د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس باید دواړه لوري امنیتي تړون پلی کړي

سرلوڅ مرادزی 26.11.2013 19:14

مشورتي لویه جرګه چې د کورنیو او بهرنیو ټاکلو کړیو له مخالفتونو سره سره، د افغان ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه او ټینګار، د لړم په ۳۰ مه کابل ته وبلل شوه، د لیندۍ په دریمه د ۳۱ ماده یز پریکړه لیک په هوکړې سره، په بریالیتوب پایته ورسیده.
د جرګې ۲۵۰۰ تنو برخوالو په غوڅ اکثریت، امریکا سره په امنیتي تړون هوکړه وکړه او له ولسمشر کرزي يي وغوښتل چې دا تړون دې د روان عیسوی کال له پایته رسیدو مخکې لاسلیک کړي. البته اوس امریکا او لویدیځ هم د تړون پر ژر لاسلیک، ټینګار کوي.
دا لومړی ځل دی چې افغانان له یوه هیواد، لکه امریکا سره د امنیتي تړون په هوکړې، د بي پریتوب خپل لرغونی دودیز سیاست، تر شا پریږدي. افغانان، پرامریکایانو او افغان دولت د شکونو او بې باوریو د ترخو تجربو په اوږده شالید سره بیا هم راضي کیږي او د دواړو دولتونو غوښتنې ته غاړه ږدي. د سیمي د ځینو هیوادونو لکه ایران او په ګاونډیو کې لکه پاکستان د پوځي او استخباراتي کړیو، مذهبي توندلارو او ترهګرو د مخالفت او ګواښونو سره سره بیا هم امریکا ته د دوستۍ لاس غځوي او غواړي په دې وسیله د څو لسیزو اوږدو جګړو ته چې له بهره پر دوی تپل شوي، ښايي د پای ټکی کیږدي او په هیواد کې سولې او ټیکاو ته چې اوس هم افغانانو ته د ځلوب ( سراب ) په بڼه ښکاري، ریښتینی لاسرسي ومومي.
همداراز افغانان د یو نړیوال ځواکمن شریکباڼې، لکه امریکا سره د امنیتي تړون په مټ غواړي په۲۱مه پېړۍ کې د بېرته احیا شوي او نوی افغانستان د بنسټ ډبره کیږدي!
البته د افغان لويي جرګې لپاره اسانه نه وه چې د خپل لرغوني تاریخي شالید سره په ټکر کې داسې یوه پریکړه وکړي، خو په را روسته کې افغانان یوخوا په داسې بوختسه کې راښکېل کړی شول چې له تړون پرته يی د خلاصون بله لار نه لیده او بل پلو په دې پوهیږي چې نړیوال کلي کې د ګوښه توب زوړ ژوند په نویو حالاتو کې وړ او شونی نه ښکاري.
کېدای شي د جرګي ډیری ګډونوالو ته به داسې پریکړه، د افغانستان د دودیز سیاست د رخصتیدو په لامل، د زهرو ګوټ تمام شوې وي، خو دوی ښايي په دې پوهېدل چې خپله د کرزي په واکمنۍ کې ځواکمنې مافیايي کړۍ چې له بېلا بېلو خواوو تغذیه او ساتل کیږي، د امریکا جنګي ماشین او د پنجاب او نورو په ملاتړ ترهګرې وسلوالې ډلې او مذهبي توندلاري، ټول سره په ګډه افغانان دې ته اړویستي وي چې د هیواد او افغان ملت د ژغورلو لپاره داسې یو ګام پورته کړي.
همداراز د امنیتي تړون له هوکړي سره هممهال، له ولسمشر کرزي څخه د جرګې د ګډونوالو دا غوښتنه چې تړون دې په راتلونکو څو اونیو کې لاسلیک شي، د وخت غوښتنې او حساسیت ته د جرګې، ځیرک او پرځای غبرګون ښۍ.
د ولسمشر کرزي لخوا د امنیتي تړون د لاسلیک د ځنډ ګواښونه، که افغانستان کې د سولې، ټيکاو، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په اندیښنو سره د هغه پوخ سیاسي تدبیر او ریښتیانۍ هیوادپالنه وګڼو چې ده هم، خو د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزه او ولایتي ټاکنو سره د تړون لاسلیک ته تړاو ورکول او هغه ځنډول ښايي د سیاسي تدبیر په موخه نه، بلکې د نورو او شخصي ګټو او ښېګڼو له کبله په پام کې نیول شوې وي!
لکه څنګه چې ورته مخکې اشاره وشوه ، افغانستان کې د کورنیو او ځینو پاکستاني او ایراني څرګنده کړیو له مخالفت سره سره بیا هم مشورتي لویه جرګه د ولسمشرکرزي په غوښتنه او ټینګار کابل کې جوړه شوه، خو اوس چې جرګې د امنیتي تړون په تایید هوکړه کړې، په بېلا بېلو پلمو د تړون نه لاسیک، افغانان او نړیواله ټولنه په سوچ او اندیښنو کې ښکېلوي او بلخوا په کور دننه او بهر د افغان دښمنو کړیو او مخالفینو زهرجن تبلیغ ته لار اواروي.
