د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټوليزو اړيکو وسايل

اکرام الله اکرام 02.11.2013 19:10

(د ټوليزو اړيکو وسايل )د دروند استاد پوهنمل ببرک مياخيل پښتو ژباړه ده ، چې منځپانګه يې د ټوليزو اړيکو د وسايلو پر تاریخچې ،پېژندنې او اهميت څرخي .
پوهنمل استاد ببرک مياخيل لسګونه کلونه د ژورناليزم په برخه کې کار کړی .د یوه بې لوري خبریال په توګه يې ټول عمر له حقایقو پرده پورته کړې ده او لا هم پدې برخه کې د محصلينو په روزنه بوخت دی .
استاد مياخيل لکه دیو شميرو نورو خبريالانو په څېر خپل ټول وخت د تازه پېښو په راغونډولو نه دی تېر کړی، بلکې وخت په وخت يې د ژورناليزم مینه والو ته په زړه پورې معلوماتي ژورنالستيک اثار ژباړلي او د خپلو تجربو سره یو ځای يې د مینه والو مخې ته ايښي دي .
د استاد دا اثر( د ټوليزو اړيکو وسايل )د ژورناليزم په برخه کې پدې خاطر هم یوه نوې زیاتونه بلل کېدای شي، چې له دې وړاندې مو په دې برخه کې کره معلومات نه درلودل .
زموږ هيله داده ، چې له دې مهم او ګټور اثر نه به د ژورناليزم د پوهنځي محصلين او ټول مینه وال پوره پوره ګټه واخلي .
ختيځ خپرندويه ټولنه د دغه ډول علمي اثارو په چاپ وياړي او درانه استاد ته د کتاب د چاپ د مبارکۍ ترڅنګ د الله په دربار کې د اوږده عمر د دعا هيله کوي .
درنښت