د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سم لیکل(رښتين): که اسانه، پاک او اقتصادي ليکل (لېوال(

نور رحمان لېوال 02.02.2014 13:24

هرومرو يې ولولئ، شريک او علمي يې تنقيد کړئ.
تر ټولو وړاندې غوړام ووايم چې ډېرى پښتو ټايپونکي د واټن تڼۍ(Spacebar ) کارولو ته پام نه کوي، کله چې پښتو ليکئ، د کليمو ترمنځ (تر منځ) واټن کارول ډېر اړين دي چې لاندې چارو او لوستونکو سره مرسته کوي. خو د پښتو ډيرى ليکوالان د کليمو ترمنځ واټن ته خيال نکوي (نه کوي). هيله ده لدې ليکنې ورسته يې وکړئ.

رښتين صيب تېروتنو ته ستاسې پام رااړول چې زه يې پپټه (په پټه) سمونه ګڼم او پلاسي (په لاسي) يې کوم د ليکنې ته اړ کړم. نور ښاغلې يې چې په هره موخه کوي، خو لتېرو (له تېرو) څو کلونو راهيسې، کمپيوټري تخنيک کې د پښتو ژبې لپاره (له پاره) پکارکولو (په کار کولو) زما تجربه دا راښي چې که موږ مرکبې کليمې يوځاى (يو ځاى) وليکو دا پښتو سره پلاندې (په لاندې)برخو کې ډېره مرسته کولاى شو.

1- Spellcheck (سمونګر يا املاګر يا ؟) – لبدمرغه (له بده مرغه) تر ننه په پښتو کې جوړ نشو، خو زما خوارئ روانې دي، خنډونه يو بشپر پښتو قاموس(پيوه املا)، مالي او تخنيکي خنډونه دي. د بيلګې په ډول د سمونګر لپاره (زده کړې) دوه کليمې او زدهکړې يوه کليمه ده، چې د سمونګر جوړول اسانه کوي.


2- ماشيني ژباړه – دا چې نن ډيرى پښتانه د ګوګل څخه غوښته کوي او ګوګل پښتو خپله ماشيني ژباړه کې نه ورکوي، دى ته هم لومړى بشپړ پښتو قاموس(په يوه املا)، بشپړ ګرامر، اقتصادي کمزورى بازار چې لبدمرغه د پښتو د وړيا غوښتنې له امله دى دري خنډونه دي. سياسي غوښتنې هم کيداى شي تر شاه وي، ځکه اوس د لويديځ او پښتنو د ګټو ټکر غوندې ښکاري، کيداى شي دوي نه غواړى چې پښتو او پښتانه دې پرمختګ وکړي، کيدايشي ګوګل ته ويل شوي وي چې پښتو ژباړې اسانتيابه نبرابروي. خو تر ټولو اسانه ژباړه به د ماشين لپاره کليمه په کليمه ژباړه وي چې نور ټول ګرامري اصول پرېږدو. اوس د بلګې په ډول که ماشين ژباړي:

زده کړې
زده = learn يا د چانوم کيداى شي
کړې = do يا go away لکه چرګو ته چې وايو کړې.
ماشينې ژباړونکى مجبور دي چې د (زده کړې) کلمې ژباړې لپاره پوره جمله ولولي او بيا يې ګرامرى اوصولو باندې کمپيوټر پوه کړي چې زده کړې Education ته وايي. دا کار ډېر زيات پروګرامينګ، تخنيک، وخت او اقتصاد غواړئ.

خو که زدهکړې وليکئ.
زدهکړې = Education نو هيڅ ستونزه نلري.


3- غږ متن ته – دا چې ماشين غږ واوري او متن وليکي دا اوس عام خبره ده خو پښتو بيا دلته وروسته پاته ده چې لامل يې قاموس او په قاموس کې غږيزه ليکبڼه باندې کليمې او ګرامر کيداى شي.


4- متن غږ ته – دا چې ماشين ورکړل شوي متن ولولي دا اوس عام خبره ده خو پښتو بيا دلته وروسته پاته ده چې لامل يې قاموس او په قاموس کې غږيزه ليکبڼه باندې کليمې او ګرامر کيداى شي، زه يوه بلګه راوړم:

زده کړې: کمپيوټر به لولى zda او بيا kaRe چې داوړه ځان ته خپل خپل غږونه دي نو د ماشين به جلا جلا غږونه وباسي چې کيداى شي د واټن لمخې چې د زده او کړه ترمنځ ده مطلب ورڅخه وانخستل شي.

که زدهکړې وليکئ.
زدهکړې = zdakare يو کليمه به وليکي او يا ولولي، هيڅ ستونزه نشته.


5- د زدهکوونکو (زده کوونکو) سره مرسته: همدرانګه پښتانه چې ليک زدهکوي دوى ته به Spelling چې په پښتو کې عام ندي او بايد عام شي د کليمو په يادساتلو کې اساني راولي، او د نورو ژبو وينکو ته به د پښتو د کليمو په زدهکولو کې مرسته وکړئ.

