د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په حج کې د اوقافو وزارت غلاګانې او درغلۍ

عبد الرحمن 01.10.2013 20:01

هر کال د افغان حاجيان د حج مراسم له مشکلاتو ډک وي، کال په کال د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په خدماتو کې د ښه والي پر ځاي بدتري کچه لوړيږي. سږ کال د نورو کلنو په نسبت د افغان حاجيانو خدمت په صفر کې ضرب دي هيله ده چې افغان رسنئ په دې اړه افغان ولس ته بې پرې څيړنې وړاندې کړي تر څو د اوقافو وزارت کې اساسي اصلاحات راشي.

 زه دلته  د حج  او اوقافو وزارت د يو څو مامورينو معلومات  افغانانو سره شريکوم چې د تېر کال د حج په اړه يې ماسره شريک کړي دي، نوموړو د نوم ښوولو څخه ډډه وکړه خو غواړي چې افغان ولس ته د حج او اوقافو وزارت غلا  روښانه کړي چې څنګه د افغان حاجيانو څخه شوکې  او  غلا کوي.

لومړي خو په کابل کې افغان حاجيان د وزارت لخوا لوټ شي د الوتکې ټيکټونه ورته په لوړه بيه واخلي ان تر دې چې ځينې معلومات وايي حامد کرزي هم د حاجيانو په دې لوټ کې شريک دي. (( حامد کرزي هر کال حج اوقافو وزارت ته دذبيح الله مومن زاده  په نوم شخص سپارښتنه کوي چې د حاجيانو قرارداد کې دې زياته برخه ورکړل شي)).

هغه ډله چې د حج اوقافو وزارت لخوا عربستان سعودي ته ليږل کيږي تر څو افغان حاجيانو ته  موټرې او ځايونه ونيسي د غلو لويه ډله وي چې په لاندې شکل غلا کوي او ډېر کم مسؤلين پکې مخلص وي:

۱: دغه د غلوو او کميشن کارانو ډله چې ځانته د افغان حاجيانو خادمان وايي د افغان حاجيانو اوسيدلو لپاره هغو ځايونو پسې ګرځي چې نور هيوادونه يې خپلو حاجيانو ته  نه نيسي او له حرم شريف څخه هم لري وي. د دغې ګنده او زړو هوټلونو مسؤلين افغان غلو سره لار لري د وزارت لپاره ترې د زياتو پيسو بيل راخلي د بيلګې په ډول د يو حاجي په سر هوټل سره خبره په ۳۰۰ سعودي رياله کوي خو بيل پرې د ۶۰۰ ريالو جوړوي. نو په دې حساب که د افغان حجيانو شمېر ۳۰۰۰۰ زره حاجيان وي درنو لوستونکو تاسو يې  د غلا حساب وکړئ. نوموړي غله د غلا دغه پروسه د افغان حاجيانو سره په مدينه منوره کې هم ترسره کوي.

۲: د موټرو په  کرايه  کولو کې د افغان غلو ډله چې په سعودي عربستان کې د حاجيانو مسؤلين وي هغو کمپنيو څخه موټرې په کرايه کوي چې موټرو کې يې څوک مفت هم نه ګرځي هغه موټرې په کرايه کوي په هغې کې هم کافي غلا کوي او د افغان حاجيانو دې خداي مل شي.

۳: هغه خلک چې د افغان دولت  لوړپوړي چارواکي وي هغوي ته ښه لوکسو هوټلونو کې ځاينوه نيول کيږي او يوه کوټه دوه کسانو ته ورکول کيږي حال دا چې نور غريب افغانان په يوه کوټه کې تعداد ۷ تنو ته رسيږي.

همدارنګه لوړ پوړو چارواکو ته لوکسې موټرې په کرايه کيږي تر څو هغو خوشحاله وساتي او خولې يې ټپې کړي.

۴: هغه کسان چې د حجيانو لپاره د معلمينو په نوم نيول کيږي د هغوي ۹۰٪ د خپل حج کولو لپاره تللي وي او د ازاد رقابت له لارې نه ټاکل کيږي. کومه ازموينه چې د اوقافو وزارت اخلي هسې افغان ولس ته په سترګو کې خاورې اچول وي.

۵: په کابل کې افغان حاجيان هم په بد حال وي خدمت يې صحيح نه کيږي په ګرمۍ کې له ګرمۍ مړه او په ژمې کې يې له يخنۍ  مړه کوي. همدرانګه د حج د مراسمو صحيح زده کړه نه ورکول کيږي.

په پاي کې بايد دا ووايم چې د افغان حج  او  اوقافو وزارت يو وروسته پاتې او د افغان دولت د نورو ادارو په څېر له فساده ډک وزارت دي د هيڅ يو هيواد حاجي سره داسې ظلم نه کيږي لکه د يو افغان حاجي سره چې ترسره کيږي.

د دې ستونزي د حل لاري:

۱: د حاجيانو پروسه د وزارت څخه بيلول په دې معني چې حج لپاره دې يو خپلواکه اداره جوړه شي لکه د ماليزيا چې د حج فنډ په نوم  يوه اداره لري.

۲: دا اداره يو مخلص او په کار پوه افغان ته سپارل پکار دي چې په معاصر شکل يې مخکې يوسي.

په ۲۰۱۳ کال کې د افغان حاجيانو بد حال تصويرونه د نسيم دانش د فيسبوک د پاڼې څخه: