د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترشورا د وکیلانوډیر اعتبار په سپو کیږي

محمود نظری 27.01.2014 17:33

***
تور سپي دټانک په بيه دلته خرڅېږي
سپیان چې وغاپي کاروان ورته دریږي
په افغانانو د سپو ناړي هلته دلته تویږي
اوس ټینګ اقتدار د غدار په سپو کیږي
ځکه تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
دسپو په خوله خواړه نه مرداريږي اوس
خلک واکمن کیږي اوس دسپو په خوله
خلک مړه اوژوندي کیږي اوس د سپو په خوله
اوس ټوله ددنیا دارومدار په سپو کیږي
دلته تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
هر سړی اوس له بل سړي ډیر ویریږي
په تلاشي کله اعتباردسړي ډیرکیږي
اوس توکل یوازې په سپي ډیر کیږي
اوس ان ددنیا کاروبار په سپو کیږي
تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
دلته پاچا هان سپاهیان نه، سپي ساتي
ان د بزرګانو دین اوایمان سپي ساتي
مشران ، بزرګان ان اتلان سپي ساتي
اوس کاروبار د صوبه دار په سپو کیږي
ترشوراد وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
یو مسلمان نه پیدا کیږي چې داکړه وغندي
دسپو پزه کشول په خوړو اوسړوڅپېړه وبولي
ولی ټوله پلاستکی علما داخبره وړه وړه بولي
اوس ډیر شان وشوکت د واکدار په سپو کیږي
ترشورا د وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
نن په خپله کوڅه کې هر عزتمن سپی دی
هر مشر په ډوډۍ د پردی پمن سپی دی
. خډل ، کوټه یاتازی نن ګټمن سپی دي
اوس ټوله ارګه بارګه ددربار په سپو کیږي
تر ملت داستازو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
ښه افغان اوس دسپو احترام کوي .
په یو سپي زوی ، ټول کام آرام کوي
ټوله سپي اوس کارونه د کرام کوي
اوس قدر د ملی غدار په سپو کیږي
تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
پتمن داړل کیږي اوس د سپو په خوله
دسپو په خوله درياب مرداريږي اوس
دربار کله کوي اوس دخپلو سړو په خوله
د مرستیال اعتبار یوازې په سپو کیږي
تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***
افغانه ، اوس دسپي له غپه تښته!
هر چیری دسپيوان له ګپه تښته!
ان دپاپی او کوتری له ترپه تښته!
اوس پرده دبې پرده دار په سپو کیږي
تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي
***