د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې افغانانو خپل هیواد په غربیانو خرڅ کړ؟

انجنیر سیدمحمد روحاني 26.11.2013 19:13

افغانانو خپل غیرت(هیواد) په غربي خامارانو خرڅ کړ!
لعنت پرهغه ملت شه چې هم وږی وي هم تږی وي اوهم غلام وي!!!
امنیتي او دفاعي تړون له امریکا سره امضاء شي او که امضاء نشي؟
اوس هر چاته روښانه شوه چې :( غوا توره او پۍ یې سپینې دي). که ولسمشر حامد کرزی امنیتي او دفاعي تړون له امریکا سره امضاء کړي او که يې نکړي امریکا خپل پخوانی پروګرام مخ پر وړاندې وړي.
د امریکا پروګرام په په آسیا په ځانګړې توګه په افغانستان کې څه شی دی؟
راځئ درنو وروڼو او خویندو نور له هیچا نه ونه ډار شو ځکه چې اوس زمونږ هیواد، ناموس، دین ، ایمان او اسلام په ډیر بحراني او خطرناک حالت کې قرار لري نو باید ټول افغانان(ملي او نړیوال لیکوالان) روڼ حقیقت ټول هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته روښانه کړي ترڅو په افغانستان، آسیا او ټوله نړۍ کې امن، خوشحالي، پرمختګ او سوله راشي.
امریکا، اروپا، اسټرالیا، کاناډا (ټول یهود او نصاری) تل سره متحد دي اودوی ټول یو ملت دی لکه چې نبي اکرم (ص) داسې فرمایي (الکفر ملت واحد‌ه)- کفار د مسلمانانو په مقابل کې یو ملت دی. یعني هغوی د اسلام او آسیا په مقابل کې یو پلان او یو اواز لري. دا پدې معنی چې هغوی غواړي افغانستان(په خپل زور یا رضاء) د ځان لپاره فوځي هډه(دجنګ میدان) وګرځوي ترڅو په ۲۰۳۰ م کال کې امریکاء په اقتصادي ډول د نړۍ یو ځل بیا سوپر طاقت جوړ شي او د اسیاء(چین، جاپان، روسیې...) اقتصاد کمزوری کړي، د افغانستان څخه طبیعي زیرمې:( تیل، ګاز، قیمتي ډبرې، یوریانیم، سره زر، سپین زر، اوسپنه، د ډبرو سکاره، سنګ مرمر...) په زور استخراج او بیایې امریکا، اروپا، اسټرالیا او کاناډا ته انتقال کړي.
امریکاء نن سبا د نړۍ سوپر طاقت دی او غواړي چې دغه سوپر طاقت د تل لپاره د خپل ځان لپاره باقي وساتي نو ځکه هغوی په زور او یا رضاء سره خپل پورتنی پلان مخکې وړي او دغه امنیتی او دفاعي قرارداد به د افغانستان او د امریکاء ترمنځ به حتمآ لاسلیک کیږي که حامد کرزی وغواړي او که یې ونه غواړي ځکه چې حامد کرزی خپل واک او قدرت نلري او نه دا توان لري چې دامریکا او اروپا په وړاندې ولاړشي. دا یوه هسې سیاسي چټله لوبه ده چې امریکا، اروپا، اسټرالیا، کاناډا ناټو او آیساف شروع کړېده ترڅو نړۍ ته دا ثابته کړي چې افغانستان له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی دی نو ځکه امریکا په افغانستان کې فوځي هډې جوړه وي اوبس.



