د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مشورتی لویه جرګه کی ګټه چا وکړه؟

شمس الحق 03.12.2013 09:06

زه په هیواد کی دجرګو په تاریخ ځکه خبری نه کوم چی ددی وطن هر وګړی یی په اړه مالومات لری خوشالخان خټک وایی (بی جرګو نه به هيڅ کار په لاس وانخلی  که خبر شوی دجرګو له برکته)
زه غواړم پر دی خبره وکړم چی په خواشینۍ سره په هیواد کی دځینو ملیتونو او قومونو له لوری دلویی جرګی په اړه ناسم تعبیر وړاندی کیږي ،ډیری وختونه دا جرګی یوازی په پښتنو پوری تړل کیږی او داسی ویل کیږی چی دا ډیر قبیلوی دود دی او دا دود یوازی پښتانه کاروي په داسی حال کی چی دافغانستان په اساسی قانون کی چی دهیواد دټولو اتباعو حقوق پکښی خوندی دی ویل شوی چی لویه جرګه دافغانستان دخلکو دارادو ښکارندویه او دتصمیم نیونی تر ټولو ستر ارګان دی. خوچی کله خبره دامتیاز وی نو بیا تر ټولو لومړی پکی همدا ښاغلی  چی جرګه یو له پامه لویدلی دود بولی په لومړیو څوکیو کینی .چی خبره رانه ډیر اوږده نه شی .که څه هم چی له تیری مشورتی لویی جرګی نه چی ولسمشر کرزی له امریکا سره دامنیتی تړون دلاسلیک په اړه یوازی دسلا مشورو لپاره رابللی وه خو ډیری ورځی تیری شوی او ډیری دنظر خاوندانو یی په ښیګنو او بدګڼو خپل نظرونه څرګند کړی او دجرګی نیمګړتیاوی او ګټی یی هم بیان کړیدی. ما ته دی جرګی له هغه ورځی خوند رانکړی چی دهغی دجوړیدو دچمتو والی کمیسون وټاکل شو او بیا ددی کمیسون د دارالنشا لپاره دصادق مدبر په څیر شخص وګومارل شو ،ښایی تاسو تر ما صادق مدبر ښه وپیژنۍ زه یی په اړه ډیر څه ویل نه غواړم چی دچارو په اداره او دوزیرانو شورا په دارالنشا کی څه وړ کړنی تر سره کوي خو زه غواړم په دی مشورتی جرګه کی دهغی دکړنو په اړه چی دجرګی ډیری ګډونو والو راته بیان کړی څه ووایم.لومړی داچی ویل کیږی پر دی جرګی خواوشاه اویا ملیونه افغانۍ لګښت شوی چی ددولت دملی بودجی نه ورکول شویدی.خو داسی ویل کیږی چی ددی پیسو ان تر نیمایی برخه دښاغلی مدبر لاسته لویدلی او هغه په دی مانا چی په دی جرګه له استازو پرته نور ټول کارکوونکی چی تر ډیره غیر ضروری و دښاغلی مدبر له لوری دډیرو پیسو په مقابل کی ټول له یوه ملیت(هزارګانو) نه ګومارل شوی و (هغه چا چی په جرګه کی یی ګډون درلود دا ټکی به ورته ښه روښانه وی) نو په دی توګه ویلای شو چی دلګول شویو پیسو نیمایی برخه همدغه ملیت زحمتکش تر لاسه کړه ،دویمه داچی دجرګی وروستی پریکړه لیک هم دهمدی ښاغلی له لوری چمتو شوی او داسی  څه پکی ورزیات شوی چی ان دجرګی دګډونوالو په خاطر کی هم نه ګرځیدل .لکه په بامیانو کی دامریکایی ځواکونو لپاره د اډی ورکول په پریکړه لیک کی چی ښاغلی مدبر دکومی کمیټی حواله ورکړی دهغی کمیټی مشر له رسنیو سره په خبرو کی ویلی چی په دی اړه یی په کمیټه کی هیڅ ډول بحث ندی شوی اوس نو دا باید له ښاغلی مدبر نه وپوښتل شی چی دا چاره یی ولی تر سره کړی .دغسی نوری ډیری زیاتونی هم ددی ښاغلی له لوری په پریکړه لیک کی شویدی له دی مالومیږی چی له دی مشورتی لویی جرګی نه ډیره ګټه دولسمشر حامد کرزی په پرتله ښاغلی مدبر وکړه هم یی پیسی تر لاسه کړی او هم  به ځانته په بامیانو کی امریکایان دیره کړي.که دمدبر همدا تدبیرونه وی نو ولسمشر به نورو سترو سرخوګیوسره هم مخامخ شي.