د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهیواد دتاریخ د تورو کړنو،په لاتوره بڼه تکرار

ډوکتور سیداحمد ماموند 30.11.2013 12:32

خلک په تیره بیا سیاستوال دنورو هیوادونو او تر هر څه  د مخه دخپل هیواد دتاریخ څخه ډیر څه زده کوی او ددغو زده کړو په رڼا کې دبدو او ملی ضد کړنو څخه ځانونه ژغوري .خو له بده مرغه دوروستیو لسیزو یو شمیر افغان سیاستوالو دشخصي اوپردیو ګټو په خاطردخپلو خلکو او هیواد په وړاندې تورې کړني په زړورتیا سره په لا توره بڼه ترسره کړې اولایې تکراروي.په دې برخه کې به یوازې دیویشتمې پیړۍپه لومړۍ او دوهمه لسیزه کې دځینوتکراري تورو کړنولنډه یادونه وکړم.                 
پرون یعنې په ۲۰۰۱کال کې دامریکایی یرغل په درشل کې په خپل هیواداو خلکو باندې دلویو لویو بمونو راغورځولو غوښتونو تر څنګ د اویا میلونو ډالرو په بدل کې د شمال ټلوالې اجورتي جنایتکارانو د پلوځواکونو په توګه دامریکایی تیري او نیواک سره مرسته وکړه.ډاکتر عبداله عبداله اومحمد یونس قانونی(د بهرنیو اوکورنیو چارو پخواني وزیران) دیو ننګین اوملی ضد هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره د خپل هیوادد ځمکني اوفضایی حریم،دافغانانو د وژلو،بندیانولو،دکورونو پلټلو اوبی عزته کولو واک او اجازه امریکا او تلوالې ته یی ورکړه. امریکایی چارواکوپه ملنډو سره ویل چې افغانستان موپه ډیره ارزانه بیه لاندې کړ.
نن یعنې دامریکا متحدو ایا لتونواوافغانستان تر منځ د امنیتي هوکړه لیک موادو په اړوند دغور او نظر څرګندولو په غرض راغوښتلی شوې لوی جرګې زیات شمیر ګډونوالو او په تیره بیا دجرګی ریس صبغت اله مجددی دغه دازله زیږیدلی جاسوس، او دښکیلاک نوکر ددې پر ځای چې په هوکړه لیک کې دهیواد دسیاسی خپلواکۍ،ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ خوندیتوب،د وسلوالو ځواکونود سمبالتیا څرنګوالي ،د سولې راوستلو،دافغانانو دوژنو،بندیانولو اود کورونو پلټلو مخنیوي اوضمانتونو باندې غور او ټینګار وکړي،ټول ټینګار او غوښتنه یې دا وه چې امنیتي هوکړه لیک باید دامریکایي چارواکو دامرونو سره سم ډیر ژر لاسلیک شی.دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری دمشورتي جرګې دګډونوالو له خوادتړون په پټو سترګومنلواو ژر تر ژره لاسلیکولو غوښتنې په اړه خپله خوښی او هیښتیا داسی څرګنده کړه ((ما له امریکا او زمونږ له نړۍ والومتحدانوسره داوږدمهاله مشارکت او همکارۍ لپاره د افغانانو دومره کلک تاید نه شوای تصورکولی)).البته دجان کری دغه تصور دواقعیتونو سره سمون نه لری ،ځکه چې نوموړی افغانانو ته یوازې ددغو پردیو پالواو تطمیع شوو کسانو په هنداره کې ګوري .زما په ګډون اکثریت افغانان ددغه تړون سره مخالف دي ،په دې خاطر چې د افغانستان او امریکا اړیکي د حاکم اومحکوم،دبادار اونوکر،دخپلواک اوبل واک ماهیت او بڼه لري.دڅو ورځورا په دې خوا د امریکا دبهرنیو چارو وزیر،ددفاع وزیر،د سپینې ماڼۍ دامنیتي سلاکارې او نورو لوړپوړو امریکایی چارواکو پرله پسې امرونه اوګواښونه چې امنیتي هوکړه لیک باید ژرترژره دروان کال د دیسمبرتر پایه پورې لاسلیک شي،که نه،نو مونږ به خپلې ټولې هرډول مرستې درباندې بندې کړو،دافغانستان او امریکا تر منځ اړیکو دڅرنګوالي اوماهیت څرګندي بیلګي دي.