ولې مشورتي لویه جرګه جوړه شوه؟
کله چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه او پدې پوه شول چې د جنګ له لارې امریکا او اروپا په افغانستان کې ناکام دي، نو دغه پلان یې په ۲۰۰۷ م کال کې جوړ کړ او په یو-این-ډي - پي کې یې لاندې پروژه جوړه کړه: ANBP Project-UNDP
Peace and Reintegration-ANBP (Afghanistan New Beginning Program/Project)
په پورته پروژه کې دغه ټوله اجنډا وه چې اوله مشورتي لویه جرګه به څنګه جوړيږي او څه فیصله به کوي او لومړی استراتیژیک تړون به څنګه د افغانستان او امریکا ترمنځ امضاء کوي او که به یې نه امضاء کوي؟ د ملي سولې پروګرام به څنګه وي؟ څوک به د ملي سولې مشر وي؟
او په دوهمه مشورتي لویه جرګه کې به کومه اجنډاء وي؟ امنیتي او دفاعي تړون به له امریکا سره لویه مشورتي جرګه تائیدوي او که به یې ردوي؟ دغه ټول پخوانی پلان دی- هغه پخوانی متل دی: (زوړ ملا او زړې یې تراوې). نو دغه د امریکاء او اروپا چټل او غولونکی سیاست دی چې خلکو ته فریب ورکوي ترڅو د افغانستان مظلوم او بې خبر ولس یو ځل بیا په تورو تیارو کې د لسو(۱۰) کالو لپاره بندي وساتي او امریکاء خپل لعین پلان په افغانسان کې پلي کړي.
ولسمشر حامد کرزی که په ریښتیا سره غواړي چې د احمد شاه بابا، میرویس نیکه او غازي آمان الله خان زرین د تورې او میړانې تاریخ ژوندي کړي او افغانستان د غربي خامارانو څخه وژغوري باید لاندې مهمې نکتې په امنیتي او دفاعي تړون کې تر ژور نظر لاندې ونیسي:
۱ هر خارجي (عسکر، مامور، سفیر) که هر یود کوم جرم مرتکب شي په ځانګړې توګه د افغانستان په داخل کې نو باید په افغانستان کې محاکمه شي او که چیرته په داخل د افغانستان کې محاکمه نشي، نو افغانستان یو مستعمره هیواد دی چې هیڅ د خپلواکۍ او آزادۍ حق نلري او نه ورته څوک یو خپلواک او آزاد نوم ورکولای شي.
۲ خارجیان هیڅ کوم قانوني حق نلري په افغانستان کې کوم شخصي زندان ولري او که یې ولري، نو بیا افغانستان یو ګوډاګی هیواد دی. د افغانستان ټول زندانونه باید دولتي وي اود افغانستان د سترې محکمي، لوی څارنوالي، وزارت عدلیې او پارلمان له مستقیمې څارنې، څیړنې او کنترول لاندې وي نه د خارجیانو له کنترول ، نظارت او ظلم لاندې.
۳ د پیل د ۲۰۱۴ م کال نه خارجیان حق نلري چې په افغانانو باندې په خپل سر بمباري وکړي. بمباري باید د افغانستان ملي فوځ، ملي پولیس او ملي امنیت وکړي ځکه چې افغانستان د افغانانو دی نه د خارجیانو. که چیرته خارجیان په خپل سر بمباري کوي، نو بیا افغانستان یو مستعمره او غلام هیواد دی چې جنګ به همیشه پکې جاري وي. همدغه شان امریکا، ناټو، کاناډا، استرالیا او اروپا وایي چې له پیل د ۲۰۱۴ م به د نړیوالې ټولني رول په افغانستان کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت لپاره تربیوي او د ظرفیتونو د لوړولو او روزلو لپار وي نه د جنګ او بمبارۍ لپاره. پس امریکا او اروپا باید پر دغه ماده او رول کلک اودریږي.
