په نیویارک او لاس انجلس ایالاتونو په میلونونو کسان او په جنکینس ایالات کې ۲۸۷ کسان اوسیږي.
ماخذونه:
• www.whitehouse.gov/our-government
• www.bbc.com/
• نوري خوري لیکنې