د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان دسټک او سندان په منځ کې

صفي الله عمرخیل 24.12.2013 10:56

له څه باندې دولس کلنې جګړې ، بمباریو ، چاودنو ، بریدونو او منډو ترړو ورسته د افغانانو مخ ته د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه دامریکا، د کښت محصول کيښودل شو ، دکابل او واشنګټن امنیتي تړون دهغه ناتعریف شوې جګړې محصول دی چې ټوله بیه ېې افغانانو ورکړه ، دنویمې لسیزې له جګړراپه دیخوا افغانان دیوې بلې بې سره او بې بره جګړې تر تور سیوري لاندې د2001 کال دتمې خلاف ددوزخ په تبی شپې تېروی ، کله چې په 2001 بهرنیان افغانستان ته راغلل نو افغانانو دیو سمسور او له جګړو څخه دخوندي افغانستان خوبونه لیدل ،خوکله چې په هیواد کې دافغانانو دتمې خلاف کړه او وړه پیل شول افغانستان یو ځل بیا د جګړو لمبو ته ور ټیل واهه .
په نړۍ کې پلان شوې جګړې له پلان او ټاکل شوي وخت سره سم پای ته رسیږي چې دغه جګړې اوږد مهالې او لنډ مهالې وي هغه جګړې چې اوږد مهالې وي دوخت په تیریدو سره او دجګړې د دوام لپاره دجګړې بڼه بدلون مومي ، په لنډمهالو جګړو کې ډیری جګړې خپله بڼه نه بدلوی ، بل هغه جګړې دې چې تصادفي او بیړني بلل کیږي دغه دول جګړې زیات دوام نه مومي .
اوس په افغانستان کې روانې جګړې له خلکو خپله لاره وکړې ، هیڅ داسې څرګ نه لګیږي چې موږ په کوم لوري روان یو ، دجګړې مخ کوم لورته ده ، امریکا دترهګري په نوم په افغانستان کې ددې لپاره جګړه کوي چې په زرګونو کیلو متره لرې ، دسترو جزیرو او دریابونو نه اخوا خپل خلک او خپل ملت له احتمالي ضررونو او د ترهګري په نوم له احتمالي خطرونو څخه وساتې .
امریکا چې دخپلو اوږد مهالو ګټو لپاره په افغانستان کې پاتې کیدل غواړې ، له ټولو هغو اساسې شراېطوڅخه اوږه خالي کوي کوم چې دافغانانو اساسې غوښتنې دي ، امریکا له افغانستان څخه د وتلو ګواښونه په داسې ډول کوي چې افغانانو ته له خپل پوستین لاندې دپټ شوي لیوه سر ورښکاره کوي او یا هم افغانانو ته دشوروي له ماتې وروسته هغه تصویر مخې ته ږدی کوم چې افغانستان په داسې یو نازک حال کې یواځې پریښودل شو چې دهر لوري ټوپک له مرمیو ډک پاتې و . ډیری افغانان دامریکا امنیتي تړون ددې لپاره اړین بولي چې هیواد له کړکچ او مخ په ډیریدونکي بحران څخه وژغوري ، په تیرو دولسو کلونو کې افغانستان یو کاذب بدلون موند ، خو بنسټیزکار ورته ونشو ، نه موسړکونه په معیاري ډول جوړ شول ، نه مو بریښنا خپله تولید کړه ، نه مو هوايي ځواک ترلاسه کړ، نه مو داورګاډي پټلي وغځولې ، نه مو دولت جوړونه اساسي و او ... خو پوښتنه داده که چیر ې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي او په دغو لسو کلونو کې بیا هم افغانانو ته له دغه تړون څخه دګټې اخیستلو لپاره چانس ورنه کړل شي ددې تړون پایله به هم دافغانانو لپاره ، دتیرې دولس کلنې دورې په شان وي ، ایا له 2001 میلادي کال څخه ترنن پورې هرڅه دهمدې لپاره و چې که چیرې کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړې ، نو مرستې به پرې بندې کړو ، کورنیو جګړو ته به لمن ووهو، دافغان ځواکونو ملاتړ به بس کړو ، سوداګریزه راکړې ورکړې او پانګې اچونې ته به دپای ټکی کیږدو او.... داهغه څه دی چې واشنګټن کابل پرې ننګوي .
خو دکابل دریځ بیا داده که چيرې امریکا یان په افغانستان کې کلونو کلونه پاتې شي او کابل ته په ملیاردونو ډالر هم ورکړي خو ددې سره سره په هیواد کې جګړه وي او افغانان ورکې خپل ژوند له لاسه ورکوي ، دامریکا او متحدینو دا ډول مرستې به دکابل لپاره کومه اساسې ګټه ونه لري ، اوس هم جګړه ده او که تړون لاسلیک هم شي اوجګړه دوام ومومي دافغانسان لپاره ددغه ډول تړون ګټه څه کیداشي د وینو په دسترخوان دپلونو خوراک کوم خوند نه لري چاچې په تیرو دولسوکلونوکې دوینو پردسترخوان خپلې مزې او چړچې وکړې هغو له دې څخه ورسته هم دداسې یو حالت غوښتونکي دی کوم چې یواځې ددوی ګټې ورکې خوندي وي که پرنورو افغانانو هرڅه تیریږي
دکابل اندیښنه داده چې له ټاکل شو شرایطو پرته دتړون لاسلیک هم دافغانستان ستونزې نه شي حل کولای ، خو که چیرې له واشنګټن سره تړون هم لاسلیک نه شي او نړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې په ټپه ودروي دجګړې په داسې حالات کې به افغانستان کوم لوري خپلوي ؟
دسیاسي چارو زیاتره کارپوهان چې پخوا ېې په کرزي سختې نیوکې کولې او دتړون ژرترژره لاسلیک غوښتنه ېې کوله اوس ددوی دریځونو او نظرونو هم بدلون موندلی او تریو کچې دکرزي ددریځ ملاتړ کوي .
خو په ټوله کې دا ویلی شو چې افغانان داحتیاج او مجبوري په یوه داسې پوله ولاړې دی چې یوې خواته ېې پاڼ او بلې خواته پړانګ دی که دامریکا دغوښتنو مطابق تړون لاسلیک کوي هغه څه چې دافغانانو غوښتنه ده نه ترسره کیږي او که ېې دخپلو شرایطو له مخې له امریکا نه لاسلیک غواړې واشنګټن ېې نه مني .
که له دومره ډیرو ناندریو اوعقدو ورسته دغه تړون لاسلیک هم شي خدای خبر چې افغانان به څه خیر ترې وکړې اوکنه ؟
23\12\2013
کابل