په لنډ ډول، غربیان په حقیقت کې دوه مخی سیاست لري. هغه مشهور متل دی:( چې غله ته وایي غلا وکړه او د کور څیښتن ته وايي چې بیدار اوسیږه!) او یو بل نامتو متل دی:(اول اوبه خړې کړه، نو بیا ماهي ونیسه!) دا پدې معنی که چیرته دغه امنیتي او دفاعي تړون له ا مریکا سره لاسلیک شي او که نشي، امریکاء به په خپل سر بمباري کوي، د خلکو کورونو ته به په زور ورځي ، شخصي زندانونه او قرارګاوې به جوړه وي، په زور به خلک بندیانوي او په ډیر ظلم او وحشت سره به بې ګناه خلک ازاره وي ، په ټولو ښارونو کې په زرې موټرو او تورو شیشو کې ګرځي او راګرځي ځکه چې غربیانو په ځانکړې توګه امریکاء او اروپاء د افغانستان خلک په ډیرو حزبونو، مذهبونو، نژادونو، قومونو او فرقو ویشلي دي چې افغانان اوس نشي کولای سره یو شي ترڅو یوه ګډه ملي استراتیژي یا يوه ګډه ملي پالیسۍ جوړه کړي ترڅو هیواد یې د پرمختګ، سیالۍ، سولې او وحدت په لور روان شي. یا په بل عبارت، هغه داچې امریکاء او اروپاء د پاکستان استخباراتي شبکې( آی- اس –آی)ته په کال کې میلیاردونه ډالر ورکوي ترڅو هغوی په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکړي، انتحاریان ور ولیږي، جنګي کسان ور ولیږي، پلونه، سرکونه، جوماتونه، مکتبونه، روغتونونه، تعمیرونه، فابریکې یې ور ونړوي، انجنیر، ډاکټر، عسکر، ملک، مشر، ملا امام، استاذ، معلم، نجار، ډرائیور، مستري، بزګر، خټګر او ګیلکار یې ور مړ کړي ترڅو هیڅوک سر پورته نکړي او هر کس په افغانستان کې په حیث د یو غلام، خادم او چاپلوس ژوند وکړي.
۴ خارجیانو/ غربیانو په افغانستان کې یوه داسې سیاسي او اقتصادي فضاء را منځ ته کړېده چې اوس د افغانستان ټول خلک(پښتانه، ازبک، هزاره،ترکمن، بلوچ، پشه اي او تاجک) نشي کولای چې یو پربل اعتماد او اعتبار وکړي ځکه چې زمونږ ولسمشر، وزیر، وکیل، سناتور، سفیر، والي، ملک، قوماندان، ولسوال او مامور د خارجیانو په مشوره ټاکل کیږي یا له خپلې دندې ګوښه کیږي او په اداري فساد کې په مکمل ډول غرق دي چې په نتیجه کې پورته ټول په خپله ازموینه کې ناکام شول ځکه هریو په پیسو(ډالرو پسې) منډې وهي پس ځکه خپل کور،کلی، ولسوالي، ولایت او هیواد ورنه پاته دی او دوي ډول په ډالرو پسې ړانده، کاڼه او ګونګیان ګرځي. دغه د فسق او فساد چاپیریال غربي ښامارانو زمونږ هیوادوالو ته چمتو او جوړکړ ترڅو افغانان خپل دین،مذهب، ایمان او اسلام په پیسو خرڅ کړي او غربیان وکولای شي خپلو پورته ذکر شوو شومو او کرغېړنو موخو ته په آسانۍ سره ورسیږي او ورسیدل. نو ولسمشر ته په کار دي چې چې کار به اهل کارته څنګه سپاري او اداري فساد به څنګه له افغانستان څخه ورک کړي ترڅو د هیواد هر وګړی له خپل کور، کلي، ولسوالۍ، ولایت او وطن سره مینه او وفا ولري او خپل وطن ته په سر او مال قرباني ورکړي ترڅو د امید او باور فضا د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي؟


۵ ولسمشر حامد کرزی هیڅ وس او قدرت نلري چې له طالبانواو مخالفونو سره کښېني ترڅو یوبل سره جوړه وکړي. د مثال په ډول، کله چې حامد کرزي وغوښتل له طالبانو سره روغه او جوړه وکړي نود امریکا او بریتانیا غلام- میاه نواز شریف یې افغانستا ته دعوت کړ او نوازشریف د افغان ولسمشر بلنه ومنله او کابل ته یې سفر وکړ او حامد کرزي ته یې ډاډ ورکړ چې له طالبانو سره به یې روغه جوړه وکړي. کله چې نوازشریف پاکستان ته لاړ او له حکیم الله مسید سره یې اړیکه ټینګه کړه او حکیم الله مسید هم ورته مثبت ځواب ورکړ. نو حکیم الله مسید خپل د طالبانو استازی افغان ولسمشر حامدکرزی ته واستاوه مګر نوموړی د طالبانو نماینده په لوګر کې د امریکايي عسکرو له خوا نیول کيږي او بیا بندي کیږي چې اوس هم له غربي خامارانو سره بندي دی. او بل خواته چې حکیم الله مسعود(مسید) چې د پاکستان او افغانستان له مقاماتو سره د سولې او روغې په باره کې په جریان کې و او غوښتل یې چې له پاکستان او افغانستان سره اور بند اعلان کړي، نو امریکا او بریتانیا یوه بې پیلوټه الوتکه سمدلاسه ورولیږله ترڅو حکیم الله مسعود یې له خاورو سره خاورې کړ. دغه دی د امریکا او بریتانیا دوه مخی سیاست چې یوطرف ته د سولې او روغې نارې وهي او بل طرف ته سوله او روغه جوړه له منځ نه وړي...هههههههه!!!! پدغه خو اوس د افغان هر یو بچې پوهیږي چې غربي خاماران د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانانو دښمنان دي.
