د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددکتور نجیب الله د « ۷ ۱ » اوه لسم تلین په مناسبت

انجینر محمود صافی 24.09.2013 22:10

الفت صاحب وایی : ټیت خلک به جګ ګڼی ناست که په جګ ځای کی وی × حق ویل به زیان ګڼی دلته که اوسیږی ته .
دادی زمانه اووخت ډیر زر اوګړندی تیریږی .بیا دمیزان میا شت په افغانستان کی شروع شووه .دافغانستان د «۰ ۰ ۰ ۵ » تاریخ یوه لوی تاریخی فاجعه هم په وطن کی افغانانو دسر په سترګو ولیده دافغانستان دحاکم پارټی اودولت رهبر په بی رحمانه شکل وژل او په دار ځړول دا ښکاره کوی  چه په حقیقت کی دافغانی رو شنفکرانو او حاکم حزب په دار ځړول معنی ورکوی .او دغلو او ډاړه مارانو حاکمیت تر نن پوری ادامه لری .زه دخپل داخلی اودرونی احساس او زړه درد له کبله دمرحوم نجیب الله روح ته درودونه او دوعا ګانی استوم او دالله پاک څخه ورته دفردوس جنت غوښتنه کوم . روح دی ښاد وی .زه یو دهغه کسان دجملی څخه یم . چه پنخه کاله می مستقیمآ دهغه درهبری لاندی په وزارت امنیت کی خلکواو ولس ته دخدمت په لار کی خپل انقلابی اواوپراتیفی وظایف مخ ته وړی او خپل وطنی دین می اداکړیدی .په لنډه توګه په کاری ساحه کی یی زه دټولو حزبی ملګرو  نه چاه چه کار ورسره ندی کړی ښه پیژنم . تکړه خوان ،تکړه سیاسی مبتکر، او خلاق مخکی لیدونکی سیاسی تحلیل ګر وه . په عین حال کی دلسوزه او مادون پروره  یکه تازه ،اوخوش باوره وه  او دخپل دګوند درهبر څخه یی ډیر څه زده کړی وه . دا ډیره ګرانه او سخته ده چه اوس قلم راواخلو او دهغه دشخصیت په باره کی څه ولیکو .دپښتو مشهور متل وایی په یوه ګل نه پسرلی کیږی زه هم دنظر حق لرم او خان ته ددی حق ورکوم چه په ډیر لنډ ډول سیاسی حقایق سره تماس ونیسم . رښتیا هم حقیقت ویل اولیکل ګران کاردی .انتقاد زمونږ په ګوند کی د انتقام استفاده ور څخه کیده اوهیچاه انتقاد نه منه .«اګر چه نوم یی دیموکراتیک ګوند وه» خوهمیشه زور او فشار تطبیق کیده ژوندی مثال یی « دګوند په رهبر کودتاه وه ».دوکتور نجیب الله دشهادت خارجی او داخلی عوامل معلوم او څرګندی بیلګی لری .چه په ترتیب سره ورته اشاره کیږی
 خارجی : سیاسی ،نظامی ،او اوپراتیفی ملی اوبین المللی شرایط او وضیعت داسی حاکم شووه چه ددکتور نجیب دصحرایی اعدام شرایط یی برا بر کړه .«دامریکا سیاه ،دپاکستان ای اس ای ،دملل متحد رهبر او خاص استازی داسی په دوکتور نجیب سیاسی فضاه تنګه کړه . تر څو چه پنجابیانو دخپلی توری ارتجاع په وسیله په  اصطلاح طالبانو خریداری شوی اجیرانو په واسطه دپردی تر شاه ددوی په رهبری او رهنمایی داعدام په سزا بیدون دمحکمی ورسول اوملل متحد پټه خوله پاتی شووه او ظاهری طالبی اجیرانو یی مسولیت په غاړه واخیسته اوافغان ولس دخپل مشر ننداره وکړه افغانی تاریخ به په خپلو میړنو خپل عادلانه قظاوت وکړی .اودوکتور نجیب دتاریخ یوه برخه شووه .افغانستان یوه قومی ،عنعنوی ،اوقبیلوی ټولنه ده  .دتاریخ په اوږدوکی افغان ولس په جرګو اومرکو خپل منخی شخړی حل کړی دی . افغانانو ته مصالحه کومه نوی خبره نه وه دایوتکتیکی کړن لاره وه .دمصالحی عنعنوی تفصیل په دی لنډو کرښو کی کنجایش نلری .خلاصه دوکتور نجیب دساړه جنګ د شرق اوغرب دمقابلی دروس دمنافعو اوجاری پالیسی قربانی شووه.
