د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سرو وينو ډک ليستونه او تر کاڼيو کلک زړونه

ډاکټر سیدنصیراحمد 22.09.2013 21:56

په دې ورځو کې د خلقيانو د خونړلې واکمني د جنايتونو د لړۍ د ۵۰۰۰ افغان شهيدانو، چې پرته له محکمې د اشرار، اخواني، ماوېست، روشنفکر او داسې نورو نومونو لاندې په ډېره فجيع بڼه وژل شوي دي، چې اولادونو، خپلوانو، مېرمنو، ميندو، پلرونو، وروڼو او خويندو يې د څو لسيزو په بهير کې د زړه وينې تويې کړې دي او د خپلو خپلوانو په لټه کې يې يا سر خوړلی يا يې ځان قرباني کړی او يا يې هم خپلوان تباه شوي دي.

زه ليا ماشوم وم او د ښوونځي په لومړنيو کلونو کې په لوست بوخت وم، چې د سرې غميزې د کودتا انګازې په غمځپلي افغانستان خپرې شوې او لکه خپسکه غوندې يې د ډېرو انسانانو ستوني وربند کړل او سا يې ترې واخيسته. زموږ په ټولګي کې هم ډېر ماشومان ورځ تر بلې يتيمان کېدل او د کورنۍ غړي يې ورکېدل، چې زما خپل او خپلوان هم ترې مستثنا نه ول او دسره اور سرې لمبې زموږ تر کوره هم راورسېدلې او زموږ په کورنۍ کې ليا د سره غوبل په لومړيو دوو کلونو يعنې له ۱۹۷۸ تر ۱۹۷۹ پورې تر لسهاوو زيات انسانان د سرو لمبو خوراک شول.

د سرې غميزې په پیل کې زما نيژدې خپلوان استاد سيد عبدالرب، چې لومړی د حبيبيې لېسې او بيا د شريعاتو د پوهنځي استاد وو، نو د ۱۳۵۷ د غويي د غميزې له پيل سره د ثور په ۱۱ نېټه د خلقيانو لخوا له کوره و ايستل شو او تر ننه يې نه مړی معلوم دی او نه يې هم قبر! د سرې غميزې ليا اونۍ نه وه پوره، چې په ميدان ښار کې زموږ بل خپلوان سيد محمد حکيم هم د سرې غميزې په مېچڼ کې اوړه شو، چې نوم يې د سرووينو په لېست کې د ۲۰۰۹ شمېرې ترڅنګ ليکل شوی دی.

زموږ د کورنۍ نه ځوان او نه هم زوړ په امن کې نه ول، نو په تجريدي بڼه يو په بل پسې وژل کېدل، چې د کمونيستانو په لومړي کال کې زموږ د قومي مشرانو د شهادتونو لړۍ پرلپسې اوږدېدله او د ۱۳۵۸ لمريز کال د جوزا په ۱۱ نېټه زموږ د کورنۍ مشر جنرال سيد عبدالغني وردګ، د هغه ورور انجينير سيد محمد نعيم او تربور سيد نعمت الله او نور لس تنه، چې د ځينو نومونه يې د خلقيانو د جنايت په سره ليست کې ليکل شوي هم دي، په کورونو کې ونيول شول او د پلچرخي په پوليګونونو کې تریتام شول، چې حتی تر څو ورځو مخکې هم زموږ فاميل په دې نه پوهېدلو، چې خپلوان به مو وژل شوي وي او که به سايبيريا ته وړل شوي وي، ځکه لکه نن چې د طالب، القاعده او تروريست په نامه خلک ګوانتاناما ته بېول کېږي او پرته له محکمې بنديان کېږي، نو د سرې غميزې په پيل کې هم ګومان کېدلو، چې يو شمېر بنديان د شوروي اتحاد سايبيريا ته انتقال کېږي او هلته بنديان دي، دغه د سور وينو ډک ليسټونو ډېرو هيلو او اندېښنو ته د پای ټکی کېښود.

