د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه د ټولټاکنو پلويتوب کوم خو !

پښتون زوی 20.02.2014 10:48

پخوا به واکمنان يوازي سلطانان وو باچاهانو او درباريانو به له سياسي نظريو سره سخته دوښمني پالـله،نو له همدې امله به لويو پوهانو او فيلسوفانو د سياست په اړه يوازي سياستنامې ليکلې چي باچا برابرئ(عدالت)ته را وه بولي،خو بيا هم په افغانستان کي نوري نړۍ ته ښه حال وو ځکه جرګو اومرکو د ټاکنو لپاره خلګو ته د خپلي خوښۍ زمينه جوړه کړې وه .

له ډول ‌ډول دولتونو، تودو او سړو ګاللو سره يو وار بيا افغانان دي ته جوړ سوه چي په ټاکنو کي خپل برخليک وه ټاکي خو:

۱ :د نيواک تر څنګ د بهرنيو ځواکونو په سته والي کي ټاکني يو فرمايشي بڼه لري، نه ملي کرکټر او يا هم داولس د پاره، نو د ټاکنو داسي بڼه نا اولسي،نا افغاني او د بهرنيانو در سيوري لاندي تر سره کيږي.

۲:خلک بايد پدې پوه وي چي زما ټاکنه زما برخليک ټاکي،نه لکه موږ چی په يوه ډوډۍ يا څو سوه افغانۍ رایه خرڅوو؟

۳:ګوندونه او کانديدان بايد لږوي (دوه يا درې)تر څو هر ګوند ډېر پوهان جذب کړي، پدې سره به د ګوند محور فکر وي نه شخصيت يا مشرتابه،د بېلګې په ډول موږ دا وخت يوولس ۱۱ کانديدان لرو،په دی کي يوه يوويشت رايي خو لسو شل شل رايې يوړې نو پدې وخت کي خو يوويشت رايې تر دوه سوه ډېري سوي؟.

۴:ديني علماو به خلګو ته د ټولټاکنو په اړه په يوه خوله د ګډون لارښوونه کړي وي.

۵: اساسي قانون پر نوماندانو بيخي لږ شرطونه ايښي چي ډېری نا اهلان لدې ګټه پورته کوي، په اوسنيو نوماندانو کي د ځينو د هيواد ملي ژبه نده زده!! .

۶: موږ ټول پدې اند يو چي د پلانکي کانديد تر شا پلانکی هيواد ولاړ دی ځکه موږ ډېری داسي خلګ پېژنو چي خپلي ماينې لا هم رايه نه ورکوله اما څو مليونه رايي يې وړي وې،لدې څخه ښکاري چي هيوادونه او پيسې يې تر شا نه وي نو رايي له کمه کوي؟.

۷:خلګ بايد ددې کچي وي چي فکر وه نه کړي چي اولسمشر يې رايې طبعي نسي ګټلاي،خامخا به يې په لاسوهنو وړي.

دا مي يو څو هغه نيمګړتياوي يادې کړې چي ټاکني تر پوښتني لاندي راولي، هغه تخنيکي نيمګړتيا لا نوري دي چي له کابله او پنځو شپږو ولايتونو ماسېوا په نورو کي ټاکني کېږي لانه.

پايله:

وايي چي د هري کړني او غلطی پرې کېدنه او تلافي ممکن دی چي وسي خو ټولنېزه غلطی هيڅ جبران او تلافي نه مني،او بايد و سزا ته يې ځان تيار کړو،د بېلګي په ډول که په کار وبار کي څوک تاوان وکړي کېداي سي بله پلا ګټه وکړي او ددې تاوان تلافي په وسي،که په لمانځه کي سړی خطاوزي په سجده سهوه به هغه خطا راوګرځوي،خو ټولنيزه خطا بېله دي چي د هغه مېوه وه خورې بله لار نه لري، نو که موږ بيا هم سر نه خلاصوو او لدې نيمګړو ټاکنو لوي غوښتني کوو نو سبا ته د غوښتنو پر ځاي بايد تر اوسني غوبل لا بدتر غوبل وه غواړو.