د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لویه جرګه که لویه مسئله!

عبدالقادرجیلانی 24.11.2013 16:08

دایوڅرګند حقیقت دی، چې جرګه په افغانستان کې ډیر قدامت لري،او د افغان ولس ډیر تاریخي دود و رسم دی. جرګه خو دپخواوختونو يوه ستره درنده غونډه وه چې دډيرومسئلواوشخړو د هواريدلو لوى صلاحيت يې درلود، دتاریخ په اوږدو کې ډیرې مهمې جمهوري پريكړې دهمدې جرګو له لارې کیدلي، خو دوخت تيريدلو سره ددغه ډول جرګواهميت او درنښت کم شو او دلا كميدو په اړخ روان دى. داځكه چې دوخت تيريدلو سره دنيا كې ډير ستر بدلونونه راغلل او دنيا دماډرنيزم په لوري روانه ده. په اوسنې حالاتو كې ټولې پريكړې دماډرن فلټر جسټيس  له لوري ترسره كيږي چې دجرګو څخه بهترګڼل كيږي، خو بياهم مونږ افغانان دجرګو ډير درناوى كوو، ځكه چې جرګه «افغان دود دی» او تل يې پرې خپلې ټولنیزې او سيمه ايزې ستونزې او جنجالونه حل كړيدي.

داحمدشاه بابا له واکمنۍ نه تراوسه پورې ډیرې جرګې ترسره شويدي، خو دجرګو اصلي شکل د ۲۰۰۲ کال څخه راپدیخوا بدل شو او سیاسي بڼه یې خپله کړه، چې بې له شکه زمونږ ګران ولس سره ستره جفا ده او دا لړۍ لاتراوسه روانه ده.

د پنجشنبې په ورځ 21 نومبر 2013 - 30 لړم 1392، لویه جرګه دولسمشر حامد کرزی په پرانیستې وینا سره پیل شوه. پدغه جرګه کې به دامریکا او افغانستان ترمنځ دامنیتي او دفاعي تړون دلاسلیک کولو په اړه سلا و مشورې وشي. دیادونې وړده چې په دغه لویه جرګه کې ښځو ته هم فعاله وڼده ورکول شوي ده، چې په تیرو کلنو کې یې هیڅ ساری نه لیدل کیږي، زه خويې ډیر مثبت اقدام ګڼم ولي ښځې له نارینو نه په څه کمې دي!