له بده مرغه بايد ياده کړم، چې په وروستيو څو لسيزو کې زموږ د کورنۍ د سر سړي په يو او بل نامه وژل شوي دي، چې د کمونيستي نظام په لومړيو کلونو کې زموږ مخور مشر جنرال سيد عبدالغني وردګ شهيد شو، د مجاهدينو په موده کې په ۱۹۹۴ م کال زما ترورزی مرحوم جنرال سيد خليل الرحمن په ډېره نامېړانه په شهادت ورسول شو، د طالبانو په موده کې په ۱۹۹۸ م کال زما د پلار تربور پوهاند سيد ميرهاشم بشريار په جلال آباد کې لاستړلی په اوبو کې غرق شو او په شهادت ورسول شو او د نننيو تيکنوکراتانو او پرونيو نظاريانو په واکمني کې د امريکايي ځواکونو لخوا په وردګو کې ليا دوه کاله مخکې زما د ترور لور د نسايې ولادي متخصصه ډاکټره عاقله حکمت په شهادت ورسېدله، چې امريکايي عسکرو مخامخ په تندي ووېشتله، ځکه چې د زوی، لېورزۍ له شهادت او د خاوند له ټپيو کېدو سره يې سم په امريکايي يرغلګر د ډبرو ګوزارونه کړی ول، نو ډاکټره عاقله حکمت د جهاد په ډګر کې په شهادت ورسېدله! زموږ د کورنۍ د شهيدانو شمېر له سلهاو اوښتی دی، نو زه به زړه د (انا لله و انا اليه راجعون) په ويلو سره تسکين کړم، مګر د دغو شهيدانو د يتيمانو د اوښکو درمل زما په د دغو څو تورو کرښو په نغوته نه شي کېدلی! 

په پښتو کې متل دی، چې سل ومره، مګر يو دې مه مره! زما د ليکنې ډېره برخه د شهيد جنرال سيد عبدالغني وردګ شهادت ته ځانګړې شوې ده، چې ما يې تېره ورځ په هالنډ کې د خپاره شوي ليست په لړ کې د ۵۶۶ شمېرې تر څنګ د دغه ستر شخصيت نوم ولوست او د جنرال صيب د ورور انجينير سيد محمد نعيم د سيد عبدالوهاب زوی شمېره بيا ۱۱۳۰ وه. ما د ډېرو خپلوانو: لکه شهيد غلام غوث شجاعي، سيد محمد حکيم، سيد نعمت الله او نورو نومونه د وژل شويو په ليست کې د روشنفکر، اخوانی او اشرار تر نامه لاندې وليدل، چې زما په ذهن کې يې د وروستيو ۳۵ کلونو د ظلمونو يادښت تازه کړ او د خلقيانو ظلم ته مې د زړه وينې وچې شوې، مګر د سر سترګې مې ورته په وينو ژړېدې او هره اوښکه د ناهيلي په بڼو ځنګېده! 

جنرال سيد عبدالغني وردګ د چک ولسوالي د کوترې په کلي کې زېږېدلی دی او بيا يې وروسته له حربي ښوونځي او حربي پوهنتونه په ګڼشمېر بهرنيو ملکونو کې لوړې او مسلکي زده کړې کړې دي، چې د هندوستان په يوه نظامي اکاډمي کې يې په ۱۶۰۰ پوهنپالو کې لومړۍ درجه تر لاسه کړې وه او بيا وروسته يې ارکانحربي په امريکا کې تر لاسه کړه او هغه مهال يې د (J.F. Kennedy) سره هم له نېژدې پېژندل.

شهيد جنرال سيد عبدالغني وردګ د مومندرې او شينوارو د سيمو د پاڅون د کرارولو په اړوند يې د اتلولي مډالونه تر لاسه کړي دي، په جلال آباد کې د امنيې قوماندان وو او وروستۍ دنده يې د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې د ژاندارمو پوليسو عمومي قومانداني وه، چې تر څنګ يې د مرحوم محمد ظاهر شاه ياور هم وو!

جنرال سيد عبدالغني وردګ د داود خان د کودتايي پلانونو سره موافق نه وو او د سردار داود خان لپاره د لارې خنډ ګڼل کېدلو، ځکه يې د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنګاښ د ۲۶ نېټې د کودتا په اړه مخکې له مخکې خپله اندېښنه له سردار ولي خان او يو شمېر نورو لوړپوړو خانداني چارواکو سره څرګنده کړې وه، چې د محمد زيو د کورنۍ مشرانو و نه غوښتل، چې جنرال سيد عبدالغني د سردار محمد داود خان د کودتا پلان شنډ کړي او مخ يې ونيسي، چې زموږ په کور کې د سردار ولي دغه خبره تل يادېږي: مواضب کار های خود باشید و در مسايل فاميلي ما مداخله نه کنيد! خو جنرال سيد عبدالغني ورته ويلي ول، چې: کودتا ستاسو د کورنۍ مسئله نه ده، مګر د ملت بربادي ده!