۶ زمونږه بې وسه او کمزوري ولسمشر حامد کرزي ته په کاردي چې په خارجانو باندې د افغانستان هوايي او زمیني ځواکونه په درنو او سپکو وسلو په دغه لسو(۱۰) کالو کې پوره سمبال او مجهز کړي او پر امنیتی او دفاعي تړون کې پر دغه ماده سل پر سله فشار واچوي ترڅو وروسته له لسو کالو افغانستان وتوانیږي له خپلو پولو(سرحدونو) څخه په خپله دفاع وکړي. مګر دلته دغه شک موجود دی چې غربي خاماران به هیڅکله هم د افغانستان هوايي او زمیني ځواکونه پر عصري ټیکنالوژۍ، درنو او سپکو وسلو سمبال نکړي ځکه چې غربیان غواړي افغانستان د هغوی لپاره یوه مستعمره وي او افغانان باید د تل لپاره په خارجیانو/غربیانو متکي وي او متکي پاته شي ترڅو غربیان په افغانستان کې د تل لپاره نظامي قرارګاوې ولري. پس ولسمشر حامد کرزی ته په کار دي چې څنګه د افغانستان هوایي او زمیني ځواکونه په خارجیانو باندې په عصري سپکو او درنو وسلو سمبال کړي ترڅو د خپلې خاورې نه په کلکه دفاع وکړي...
۷ د فقر، بېکاري او بېسوادي له منځ نه وړل: ولسمشر ته په کار دي چې یوه مشخصه ماده په دغه امنیتي او دفاعي تړون کې زیاته کړي ترڅو په افغانستان کې فقر، بېکاري او بېسوادي په تدریجي ډول څخه له افغانستان څخه لرې کړي ترڅو په افغانستان کې امن، سوله، پرمختګ او ښه ژوند رامنځ ته شی.
۸ په غربي خامارانو باندې باید دغه ومنل شي چې په افغانستان کې به زړې فابریکې بیرته فعالوي، نوې فابریکې(لکه د برق، سیمنټو، بوټونو، شیشو، رختونو، صنعتي توکو، لرګیو، سنګ مرمرو، اوسپنو، میسو، ګازو...) به جوړه وي او خارجي شرکتونه به پکې پوره پانکونه کوي ترڅو د افغانستان په هر ولایت کې ټولو خلکو ته کارونه پیدا شي، خارجي توکي او محصولات(واردات) کم شي، خلکو ته په داخل کې خپل وطني محصولات او تولیدات په اسانه او ارزانه توګه پیدا شي ترڅو زمونږه صادرات زیات او واردات مو کم شي او ملي اقتصاد مو پرمختګ وکړي.... له بده مرغه غربي خاماران به هیڅکله د افغانستان لپاره دغه شان اساسي کارونه ونکړي ځکه هغوی نه غواړي چې افغانان په خیټه ماړه شي، په اوبه یې تنده ماته شي او سوکا له او خپلواک ژوند ولري...بلکه غربیان غواړي چې افغانان باید هم وږي وي، هم تږي وي او هم غلامان وي ترڅو افغانستان دغربي خامارانو لپاره یوه تل پاتې مستعمره وي....

پای!