د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي د لوی جرګې افتخارات هم هزاراګانو ته وبښل!

حاجي موسی جبارخیل 21.11.2013 18:35

جرګه لرغونی تاريخ لري، هر چيرته چې کومه ستونزه رامنځته شوې، مشران جرګه شوي او ستونزه يې د جرګې په پرېکړو سره پای ته رسولې، د لویو ستونزو څخه نيولې تر کوچنيو پورې هره ستونزمنه موضوع د جرګې په برکت پای ته رسېدلی، ولې دا بايد يادونه وکړم، چې په جرګه کې پروت برکت د هغه مخورو مشرانو د سالمۍ رهبرۍ او اصيل افغانيت نښې وې، چې هېڅکله يې په جرګو کې طرف نه دی نيول.

ولې نن د کرزي په دوران کې د جرګې لرغونی جوړښت چې تر اوسه نه بدليدونکی و، نن د بدلون په لور روان دی، او که دا وویل شي چې بدلون يې وکړ هم به بېځايه نه وي، موږ دا نه وایو چې موږ د کوم قوم سره تزاد لرو او یا دا چې موږ د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهو، ولې دا بايد ضرور ووايم، چې د جرګې په مشرتابه هئيت کې د هزاره قوم پاتې کېدل به دې تاريخي دود ته ټکان ورکوونکی وي.

که يو څوک وغواړي چې حضرت صاحب ته سپارش وکړي او په جرګه کې ورته ځای ورکړی، د دې کار مخه يې د هزاره قوم له لوري نيول کېږي، ځکه چې اوس دوی په اقتدار کې دی، د همدې قوم په وينا چې جمهور رئيس ورته ويلي يوازې حضرت صاحب د دعاګانو لپاره پکار دی، مشرتوب نه شي کولای.

نن مې د جرګې په صحنه کې وليدل، چې هر کار د هزاره په لاس کې وه، که د ډودۍ له قرارداد څخه ونيسي، تر چاپ، لوژستيک او نورو پورې ټول د دوی په لاس کې و او دوی ول چې مخورو مشرانو، ديني عالمانو او سپين ږيرو سره يې زشته رويه کوله، تاسو يقين وکړئ، چې نن هغه مشران هم د دې قوم د ځوانانو له لوري ورټل شول، چې په ټول ژوند کې يې له چا ترخه خبر نه وه اورېدل او د همدې مشرانو له ویرې ځوانان په کلو او بانډو کې په لوړ اواز خبرې نه شي کولای.

اهميت د جرګې قومونو ته د سهم ورکونې او معيار کې دی، مګر نن د هر بل قوم څخه زيات پدې جرګه کې هزاره ناست ول، هغه ولايتونه چې د تاريخ په اوږدو کې يې لوی لوی مرکچيان درلودل او هر څه به د دوی په مرکو خلاصيدل نه و راغلي، د موثقو معلوماتو په بنا چې اصلاً راغوښتل شوي نه و، ولې هغه څوک راغوښتل شوي و، چا چې د چارو  د ادارې له مشر سره یې تماس درلود.

ما چې د جرګې ټول ابعاد وليدل، د دې جرګې لپاره کوم ميکانيزم موجود نه و، هغه څوک چې راغلی هم ول اهميت ورنکړل شو، نه مشر او هم نه کوم عالم دين ته، پکار ده، چې دې جرګې کې مشر، حقوقي کارپوهانو، ديني عالمانو او تعليم يافته قشر ته ځای ورکړل شوی وای، خو هيس هم داسې نه وه، هر څه د چارو د ادراې او وزیرانو شوراء د رئيس په خوښه و.

که دا جرګه تر راتلونکو څو ورځو لپاره همداسې دوام وکړي، ليري نه ده، چې ټول پښتانه او هغه څوک چې دې جرګې ته راغوښتل شوي و، له جرګو زړه تورن شي او بيا به هيڅکله  هم په ملي مسايلو کې جرګې کې د ګډون لپاره غاړه کښنږدي.

په نننۍ جرګه کې د لغمان ولايت يو تن ګډونوال