د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ نېټه کودتا وشوه، خو يواځينی جنرال چې مقاومت يې وکړ، د کور ور يې په راکټونو ووېشتل شو او په کوټو يې له هيلوکوپترو ډزونه وشول، هغه سيد عبدالغني خان وو، خو جنرال صيب تر پايه تسليم نه شو، مګر سهار  اوه نېمې (۷:۳۰) بجې د سيمې د مشرانو په مرکو او غوښتنو له کوره ووت او بيا تر ۵ کلونو پورې د سردار محمد داود خان د دېمزنګ په محبس کې بندي وو، نو هغه مېړنی جنرال سيد عبدالغني وردګ وو، چې داود خان له وېرې حتی له بنديخانې هم نه شوی پرېښودلی! مګر د سرو له غوبل سره سم، دغه ملي شخصيت هم په ډېره نا مېړانه ووژل شو!

د هر انسان په ژوند کې داسې پېښې وي، چې يو چا ته د ژوند مسير تعينوي او يا يې د پټو او څرګندو احساساتو مشال ګرځي، نو زه هم د مرحوم جنرال سيد عبدالغني وردګ له نامه سره ليا په ماشومتوب کې آشنا وم او له نيژدې مې ليدلی وو او زما سره يې ډېره مينه درلوده، ځکه زه يې هم د تره د زوی او هم يې د خورزې زوی وم، نو تل به يې زما له بابا جنرال سيد محمد عمر سره يو ځای ويل، چې اولاد بادام دي، مګر لمسي مغز بادام وي!

د جنرال سيد عبدالغني نوم تل زموږ د مشرانو په خوله وو او ليا مخکې له دې، چې د داود خان کودتا رامنځ ته شي، نو د جنرال سيد عبدالغني نوم راته د ژوند مشال ښکارېدو او لکه ماشوم به تل په خپلو مشرانو نازېدم او ما ته به تل وياړ وو، چې دخپلو خپلوانو په اړه خبرې وکړم، چې نن هم د دغه څو کرښو په ليکلو مې د خپل ماشومتوب د خيالونو نړۍ د قلم په وينه او په خپله بالغه مينه څرګنده کوم!

د ۱۹۵۶ وروستۍ مياشتې وې، چې زما د کشر تره سيد عزيز احمد د واده مراسم ول او ورا يې د وردګو له سيد آباده کابل ته راوړه، نو له کوټې سنګي د ورا موټر د دهبوري په لور رهي کړ، په پيل کې زه پوه نه شوم، چې ولې داسې وشول، خو ورا په دهبوري کې ټول موټر د شهيد جنرال سيد عبدالغني د کور وره ته ودرېدل او زما تره له خپلې مېرمن سره د جنرال سيد عبدالغني وردګ د کور دروازې ته ورنېږدې شول، خو نورو خلکو ته دروازې ته د ورنيژدې کېدلو اجازه نه وه!

زما تره اوسنی جنرال سيد عزيز احمد له خپلې مېرمنې سره د دروازې مخې ته ودرېدل او جنرال صيب سيد عبدالغني تر دروازې ورته راښکته شوی وو، خو خپله دعا يې په دروازه کې وکړه، مګر هېچا ته اجازه نه وه، چې د دروازې له لخکه ورننوځي او جنرال هم د دې اجازه نه درلودله چې له دروازې بهر خپل سر ښکاره کړي، زه هغه مهال هېڅ پوه نه شوم، خو له ليرې مې د پېښې ننداره کوله!

هغه مهال د دروازې تر څنګ يو پيره دار عسکر، چې وسله يې په لاس کې وه، جنرال سيد عبدالغني ته يې په تعظيم سره اشاره وکړه، چې د مېلمونو لېدو ته يا راووځي او يا دې مېلمانه کور ته درشي، خو صرف د روغبړ او دعا اجازه يې درلوده! همداسې وشول، زما تره له جنرال سيد عبدالغني سره صرف څو دقيقې په دروازه کې ودرېدل او بيا ټول بيرته کوټه سنګي ته راغلو، مګر د واده مراسم ډېر غمجن ول، ځکه ټولو ويل، چې کودتا لېوني داود وکړه، مګر ناخوالې په جنرال سيد عبدالغني تېرېږي، چې وروسته له ۶ کاله بنديخانې ليا اوس هم نظر بند دی او هېڅوک حق نه لري، چې کورته يې ورشي او جنرال سيد عبدالغني حق نه لري، چې له کوره ووځي، عجيبه وختونه او څومره بې ځايه فکرونه!

