د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صابونکیان

محمود نظری 19.10.2013 14:40

***
په سوټي له چا خیري جلاکوي دوبیان
کیسې وهي اخته دي هر چیرې کیسه مالان
کله سپینیږي په پرېولو داسوی سکوران
کله به له دې کرغیړنو سي د افغان خلاصون
راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون
***
هرچیري یو ناست دی ځان ته کف ورکوي
چا ژبه رایستلې په تغار ه کې کف ورکوي
بل دخیړن پیرن سر ته د شامپو کف ورکوي
څوک چکۍ کاروي څوک پوډران صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون
***
دیموکراسي ده جزګي ته وايي پستکیه
دکرزي پاچاهي ده بیزوته وایي سپینکیه
دلوټمارو واکمني ده خاین ته وايي سادکیه
تور خړیسانو ته څه ګټه لري ګل نښان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون
***
بیاراغله هغه ناولي چې دي دملت قصابان
په زرو یې مړه کړه په کانتینروکې تاندلبان
لا باور لري چې ورکړي خلک هغوته ووټان
په خپل تور بدن مښي د اشرف نښان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون
***

یو یې په چغو دلویو بمونو کړ ځان زکام
بل یې دتیو دکلسیون او دمړو د نڅا و امام
اوس هغو اجاره کړی ددشت برچي حمام
نه چې بیا وغولوي داښار ناپرسان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***

هر یوه هیر کړه له ملت سره خپله ناروا
اختلاص، بډي، غصب دمځکو او غلا
په کومو سترګو دوی میدان ته راغله بیا
داخیرني ږیرې غواړي درجنان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***
چا سنګ پای مخ ته نیلوی چا چپه تورۍ
دچا لیف په لاس کې دچا دصابون چکۍ
څوک ښکر غوړوي څوک ږمونځوي لکۍ
استعمال ډیره ګټه لري د ان په ان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***
دا وطن په درنو دروند دی په سپکو سپک
پټو یې غوړولی دي هر غله دلاپکو لاپک
ځان یې کاندید کړی هر ناپوه دچپکو چپک
عنبري کاروي څوک عطرافشان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***
دهر خیرن په لاس کې ده دصابون چکۍ
څوک دنل په غاړه څوک دکابل دریاب په ژۍ
صابون یې کله ورکوي بوی د پسکۍ
شل به یې نه کړي زما په ګمان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***
لغړ د دښو خلکو په صابون مینځي ځان
دهغو تر شا ولاړ پټوي کونه دهغو په تنبان
دغلا په صابون کله سپینیږي تور ایمان
دوینې لکې کله ورکوي دومره اسان صابون
راغلې ټاکنې دلته بیا سوګران صابون
***
راځئ ورکړو صابونکیانوته اماله دصابون
ورباندې وخورو په ټاکنو کې دانه د صابون
ورته بیان کړو ګټه نه لري دا موښه دصابون
ملت مو وجدان بویوی نه عنبر نښان صابون
دخدای لپاره بس ده نور نه کړئ ګران صابون

***