د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرتوری نغمې

پوهنمل محمدوارث 06.01.2014 11:53

په ژړا ژړا سرتوری نغمې راغلې
په ګرېوان ئی لارې لارې اوښکې راغلې
چی بدل کړل پتنګانو عادتونه
پښې اېبلې بيا په منډه ډیوې راغلې
په سپرلي کی د مغرورو بلبلانو
له ګواښونو او چلنده ګيلې راغلې
چی د پرښو لوڼې پریوتې له څانګو
له هيبته شونډې وتې وږمې راغلې
سيلۍ تښتي د خزان له ليونتوبه
له چناره د مرغانو نارې راغلې

دا سپرغۍ له کومه ځاېه راورېږي
ای ( وارثه ) ستا غزل نه لمبې راغلې