زه په دې باور یم چې دامنیتي هوکړه لیک مواد ټول دامریکا له خواترتیب شوي او آن دا چې د مشورتي جرګې دګډونوالو دپریکړه لیک څخه څرګندیږي چې هغه هم امریکایی لورې ترتیب کړی دی،نو طبعی ده چې امریکا په کې خپلې ګټي تضمین کړي دي.د جرګې دپریکړه لیک اتلسمه ماده داسې ده ((د افغانستان له فضایی حریم څخه دامریکا دمتحده ایالتونو دګټې دپورته کیدو کړنلاري دې هر څومره ژر چې کیږي دافغانستان ملي حاکمیت او پر فضایی، ځمکني اوبحري حریم دافغانستان بشپړ کنترول ته په پام تدوین  شي)).
ایا دجرګې ګډونوال دومره هم نه پوهیږي چې افغانستان په وچه پورې تړلی هیواد دی؟ نه دا چې بحري حریم نه لري،بلکې سمندر ته لار هم نه لري.دغه هر څه په دې دلالت کوي چې د جرګې ګډونوالوپه  پټو سترګو عمل کړی اوپه پوره(ایماندارۍ!!!)یی امریکایی امرونه منلي دي. زما په آند دهیواد دټول تاریخ په اوږدو کې به د وطن او خلکو دبرخه لیک او ملي ګټو په سر دغسې بدرنګه،سپکه او ارزانه سودا نه وي شوي.
دا واقعیت دی چې امریکا په سیمه کې خپلو اوږد مهاله موخو ته یوازی دجګړې اوبی ثباتۍ ددوام په صورت کې رسیدلی شي.دسولې راوستل او امنیت ټینګول دامریکا دپاره د خپلو یو لړ اوږدمهاله په تیره بیا پوځي موخو څخه د په شاکیدو په معنی دي،نو ځکه دسولې راوستلو ته هم داسې په اسانۍ غاړه نه ږدي.زما په فکر دامریکایانو له خوا دافغانانو وژنو،بندیا نولواو دکورونو پلټلو بندولو شرطونو تر څنګ دسولې راوستلو شرط چې حامد کرزی دامنیتي هوکړه لیک لاسلیک کولو دپاره امریکایی لورې ته وړاندې کړی دی، په اوس وخت کې په افغانستان کې دامریکا د پوځي اډودپلان شنډولو دپاره معقول سیاسي چال کیدلی شي،خو په دې شرط چې کرزی په خپله دغه غوښتنه تر پایه ودریږي اوکومه معامله ونه کړي. دا سمه ده چې ښاغلی کرزی د دولس کلنې واکمنۍ په اوږدو کښې په خپلو کړنو سره زما په ګډون د خپلو خلکو باور له لاسه ورکړی دی، خو په دغه تاریخي شیبه کې چې د هیواد برخه لیک ټاکونکې مسلې په اړه کوم سیاسي دریځ غوره کړیدی افغانان یی باید دومره او داسې ملاتړ وکړي چې کرزی د خپلو شرطونو په تیره بیا د عملي اوریښتینې سولې راوستلو څخه شاتګ ته پرینښودل شي.د سولې په راتګ او امنیت ټینګیدلو سره دیو شمیر افغانانو چې ځینی یی په خپل فکر او یو ډیرشمیر یی د پردیو په دیکتې سره په افغانستان کې دامریکا په پوځي شتون ټینګار کوي،دغه منطق او بهانې هم پای ته رسیږي. که افغانان په هوښیارتیا، زړورتیا او یو موټي توب سره په سوله ایزه توګه دغه غوښتني پلې کړی شي،دا به د سوله ایزې مبارزې دعملي وړتیا او شونتیااودمیز په سر دبري ګټلو څرګنده اوځلانده بیلګه وي دخپلواک افغانستان او د افغانانو دسیاسي هوښیارتیا اویوالي په هیله
په درنښت