د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنيتي تړون.. ډاډ زېږوي که اندېښنې راپاروې!؟

عبدالرحمن فرقاني 26.12.2013 09:49

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

قطعاً دامنيتي تړون برخليک د افغانستان سياسي، اقتصادي او ټولنيز بهير تر خپل اغيز لاندې راوستی، د افغانستان د ملي پراختيا پر بېلابېلو ډګرونو يې ژور اثر پريښی، امنيتي تړون هم د افغانستان په معاصراو کړکيچن تاريخ کې د افغانستان د راتلونکې په هکله يوه مهمه او برخليک ټاکونکې پيښه ګرځېدلې ده، د غربي تبليغاتو پيغام رسوي، چې ګواکې له اوس نه يې د افغانستان د بيوزله ټولنې بېلا بېل اړخونه او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، د افغانستان د سياسي نظام بېلابېل اړخونه يې تر فشار لاندې راوستي او په ټول کې يې د افغانستان په سياسي کشاله کې د ښکېلو اطرافو او د افغانستان د ځورېدلي ملت راتلونکې ترګواښ لاندې واقع کړې ده او نوموړي بېلابېل اړخونه دامنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې د فرضي ګواښونو سره د مواجهې او مقابلې په موخه نوي تدبيرونه نيسي.
که څه هم چې د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو اړوند د ځينې بهرنېو او کورنېو کړيو له لاره په افغاني ټولنه کې د ناهيلۍ ذهنيت خپرېږي او د ياد شوي تصور پر بنسټ دا ټينګار کېږي، چې د افغانستانه د امريکا د نظامي ځواکونو د وتلو سره سم به هېواد د نيمې پيړۍ بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې نه وروسته يو ځل بيا د سياسي او استراتيژي بې ثباتۍ پړاو ته ننوځي او افغانان به د بهرنېو ځواکونو د وتلو سره سم يو ځل بيا هغې ړندې کورنۍ جګړې ته مخه کړي، چې تر دې وړاندې يې د بهرنېو په لمسون اقتدار ته درسيدو لپاره پکې خپل ملي يووالي او وحدت او خپلې معنوي او مادي شتمنۍ له لاسه ورکړ او د پرديو د ګټو لپاره يې يو بل سره و واژه ! ؟ خو بل لوري ته دا تصور هم د يوه منوونکي منطق زيږنده کيداي شي، چې په دې هکله د ولسمشر کرزي دريځ د يوه ملي دريځ په توګه و منل شي او داسې ذهنيت خپور او استدلال وشي، چې نوموړي دريځ به د افغانستان د کړېدلي او ځورېدلي ملت لپاره د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ د يوې تل پاتې سولې پيغام له ځانه سره راوړي؟.
که چېرې د ولسمشر کرزي د دريځ په هکله سم تبليغات وشي او په هکله يې د سولې عالي شوري د يوه نوي ميکانيزم او روښانه تصور پربنسټ د افغانستان د روڼ آندنو، موثرو شخصيتونو او مدني ټولنې په مرسته ټولو ته د منلو يو سم ميکانيزم وړاندې کړي، کيداي شي چې دا دريځ د افغانستان لپاره داسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې ديوې تل پاتې سولې پيغام راوړي او افغانستان د کړيدلي ملت له ارمان سره سم د يوه نوي او سوکاله ژوند خاوند شي او که چېرې ور څخه سمه ګټه پورته نه شي نو هرو مرو به افغانستان د لا نورو ستونزو او کړاونو سره مخ شي، څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، د افغانانو په منځ کې به د بې اعتمادۍ فضا همداسې تل پاتې او په برخليک باندې به يې نور خپلې لوبې کوي او افغانستان به د نورو هېوادونو د سياسي، اقتصادي سياليو او حسابونو د تصفيې ډګر پاتې وي.