په دې لړ کې د پوره خندا وړ د نظارشورا د یو پخواني ډاکو چې راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ مقام ته نوماند هم دی، د ډبل عبدالله دریځ دی. نظارشورا او د هغې په چت کې ځوړندعبدالله او د هغه پشان نورو لنډه غرو تل د مشورتي لويي جرګې د جوړیدو په مخالفت خبرې کولې او په رسنیو او غونډو کې يي د هغې په وړاندې د افغانانو منځ کې بې باوري رامنځته کوله. داسې تبلیغ د دولت وسلوالو مخالفینو او یا په پاکستان او ایران کې ټاکلو کړیو هم په لار اچولي وو، خو په تازه څرګندونو کې عبدالله اوس ځان د لويي جرګې د پریکړو د پلیتوب ریښتنی ساتندوی راپيژني او پر کرزي نیوکه کوي چې ولې د داسې پریکړې لاسلیک ځنډوي!
عبدالله او ډله يي لکه د توپان مرغان، د شمال او باد لوری له ورایه پيژني او په هغې خوا ژر کږیږي چې د ډالرو څرک پکې لګیږي. ښايي په داسې اکټونو سره، ټاکنو کې د ځان په ګټه د امریکا د خیرات په تمه وي!
پوښتنه دا ده، کرزی لږه موده وړاندې د مشورتي لويي جرګې په راغوښتلو ټینګار کاوه او په دې اړه يي د بېلا بېلو مخالفینو د تورونو بار پر اوږو اخیستی وو، اوس چې داسې جرګه جوړه شوې او په تړون يي پریکړه کړې، د هغه د نه لاسلیک ګواښونه به یوخوا د هغه د دمدمي مزاج او سیاسي څپڅپانده دریځ څرګندونه وکړي او بلخوا به مخالفینو او دولت کې واکمنې نظارشورا ته چې د اپوزیسیون پېښي هم کوي، پلمه په لاس ورکړې چې ووايی کرزی دا هرڅه د ځانپالنې او ځانغوښتنې په نیت او د ملي ګټو په خلاف ترسره کوي!
په هر صورت ولسمشر کرزي چې لویه جرګه د مخالفینو له ګواښونو سره سره په بریالي ډول جوړه کړه او جرګې هم پریکړه تر ډېره حده د ولسمشرکرزي له بیان شویو غوښتنو سره سم ترسره کړه، بلاخره به کورني او بهرني فشار ته ټینګ نه شي او تړون به لاسلیک کړي. افغانان اوس ځانونه د امنیتي تړون د پلیتوب په درشل کې ګوري او د تړون دواړه لوري باید بې له ځنډه د تړون پلیتوب ته اوږې ورکړي.
د امریکا دا غوښتنه چې افغانستان سره يي امنیتي تړون تاریخي هیله وه، په ښه توګه ترسره شوه. امریکا او په ټوله کې لویدیځ په ۲۱ مه پېړۍ کې د خپلو ګټو لپاره د اسیا په دې برخه، لکه افغانستان کې د پاتې کېدو لیوالتیا لري. افغانستان هم امریکا او لویدیځ سره د اړیکو د ټینګولو او د خپل تاریخي ګوښه توب څخه د وتون لپاره لویدیځ او نورو هیوادونو سره ستراتیژیکو تړونونو اوامریکا سره امنیتي تړون ته چې د هغو بشپړونکی دی، اړتیا ویني.
په دې لامل، د تړون په ګټه د لويي جرګې په پریکړه امریکا خپله خوشحالي نه شي پټولای. تر دې دمه په امنیتي تړون دواړه لوري خوښ ښکاري. افغانانو هم په تړون کې له ګټې پرته، تاوان نه دی کړی.
د تړون ډېره برخه ، افغانستان سره د امریکا ژمنو ته بېله شوې. البته په تړون کې افغان لوری هم ټاکلې ژمنې لري چې هغه باید پخپل وخت پلې کړي.
په تړون کې د افغانستان غټه ژمنه، امریکا ته په اتو زونونو کې د اډو ورکړه ده چې نن هم امریکایان هلته شتون لري او دا ماده پلې شوې بوله. دا چې څو زره امریکايي سرتېري به له ۲۰۱۴ کال روسته په افغانستان کې پاتیږي، د اډو په نښه کېدو سره د نوموړو سرتېرو د پاتېکېدو خبره هم حل شوې او پلې شوې بریښي.
له افغان لوري د تړون په پلیتوب کې ستونزه نشته، خو دا چې د کرزي په اداره کې د یوې وړې فاسدې ډلګۍ پرځای یوه کاري، مسلکي، هیواد او افغان ملت ته ژمنه اداره رامنځته شي او امریکا د بېلګې پتوګه په ټولټاکنو کې افغانانو سره د یوې داسې ادارې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. د موجدې فاسدې اداري په واکمنۍ کې خورا ښه قانون، ژمنه او تړون د پلي کېدو وړ نه دی!
اوس د امریکا وار دی چې تړون کې کړې ژمنې یو په یو پلې کړي. د بېلګې پتوګه په تړون کې د دوهمې مادې په لومړۍ فقره کې یادونه کیږي« دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عملیات نه شي ترسره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي.»
دلته افغان لوری پورته ژمنو کې خپله ونډه هم د امریکا له مرستې او ملاتړه پرته په یوازې ځان نه شي پلی کولای. په دې توګه د امریکا همکاري او مرسته د افغانانو د بعدي ګام لپاره لومړي او اړینه ده.
که څه هم د امنیتي تړون د بشپړ پلیتوب وخت له ۲۰۱۵ کاله پیلیږي، خو د زیاتو موادو پلیتوب يي باید له ننه پيل شي.
پای