 داخلی : علامه سید جما ل الدین افغانی وایی چه افغانانو په بی اتفاقی کی اتفاق کړی دی .مونږ ته تجربو او ژوند داسی وښوول زمونږ سیاسی عالی رهبری همیشه دوحدت چیغی وهلی اوعملأ ټول په خپل منخ کی بی اتفاقه او برخلاف وه .دبی اتفاقی نتایج مونږ ټولو ولیدل او یو دبل سره یی مشترکه ژبه پیدانکړه او یو پر بل دنیپا ل بمونه وغورځول .دخدای بښلی مرحوم ترکی اوامین عمل زمونږ په ګوند کی دعبرت درس وه .  تکرار دسیاسی جر یاناتو زما په عقیده لویه تاریخی ګناه وه  ولی په ګران
افغانستان کی دقدرت دغصب ا وتصرف دپاره هیڅ شی « مفکوره، عقیده ،ملګرتوب ځای نلری »
 سیاسی ملګرتوب ځینو ته دقدرت په خاطر دا هسی چټی ، سیاسی معامله ښکاری ،سیاسی عمل خو همداسی وښوده .دتاریخ ورقی که ګزاو پل کړو  . ورور دورور سترګی دخپل  قدرت دپاره ویستلی دی دابدالی دوری دتیمور شاه او شاه زمان تاریخ هم ښه څرګند دی .چه دقدرت دپاره یی څه وکړه . دسلوسر خبره داده که وحدت کری بری به ریبی اوکه نفاق کری بد بختی اوزوال به ریبی اومنی به یی                                                                                              
داخلی عوامل : دریس جمهور دحمایت او محافظت دپاره وزارت امنیت چه بی سر حده نظامی او اوپراتیفی پرسونل یی درلود .او په څنګ کی ورسره بی سرحده مالی  تخنیکی ،اوپولی امکا نات درلوده ویی نشوکولی چه ریس جمهور په دری کیلومتره کی تر میدان  هوایی کابل پوری په امنیت او مصونیت سره تر طیاری پوری دهند په استقامت رخصت کړی اساس دخبری دا دی چه فاروق یعقوبی وزیرامنیت داسی یو منفی کرکتر وه .چه سالم رهبری اومدیریت یی نه درلوده چه لیدر شف ته په حساس اوبحرانی حالت کی نجات ورکړی  قظاوت دمحترمو لوستونکو دپاره پریږدو.  او نور خو دوزارت دفاع او وزارت داخلی نظامی امکانات په کابل کی چه تفصیل تی ضروت نشته .ویل کیږی  چه مونږ خو ښه یواوملات نه یو ولی هغوی چه تش لاسی اوبیکاره په کور ناست دی  « کله بندیان او کله وهلی اودوظا یفو سبکدوش اودر په د ر»  ملامت هغوی وه .دا بحث ډیر اوږد اوجنجالی دی دخپل بام واوری دبل چاه په بام اچول دځان دخلاصی دپاره اسان کاردی .وزیر امنیت فاروق یعقوبی په خوله ګنګ ، په زړه بیدار په قلم مظر دا د تاریخ محکوم اوبی کفایت داسی فکر کاوه چه دوزارت څوکی ده ته دپلار میراث پاتی دی تر څو چه دخپلی بی کفایتی په بنست یی په خپل دفتر کی ریس جمهور ته دخجالتی په خاطر په انتحار او خودکشی لاس پوری کړه . او دفتر یی په خپلو وینو ولړاه .دغرمی ډوډی وروسته به په وزارت کی وروسته دوڅکی چښلو نور به خبر نه وه چه په مملکت کی څه تیریږی تر څو پوری چه دافغانستان تاریخ یی دمرحوم نجیبالله په وینو رنګینه کړه .تاریخ به دابی کفایته طوطی محکوم کړی .همیشه به یی دشهزاد ګانو کانی کولی  .دوزارت برجسته کادرونه دده په وسیله په دسیسه اوتوطیه دوظایفو شړل شوی او ویستل شوی .«دمحترم قادر میاخیل ، مرحوم جمیل نورستانی اوټکړه اوزړه ور محترم داکتر بها اومحترم انجینر نجیب » یاده ولی شووه . ممکن بعضی دوستان ووایی چه په مړ مار ګذار دمیړو کار ندی مګر زه وایم دا مار چه ژوندی هم وه .ملګرو اوما هم مجادله ورسره کړی  وه . قصی ترخی او اوږدی دی .قضاوت یی دګوند تاریخ ته پریږدو . پای  اګر بینی که نا بینا وچها است × اګر خاموش بنشینی ګناه است.