دا خو جوته ده، چې اوسنۍ واکمنه اداره د هغو قوانيو او اصولو په اساس په افغانستان کې واک ته رسېدلې ده، چې په واک کې د بيا ځل لپاره د نوموړو قوانينو او اصولو سره سم د پاتېکېدو هيڅ ډول چانس نه لري، اساسي قانون او د ډيموکراسۍ اصول اوسنۍ وا کمنۍ ته په واک کې د پاتېکېدو چانس نه ورکوي، خو يو شمېر محللين په دې اند دي، چې اوسنۍ اداره يو ښه او اغيزمن چانس د ځان لپاره د افغانستان په سياسي راتلونکې کې ويني او هغه دا چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې په پروسه کې وړاندې ولاړ شي، او نوموړي وړاندې تګ د ولسمشر کرزي دريځ د امنيتي تړون اړوند ډېر ګړندي او ريښتني کولاي شي. له کومه ځايه چې د وسله والو مخالفينو تر ټولو لويه او بنسټيزه غوښتنه د سولې لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د تعديل غوښتنه ده، نو کېداشي لدغې لارې اوسنۍ اداره په واک د پاتېکېدو لپاره د ځان لپاره ځاي پيدا کړي، او اساسي قانون کې د مخالفينو د غوښتنې پر بنسټ داسې تعديلونه را منځ ته کړي، چې دوي هم د افغانستان د سياسي اقتدار يوه برخه وي، نو ځکه د سولې په اړه يې هلې ځلې ګړندۍ شوې دي او زيار باسي تر څو د دولت د مخالفينو سره د سولې پروسه ريښتنې کړي، له ياد شوې فرضيې څخه جوتېږي، چې د افغانستان د اوسنۍ سياسي ادارې ذهنيت په افغانستان کې دسولې د راتلو لپاره تر ډيره بريده چمتو شوي دي. که يوه لور ته په هېواد کې واکمنه اداره د امنيتي تړون په لاسليکېدو سره په واک کې خپل استمرار او تداوم د ستونزو سره مخ بولي خو بل لوري ته په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونو د امنيتي تړون د نه لاسليکېدو په اړه او د افغانستان څخه د ډاډمنو وټلو په اړه اندېښنه لري او خپله تاريخي راتلونکې په خطر کې ويني او هڅه کوي تر څو ژر تر ژره داسې کوم ميکانيزم په افغانستان کې را منځ ته کړي، چې امنيتي تړون لاسليک شي او په افغانستان کې يې پاتې کېدل قانون بڼه ولري او د دوي وتل د افغانستان څخه په تاريخي ډګر کې د يوه نړيوال نظامي او سياسي شکست او ماتې په معنا ثبت نه شي.
بل لور ته د افغانستان د دولت سياسي مخالفين (اپوزيسيون) تر دې فشار لاندې دي، چې که چېرې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين د حکومت او بهرنيو سره د کوم تفاهم او جوړ جاړي په پايله کې د افغانستان په سياسي برخليک کې شريک شي په دوي باندې به د افغانستان په دولت کې د نفوذ کړۍ تنګه او او اقتصادي ګټې به يې په خطر کې ولويږي د نوموړو سياسي مخالفينو ( اپوزيسيون) لويه برخه هغه سياسي ډلې او تنظيمونه تشکيلوي، چې تر دې وړاندې يې د دولت د وسله والو مخالفينو سره د اقتدار پر سر ترخه او اوږده جګړه تېره کړې ده او د افغانستان په سياسي کشاله کې طرف پاتې شوي دي، خو د نړيوالو اشغالګرو ځواکونو او د اوسنۍ سياسي ادارې سره د ځينو معاملواو جوړښتونو له مخې د افغانستان په سياسي برخليک کې مطرح او لدې لارې يې د افغانستان په اقتصادي ډګر کې لويې لويې پانګې او شتمنۍ تر لاسه کړې دي، سره لدې چې په ښکاره خو ځان د دولت سياسي مخالفين ښي خو په حقيقت کې په دولت کې يې د نفوذ کړۍ ډېره پراخه ده
د دولت سياسي مخالفين له يوې خوا په دولت کې د وسله والو مخالفينوګډون نه شي زغملاي او د وسله والو مخالفينو په راتګ سره په حکومت کې خپله د نفوذ کړۍ تنګه او په هېواد کې خپل اقتصادي فعاليتونه او شتمنۍ له ګواښ سره مخ بولي. او له بلې خوا د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې ځان د دولت د مخالفينو سره د بلې جګړې لپاره د دې لپاره اړ نه بولي، چې نوموړو ډلو په تېرو لسو کلونو کې داسې بې شمېره شتمنۍ او ثروتونه پيدا کړې چې تر دې وړاندې يې په خوب کې هم نه و لېدلي، د افغانستان د اقتصادي بازار لويه برخه يې په لاس کې لوېدلې ده او په نړيواله کچه يې سوداګريزې کړنې د پراخيدا په حال کې دي،د ياد شو شتمنيو او ثروتونو د خونديتوب په لاره کې کېداي شي، دموجود حالت تداوم وغواړي او له دې موخې غواړي د امريکا سره افغانستان نوموړي امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک کړي او همغه حالت چې اوس واکمن دي ، تداوم پيدا کړي د افغانستان جنوب د جګړې په لمبو کې وسوځي او شمال يې د بهرنيو مرستو په مټ پراختيايي پروژې تر لاسه کړي او د دوي شتمنۍ او د نفود کړۍ لا نوره پراخه شي او دا په لاس ورغلی فرصت له لاسه ورنه کړي، نو ځکه تبلغات په لاره اچوي، تر څو د افغانستان حکومت له ځنډ پرته امنيتي تړون لاسليک کړي.
همدا راز د افغانستان وسله وال مخالفين د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې خپلې وسله والې مبارزې ته د ادامې او استمرار مبرر او دليل له لاسه ورکوي او د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ملت او ځينې بهرنيو کړيو ته د وسله وال مقاومت د جاري ساتلوقناعت او باور نه شي ورکولاي او له دې ځايه کيداي شي د سولې د پروسې په تحقق په اړه باور من شي او غاړه کېږدي.
همداراز ګاونډي هېوادونه هم د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره خپل لاملونه او دلايل نه شي موندلي او د لاسوهنې لپاره په افغانستان کې د خپلو اهداف لپاره داسې کړۍ نه شي موندلي چې په دې باور او اعتماد يې د افغانستان د ملت پر خلاف راوپاروي او د حکومت په ضد وسله په لاس کې ورکړي او د افغانستان د ملي امنيت د اخلال لپاره ترې کار واخلي، نوموړي هېوادونه هم زيار باسي تر څو د تړون د نه لاسليک کېدو له لارې په افغانستان کې او په نړيواله کچه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، د ديورند کشاله، د افغانستان په اقتصادي پراختيا او طبيعي زيرمو کې ونډه، د بهرنيو ځواکونو لپاره د وتلو ډاډمنه لار او داسي نور پاينټونه او فکټورونه د امتيازاتو په توګه د افغانستان له حکومت سره مطرح کړي، نو د دغو هېوادونو په هکله هم ولاي شو چې کېداي شي په افغانستان کې د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو ملاتړ وکړي، که څه هم چې په ظاهره يې د تړون د لاسليک کېدو سره خپله موافقه څرګنده کړې ده.
پاتې شوه د افغانستان د مظلوم او کړيدلي ملت دريځ او انديښنه، هغه خو له يوه اوږدې مودې راپدېخوا په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو سياسي ځواکونو په بل شوي اور کې سوځي او د جګړې او هر اړخيزه نه ثبات په لړ کې يې ځان ورک کړې دي، له يوې اوږدې مودې څخه په هېواد کې سولې او هر اړخيز ثبات او ټيکاو ته سترګې په لاره دي او د نړۍ لوي او ځواکمن پادشاه ته يې د عجز او بې وسۍ په حالت کې د دعا لاسونه پورته او دعا کوي تر څو په افغانستان کې د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې د يوې تل پاتې سولې شرايط رامنځ کړي او د خپل بې دريغه فضل، احسان او مرحمت په پايله کې يې دا لوي ارمان پلي کړي .
و ما ذلک علي الله بعزيز.

سرپاڼه