د ۱۳۵۶ کال په وروستيو کې شبرغان ته آوازه راغله، چې سردار محمد داود خان جنرال صيب سيد عبدالغني ته له کوره د وتلو اجازه ورکړې. زموږ په کور کې جشن وو، ځکه زما دپلار تربور او زما د مور سکه ماما له بنده خلاص شوی وو. مرحوم سردار محمد داود خان د مستغني په وساتط جنرال سيد عبدالغني ته له بنده د خلاصون شرط اېښودلی وو، چې جنرال سيد عبدالغني وردګ به هېڅکله هم په سياسي فعاليتونو، مېلمستياوو او ليدو کتو لاس نه پورې کوي!

ليا کمه موده تېره نه وه، چې يو ماښام جنرال سيد عبدالغني وردګ زموږ کورته د شبرغان ښار ته راغی. لوړه بيېه، ښايسته څېره، ځلانده سترګې او ژوندۍ خندا يې زموږ د کور هر ګوټ روښانه کړ. ورځ ليا نه وه تېره، چې زموږ په کور کې يې اصلاحات پيل کړل. د کور پولې، پټي، مېلمستون، پياده خانې، شپول او نورې خوني لکه عسکري قشلې غوندې په نظم سره برابرې شوې، خو ما ته يې زموږ مېلمستون ته د کوچ اخيستلو پېښه ډېره په زړه پورې وه.

زما پلار ډاکټر سيد عبدالاحمد بلبل نوربابا له جنرال سيد عبدالغني سره د وروري اړيکې درلودې او جنرال صيب زما پلار ته وړانديز وکړ، چې په مېلمستون کې د توشکو او ځمکناستې دوره تېره ده، نو ژر شه او کوچونه واخله! زما پلار د شبرغان ښار ورته ياد کړ، چې دلته ته خو ليا تراوسه کوچونه بېخي په بازار کې هم نه شته، نو زه به يې چېرې اخلم او څوک به بيا پرې کېني!

سبا جنرال صيب سيد عبدالغني وردګ زموږ والګا موټر له ګراجه راوايستلو او زما يو دوه خپلوان او زه يې په موټر کې کېنولو او د مزار شريف د ښار په لوري روان شولو. د مزار شريف په لاره کې د قوایکار په نامه ترافيکي دروازه وه، چې حقالعبور ورکول کېدلو، چې له ۲۰ تر ۳۰ افغانيو وو. کله چې موټر د حقالعبور د ورکولو په موخه ودرېدلو، نو زما د ترور خاوند مرحوم انجينير سيد تور ګل آغا له موټره ښکته شو او د حقالعبور پيسې يې ورکړې!

موټر ليا له ترافيکي دروازې نه نه و تېر، چې يو ترافيک راغی او زموږ سره يې روغبړ وکړ. جنرال صيب سيد عبدالغني د موټر جلو ته ناست وو، نو د ترافيک له راتګ سره سم له موټره ښکته شو او له ترافيک سره يې روغبړ وکړ او ورته يې وويل، چې په سيل مزار شريف ته ځو! خو کله چې جنرال سيد عبدالغني بيرته موټر ته ختلو نو ترافيک ورته وويل، چې: بښنه غواړم!  تاسو جنرال صيب غني خان نه ياست!

دغه مهال زما په زړه کې وهم پيدا شو! ځکه ما په خپلو ماشومانه سترګو پېښې کتلې او په وړوماغزو مې پېښې څېړلې! نو ما ته ترافيک، عسکر، پوليس او منصبدار په دريشي کې ټول يو ډول ول، چې د دولت خلک دي، ځکه خو ما ګومان وکړ، چې جنرال سيد عبدالغني خان لکه چې بيا نيسي او بندي کوي يې! اما له نېکه مرغه زما اټکل غلط وخوت.

جنرال صيب سيد عبدالغني مخ ورواړلو او ورته يې وويل، چې هو زه همغه جنرال سيد عبدالغني يم! ترافيک يې پر لاس ورټوپ کړ او ښکول يې کړ او بيا ورته په ګونډو شو او هڅه يې کوله پښې يې مچې کړي، خو جنرال سيد عبدالغني له اوږو ونيولو او په غېږ کې يې ټينګ کړ! هغه ترافيک ورته وويل، چې موږ تاسو په آسمانو کې لټولی، مګر دلته په دې سپېره خاوره کې مې ستاسو د تعظيم وياړ په برخه شو! تاسو خو زموږ د افغانستان د امنيتي ځواکونو، نظامي ځواکونو او په تېره د پولیسو او ترافيکو پلار ياست، اما حيف چې دغه ملک د خپلو مشرانو په قدر نه پوهېږي او موږ ته امر هم شوی وو، چې تاسو جنرال صيب د سفر اجازه نه لری او اوس له نېکه مرغه تاسو په تروکيستان کې او هغه هم په شبرغان کې وينم! قوماندان صيب زما سترګې روښانه شوې، نو اوس به هرو مرو زما په غريبانه جونګړه کې مېلمه کېږي!  

