د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مطبوعاتي مرکې ارونه

اکرام الله اکرام 21.11.2013 14:22

دمطبوعاتي  مرکې ارونه د لیکوال او ژورنالست محمد اصف شینواري ژباړه ده چې په وروستیو کې له ننګرهاره ختیځ خپرندويه ټولنې په عالي کاغذ او ډبل پښتۍ د ژورنالیزم مینه والو او محصلینو ته وړاندې کړی دی .


دا کتاب چې نږدې درې سوه مخونه لرې د ژورنالیستکي مرکې په اړه پکې بیلابیل ګټور مواد راغونډ شوي دي


محمد اصف شينواري  د ژورناليزم په برخه کې لسګونه کلونه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي ، چې ددغو هلوځلو یوه برخه يې هم د ژورناليزم په ډګر کې د یو شمير مهمو اثارو ژباړل دي.

زموږ هيله داده، چې د شينواري صیب دا کتاب به هم دده د نورو چاپ شویو کتابونو په څېر د لوستونکو له  تاوده هرکلي سره مخ شي . په کتاب کې د مطبوعاتي مرکې بېلابېل ډولونه تر څېړنې لاندې نیول شوي ،چې په منځپانګه  کې دمرکې تر سره کولو ټول پړاوونه،پوښتنې،ژبه،نقل قولونه اودمرکې چمتو کول جوړوي.

کتاب له ایراني فارسي څخه په ډیره ساده او روانه پښتو  ژبه ژباړل شوی،  چې د لوستو پر مهال به يې له هیڅ ډول ستونزو سره مخ نشئ .

ختیځ خپرندويه ټولنه ددې ترڅنګ چې د شينواري صيب دغه ژباړه د ژورناليزم په ډګر کې یوه نوي زیاتونه ګڼي د کتاب په چاپ ویاړي او د ژورناليزم مینه والو او زده کړه والو ته يې د لوستو بلنه ورکوي