له تېرو څو لسيزو هغه کسانو چې له ماسره ادبي راشهدرشه (راشه درشه) کړي او يا دنده ترسره کړې، زما ليکنې به په پورتنيو غوښتنو سمبال وې، دوي به سمولې او تر نيوکو لاندې به يې راتللې. کله چې به مې پورتنى مضمون ورته تشريح کړ، ماته به يې ويل چې خلک به وايي پليک نپوهېږي، ما به ورته ويل چې کله ټولنه او حالات بدلون ته برابر نوي نو حوصله به کوي او هر څه به له ځانه پيل کوي او له نن څخه يې ته هم پيل کړه، کور يې ودان ډېرو منلې او په لاندې ډول يې ليکي:

زده کړه = زدهکړه يا ډېر غوره زدکړه ليکي
په کار = پکار ليکي
په دې ورځو کې = پدې ورځو کې ليکي
څوک به دې ووهي = څوک بدې ووهي ليکي
وزیر په پای کې وویل = وزير پپای کې وویل ليکي

کله چې به مې په انټرنټ کې خپلې او د نورو ورته سمونې ليدلې چې رشتين صيب ورته تېروتنې وايي، خداى شته چې ډېر خوشاله کيدم چې نيوکې ورباندې نکېږي او ورو-ورو عام کېږي، خو اوس زموږ تېروتنه دومره عامه شوه چې رښتين صيب يې سمون ته خيال شو، تېره اونۍ مې د دوي لومړى سم لیکل بيا دا دويم سم ليک وليدل نو ځکه مې دا ليکنه وکړه، تر څو پر دى علمي بحث وکړو.

د روانې لمريزې پيړۍ له منځه د ښه ژوند(ښهژوند (ښژوند)) او لاسته راوړنو (لاستهراوړنو(لاستراوړنو)) لپاره په هره برخه کې Simplify, Clarify, & Economize اسانکول، پاکول او اقتصاديکول د پرمختګ لپاره اړين بلل شوي پدېهکله يو انګريزي بلاګ په بل پوسټ کې رااخلم هيله ده څوک يې وژباړئ. برياليو ولسونو د اسانکولو، پاکولو او اقتصاديکولو د فلسفې څخه په ګټه اخيستنې وکولاى شول، په ډېرو برخو کې پرمختګ وکړي. ښه بيلګه يې د جاپانيو پرمختګ په ډېرو برخو کې او په ځانګړى ډول د نړيوال بازار ستره ونډه د موټرو په برخه کې. همدارنګه د ژبو په برخه کې هم ورته سمون په متحده ايلاتو او په ځانکړى ډول په جرمنى کې ډېر پياوړى وه. اوس بايد موږ د پښتو اسانکولو، پاکولو او اقتصاديکولو لپاره هلې ځلې وکړو، نه د زړو رواجونو پاللو لپاره.

پورتنى کارونه چې زه يې يادوم، د اطلاعاتو کلتور او مخابراتو وزارتونو دندې دي چې د بليونونو مرستو او د دولت د بودجې څخه يې بايد په تېرو کلونو کې ترسره کړي او يا اوس وکړئ، خو عجيبه داده چې کله وزيران د دولت لپاره د پښتنو څخه د مخابراتو او رسنيو په برخه کې بېشانه ګټه او ماليي راټولي هغه حق العباد او ورکول يې په پښتنو فرض دي، خو کله چې پښتو او پښتنو لپاره خپلې راټولې شوې د کوم ټولګټې کار لپاره وغوښتل شي، بيا تعصب دي. ځکه چې پښتون دشمنه وزيران په دواړو وزارتونو کې د پښتو او پښتنو حق داسې خوري، لکه د پلار مال يې چې وي. متل دي چې تېروتنه عامه شي هغه دود شي، په افغانستان او پاکستان کې د پښتو او پښتنو حق خوړل اوس نو بشپړ دود شوي.

دا وخت په انټرنټ کې په زرګونو پښتانه يو ډېر غوره وخت دي چې د پښتو د معياريکولو، اسانولو، پاکولو او اقتصادي کولو کې ماسره مرسته وکړئ، تر څو موږ لېوال پښتو تشريحي قاموس، او لېوال پښتو-انګريزي-پښتو ډيکشنرى بشپړه کړو. بيا دا پورتنې ټول کارونه اسانه کېږئ.

www.liwal.com/lq اوس نيمګړى پښتو قاموس پروت ده چې ډيرى کليمې په کې نشته. هر هغه کس چې په لاندې دو پاڼو کې ډېر فعال وه هغه ته به دلته نيغ-پنېغه کارکولو وياړ ورکړل شي.

هر څوک چې په انګريزۍ او پښتو پوهېږي هيله ده لاندې پاڼه خوښه کړئ او د اډمين کيدو لپاره پيغام راکړئ تر څو وکولاى شي چې نوي کليمه د څيړلو او مانا په موخه پوست کړئ.
https://www.facebook.com/pages/Liwal-Dictionary/1417999418439362?ref=hl

او د پښتو تشريحي قاموس لپاره لاندې پاڼه خوښه کړئ او او د اډمين کيدو لپاره پيغام راکړئ تر څو وکولاى شي چې نوي کليمه د څيړلو او مانا په موخه پوست کړئ.
https://www.facebook.com/pages/Liwal-Qamoos/446456862148686?ref=hl