د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جمهور رئیس پیژندنی لپاره پولیګراف ټیسټ ته اړتیاده!

محب الله زهیر 11.01.2014 12:46

ډیری لوستونکی به د پولیګراف ټیسټ سره بلد تیا لری چی دا ټکنالوژی کولای شی د یو شخص څخه د پوښتنو په کولو اوځوابونو په ترلاسه کولو د هغه رښتیا او دروغ معلوم کړی .
په تیرو شاوخوا دولس کلونوکی هم پر افغانستان داسی جمهور رئیس واکمن دی چی تر اوسه یی په پیژندلوکی هم افغانان او هم بهرنیان پاتی راغلی دی .کله چی نوموړی کومه بیانیه ورکړی یا مطبوعاتی کنفرانس ته خطاب کوی نو تر ډیرو ورځو پوری رسنی او کار پوهان د هغه پر څرګندونو تبصری کوی او داچی د جمهور رئیس د داسی څرګندونو څحه مقصد څه دی نو هر سړی یی په خپل تعبیر سره څیړی . ډیر ځله داسی پیښ شویدی چی کله یی څوک د طالب د خواخوږی او یا مستقیماْ طالب بولی ، څوک یی د بهرنیانو پلوی بولی ، څوک یی دافغانانو غمخور بولی ، څوک وایی چی دی دګاونډیو هیوادونو په مشورو کار کوی ، څوک وایی چی دی کومه ځانګړی برنامه نلری او یوازی خپل وخت تیروی اود خپل اوس او راتلونکی په فکر کی دی نه دافغانانو ، څوک وایی چی د سولی لپاره هم کومه قوی اراده نلری او دا د سولی خبری او ورسره دسولی د اوږدی او پیړی عالی شورا جوړول هم یوازی د دی لپاره دی چی یو څو کسان په دی توګه مصروف وساتی . په همدی توګه ویل کیږی چی جمهور رئیس د فساد په وړاندی د مبارزی په برخه کی هم قوی هوډ نلری او داسی نور .
که چیری د جناب جمهور رئیس ځینو خبرو او کړنو ته پام واړول شی لیدل کیږی چی په رښتیا هم د هغوی تګلاره روښانه نه ده . د مثال په ډول کله چی د جمهوری ریاست د دوهم پړاو انتخابات تر سره کیدل نو جمهور رئیس ښاغلی حامد کرزی په خپل مبارزاتی کمپاین کی په قوی توګه دی شعار ته ځای ورکړی وو چی د فساد سره به کلکه مبارزه کوی . دغه راز خلک هم په دی تمه وو چی د ی به د دوهمی دوری په اوږدو کی یو څه د مصلحت پر ځای د جدیت او قاطعیت نه کار واخلی او د فساد د شومی پدیدی په وړاندی به کلکه مبارزه پیل کړی . کله چی جناب کرزی صاحب بیا ځلی جمهور رئیس وټاکل شو نو په لومړیو ورځو کی یی د فساد سره د مبارزی لپاره یوه لویه غونډه جوړه کړه چی د حکومت او دولت لوړ پوړی کسانو پکی ګډون درلود . خلک هیله مند وو چی که خدای کول جمهور رئیس د فساد په وړاندی د مبارزی کلک هوډ لری خو د غونډی په افتتاحیه وینا کی یی وښوده چی داسی کوم هوډ نلری . ده په خپل اند دکابل پخوانی ښاروال «صاحبی» ته چی د دری گونو محکمو له خوا په څلور کاله بند محکوم شوی وو د ټولو ګډون والو په وړاندی برائت ورکړ او د ستری محکمی غړو او رییس ته یی مخ واړاوه او ویی ویل چی صاحبی صایب ډیر پاک انسان دی او د غونډی ګډونوال یی هم مخاطب کړل چی آیا تاسی غواړی چی داسی تور پرتاسو هم ولګیږی ؟ په دی توگه« صاحبی » چی ښکاره د فساد په تور د محکمی له خوا مجرم ګڼل شوی وو بی له مجازاتو دوبی ته ولاړ او خپلی کورنی سره یو ځای شو . په دی توګه هغه کسان چی لږ څه ویره یی په زړه کی پیدا شوی وه چی ګواکی دجمهور رئیس هوډ به په دی هکله جدی وی ، پوه شول چی داسی نه ده او هماغه دیګ او هماغه ټیپر دی او دادی ومولیدل چی د نورو پنځه کلونو وروسته بیا هم نه یوازی فساد سره مبارزه ونشوه او نه کوم لوړ پوړی چارواکی محاکمه نشو بلکی فساد ورځ تر بلی د یوی لویی ستونزی په توګه نور هم په هیواد کی ریښی وځغلولی . دغه راز د ښاغلی جمهور رئیس دریځ د تروریزم په وړاندی هم روښانه نه دی ، د تیرو دوه دری کلونو راهیسی هم د هغه او هم دتش په نوم د سولی د عالی شورا پاملرنه د طالبانو د زندانیانو راخوشی کولو ته اړول شویده چی بالاخره یی هم د پاکستان دزندانونو څخه او هم دننه په افغانستان کی ډیری په جنګی جرایمو ککړ زندانیان راخوشی کړل خو د دی کار نتیجه هم نه معلومه شوه او نه به یی کومه مثبته پایله را برسیره شی . جمهور رئیس اکثر دا خبره تکرار کړیده چی باید د تروریستانو ځالی د ډیورند کرښی اخوا باید له منځه یووړل شی خو د «جیو» په نامه د پاکستان د تلویزیونی چینل سره په مرکه کی وایی چی د ډرون ( بی پیلوټه الوتکو) د بریدونو سره چی د طالبانو او القاعده پر ځالو د کرښی اخوا تر سره کیږی مخالف یم. دغه راز همدی تلویزیونی چینل سره په مرکه کی زیاتوی چی که امریکا او پاکستان په خپل منځ کی په جګړه واوړی نو دی به د پاکستان سره ودریږی چی د پاکستانی رسنیو له خوا د جمهور رئیس دا څرګندونی هم د ملنډو سره مخ شوی .
لنډه داچی اوس د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتی تړون لاسلیک ته خبره رارسیدلی ده . په دی هکله بیا هم د ښاغلی جمهور رئیس په هدف څوک نه پوهیږی چی د دی تړون د ځنډولو څخه یی موخه څه ده ؟ څو ورځی وړاندی یی وویل چی امریکا د یو استعمارګر هیواد په توګه چلند کوی چی په واقعیت کی د یو هیواد د رهبر له خوا داسی یوه خبره ښکاره د بهرنی هیواد په وړاندی د ولس راپارول دی خو داچی افغانان د جمهور رئیس په خبرو بی باوره شویدی نو داسی خبره که رښتیا هم وی د چا زړه ته نه لویږی. په ضمنی توگه باید وویل شی چی خلک د هغه رهبرخبری ته ارزښت ورکوی چی هغه پر خپله خبره ولاړ سړی وی ، دریځ یی روښانه وی او پر خپل دریځ کلک ولاړ وی اما زمونږ دجمهور رئیس په دریځ څوک نه پوهیږی .
اوس چی شاوخوا دری میاشتی د جمهوری ریاست ټاکنو ته پاتی دی د خیر دا دعا به کوو چی چمهور رئیس نور څه ګلان ونه کری او هیواد د نورو بحرانونو سره مخ نکړی . همدا اوس د امنیتی تړون په هکله د کرزی صیب موقف هیواد د بحران سره مخامخ کړیدی . هم د روانی پلوه او هم داقتصادی پلوه هیواد وال د اندیښنو او ستونزو سره مخ دی. د هیواد د وسله وال پوځ جزوتامونه د سونګ توکو نه مه واره د ښوونی او روزنی د اړتیا وړ توکو له پلوه هم دستونزو سره مخ دی او دا ډول مرستی هم د تعلیق په حال کی دی چی زیاتی ستونزی یی زمونږ پوځیانوته رامنځته کړیدی . اوس یوازی هیله داده چی ټاکنی په خپل و خت او په خیر سره تر سره شی او افغانان د ښه او غوره جمهور رئیس خاوندان شی تر څو نور د دی ناهیلی او فاسد حکومت او مصلحتی سیاستونو څخه وژغورل شی او د پرمختگ یو نوی پړاو پیل شی .