لکه څرنګه چې د لویې جرګې نو په مشورتي لویې جرګې بدل شو، نو داسې ښکاري چې دولت یوازې مشوره غواړي او نوره پریکړه پخپله کوي نو بیا دداسې لویې جرګې ضرورت څه دی؟!. زه پدې باور یم چې دا ډول جرګه دملت ګمراه کول دي اوبس.
زما په فکر تاسو به هم دولسمشر خبرې اوریدلې وي. زه هم غواړم چې دولسمشر دویناوو څخه یوڅه دلته راپیسټ/نقل کړم. زما په اند، ښاغلی ولسمشر د تل په څیر په خبرو کې ښه ګرم راغلی وه، خبرې خو بیا ده ته پریږدئ. خبرې خو یې ښې وکړي خو ماته ډیره عجیبه ښکاري یو څه د واقعیت نه ډیرې لیرې: غربیان تل هغه څوک خوښوي چې د ژبې تیز وي لکه مداري چې  وکولای شي خلک  ژر وغولوي او دغه لوبه په افغانستان کې هم ترسره شوه.
ولسمشر: «هره فیصله چې مو وکړه د افغانستان دخلکو د نماینده ګانو فیصله ده، د باندې د افغانستان خلک ستاسو ددې فیصلې په انتظار دي»
«انشاء الله یک ماه بعد سفارت سریلانکا هم در افغانستان باز می شود»
«زما ځوی له درې کلنۍ څخه د دفاع وزارت له نوم سره بلد و. دا یوه بدبختي ده.»
«زما او امریکې تر منځ اعتماد سم نه دی. زه پر دوی بارو نه کوم، دوی پر ما باور نه کوي.»
«که دا قرار دار زموږ هېواد ته سوله راولي نو بیا زموږ په ګټه دی. زه په دې پوه یم چې سوله د امریکایانو  په لاس کې ده».
«د امریکا ولسمشر باراک اوباما افغانانو ته لیک رالېږلی، چې د لویې جرګې له متن سره یې تاسې ته وړاندې کوم.»
«له طالبانو وروسته افغانستان د لومړیو دوو کلونو لپاره په امن کې و، خو له دوه کلونو وروسته امنیتي وضع مخ په خرابېدو شوه.»
سناتوره بلقیس روشن: «دا تړون امضا کول د افغانستان خرڅول دي».
داهم زمونږ دولسمشر څرګندونې چې دامنیتي تړون په اړه یې کړي دي. دیو افغان په صفت زه په دې جرګه کې دخپلې ولسوالۍ استازی نه وینم نو بیا څنګه ملي جرګه!!!
د جرګې عکسونه مي ولیدل چې دغزني ولایت یو نرښځک مي هم ترسترګو لاندې شو، ما فکروکړ چې دابه د اجړاګانو استازیتوب کوي نو بیاخو تر یوه حده انډول ساتل شوی دی، خو مونږه خبرنه یو. په هر صورت افغانستان ډیر مهم پړاو کې دی، ځکه ترډیره بریده نړیوال شوی یاستو، د ۷۰ څخه زیاتو هیوادونو کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ لرو، د ولسمشر په خبره اوس سریلانکا هم غواړي چې رسماً خپل سفارت په افغانستان کې پرانیزي. یو څه وزیر صاحبان خو تل پخپلوخبروکې وایې چې مخابراتي سیستم مو ښه انکشاف کړی دی، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې روشن،افغان بیسم، اتصالات او اریبا سیمکارتونه کارکوي، نو داسې ښکاري چې ښه نړیوال شوي یو، خو نور هم باید نړیوال شو نه کډوال. د نړیوالې ټولنې سره د ښه اړیکو طرفداره یم، ځکه داډیره ښه موقع وه چې په لاندې مسایلو مو جدي کارکړی وای، مګر افسوس چې ډیر څه مو ضایع کړل:
    •    اقتصادي کړنلاره/سیاست جوړول
    •    د زیربنايې پروژې پلي کول لکه د برق بندونه، سړکونه، زراعت او مالداري د ریل پټلۍ او داسې نور...
    •    ځمکنۍ بشپړتیا سمبالول
    •    دامنیتي ځواکونه تقویه کول بالخصوص ملي اردو او پولیس
    •    د ځوان کدر پیاوړتیا
    •    دپوهې کچه لوړول او کارموندنه
    •    دعوایدو دسیستم لاپیاوړتیا او د عایداتو زیاتولو لپاره تلپاتې حل لارې پیداکول
    •    د بې کنتروله پولې ساتلو لپاره کوټلي ګامونه اخیستل
    •    دطبیعي منابعو/معادنو په ښه توګه تفحص اواستخراج
بیاهم یو څه کاروشو خو ډیر بې کیفیته او مؤقتي کاروشو چې هیڅ تلپاتې ګټې یې نه لیدل کیږي، کیدای شي چې ستونزې مو لازیاتې شي خو که کورني عواید مو ښه او لوړوي نو دومره داندیښنې وړخبره نشته.
بیاهم بیرته راځو جرګې ته، امریکا تراوسه پورې د نړۍ تر ۱۰۰ زیاتو هیوادونو سره دغه ډول تړون امضا کړی دی چې ددوی په اصطلاح SOFA (Status of Forces Agreement) یا  دعساکرو دوضعیت موافقتنامه ورته وایې، او ددې نه مخکې یې له افغانستان سره یوبل تړون په ۲۰۰۲ کال کې لاسلیک کړی وه چې MTA (Military Technical Agreement) یا نظامي تخنیکي موافقتنامه هم ورته ویلای شو – دغه تړون ډیر غیر عادلانه او بې انصافه سند ؤ، چې افغانستان ته په کې د سیاسي اواقتصادي اړخ نه ډیر زیان ورسیده.
زما په اند، دامریکاهرډول قرارداد که هغه SOFA یا MTA دی په ټوله نړۍ کې ناکام اودجنجال نه ډک قراردادونه دي. د نړۍ ډیر هیوادونه تري سر ټکوي بالخصوص عربي هیوادونه خو هیڅ نشي کولای، دوی پدغه قراردادونو کې داسې مادې لري چې ددوی لخوا دهیڅ راز بدلون وړ نه دي، که خوشحاله یې او که خفه هغه به مني او داسې به له افغانستان سره هم کیږي. ددغه ډول قراردادونو له مخې ډیرو هیوادونو سره زیاتی وشو، په هاغه څه چې پدې قراردادونو کې موافقه شوي وه هیڅ عملي نشول او امریکا پخپل سر بمباریو او عملیاتو ته دوام ورکړی وه،چې بعضې هیوادونو لکه جاپان، سویلي کوریا دغه قراردادونه لغوه کړل، ځکه امریکایې پوځیانو په غلا، چور، جنسي تیرۍ، انسان وژنه، ترور او داسې نو رو جرمونو کې مستقیم لاس درلود.
یوبله مهمه نقطه هم راپه یاد شوه، هغه دا چې په دې تړون کې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو په اړه هیڅ ندي وییل شوي. یاني دمخکې په څیر ناڅاپه بمبارۍ به په هرځای کې کیږي نو ځکه خو پاکستان او ایران ډیر اندیښمن دي، او ایران خو ښه په ډاګه خپل مخالفت وښود، پاکستان خو په ظاهره خپله خوښي څرګنده کړه خو زور به یې له مونږنه باسي.
زما په اند، تردې مهاله د امريکا او افغانستان ترمینځ دامنيتي او دفاعي تړون پر سر مذکرات هیڅ کومي نتیجې ته نه دي رسیدلي نو بیا لویه جرګه د څه لپاره؟!
اصلاً دغه تړون د افغانستان دامنیتي ځواکونو دتقویې او پیاوړتیا لپاره هیڅ فایده نلري، ځکه امریکا اوس مجبوره ده، صادقانه کار به له افغانستان سره هیڅکله ونه کړي. زما په فکر ددواړو هیوادونو غوښتنې او دریځونه په لاندې ډول کیدای شي:


د آزاد، سوکاله او خپلواکه افغانستان په هیله!