جنرال صيب ورته وويل، چې دا يوه اونۍ کېږي، چې له نظر بنده خلاص شوی يم او اجازه نه لرم، چې له منصبدارانو سره مېلمه شم او یا ورسره ووينم! دلته هم زه د خپل ورور نوربابا  کور ته راغلی يم! نوربابا زما پلار دی، چې په سيمه ييزو خلکو کې ډېر نفوذ لري او له برکته يې موږ ته هم خلک درنښت کوي، خو د پوليسو منصبدار هم جنرال صيب ته سلامي وکړه او موږ مخ پر مزار شريف رهي شولو او ټوله ورځ مو په مزار شريف کې تېره کړه، چې جنرال صيب موږ ته دوه جوړه کوچونه له مېزونو سره هم واخيستل! چې تر ډېره مودې پورې زموږ په کور کې ول، خو د افغانستان له ناخوالو سره زموږ کور هم ډۍ په ډۍ شو او هر څوک هر ځای ته کډوال شول!

په شبرغان کې د جنرال صيب سيد عبدالغني خان له مېلمستيا نه ليا کمه موده تېره شوې نه وه، چې د سرې غمېزې کودتا د ۱۳۵۷ د ثور مياشتې په ۷ نېټه رامنځ ته شوه. وروسته له دغه پېښې د جنرال صيب ترورزی استاد عبدالرب د کمونيستانو لخوا د ۱۳۵۷ د ثور په ۱۱ نېټه ووژل شو، چې مړی يې تر ننه ورک دی او زموږ د کورنۍ د غړيو پرلپسې ترور پيل شو، چې زموږ د کورنۍ مشران يو په بل پسې وژل کېدل، خو جنرال صيب سيد عبدالغني پوهېدو چې په هېواد کې غميزه روانه ده او د سرې غميزې په پيل کې له کوره چندانې نه وتلو او تل به يې هڅه کوله، چې په نامه يې زموږ نورو خپلوانو ته هم ګواښ رامنځ ته نه شي.

د ۱۳۵۷ لمريز کال د جوزا په ۱۱ نېټه د جنرال صيب د زوم محمد رحيم جنازه په شهدای صالحينو کې خاورو ته سپارل کېدله، چې جنرال صيب هم په جنازه کې حاضر وو، خو کله چې کور ته راستون شو، نو په کوريې د خلقي برېتورو چاپه ولګېدله او جنرال سيد عبدالغني يې له کوره و ايستلو او په نادرکه خوا يې بوتللو، چې ايله دا څو ورځې مخکې ما وکولی شوی، چې د سرو وينو په ليسټونو کې د سرې غميزې د جانيانو د قربانيو په نوملړ کې د شهيد سيد عبدالغني وردګ، د هغه د ورور انجينير سيد محمد نعيم وردګ او يو شمېر نورو خپلوانو نومونه وموندم او د خپل زړه دوک هم په دغه څو کرښو وباسم!

د دغه نوملړ په لوستلو مې د ډېرو مظلومو افغانانو کورنۍ تر سترګو تېرې شوې، د صبر او جنتونو دعاوي مې ورته وکړې، خو د جنرال صيب سيد عبدالغني وردګ د کورنۍ ناخوالې مې هم سترګو ته ودرېدلې، چې نه د سترګو په اوښکو مېنځل کېدلې او نه هم د زړه په وينو! ځکه خلقيانو د جنرال صيب په شهادت بسنه ونه کړه، نو د ظلم، دهشت او وحشت چاړه يې په ټوله کورنۍ ورتېره کړه!

د جنرال صيب يو زوی سيد محمد فاروق، چې د حربي پوهنتون د درييم ټولګي محصل وو، نو د اخواني، اشرار او اشراف په نامه يې له حربي پوهنتونه وايستلو، د مرګ له ګواښ سره سم ليا په ۱۳۵۸ کال کې هندوستان ته مهاجر شو او بيا آلمان ته لاړ، چې اوس په فرانکفورت کې ژوند کوي. د جنرال صيب دوه نور زامن سيد محمد طارق او سيد محمد اکبر دواړه له پوهنيزو مؤسسو بې برخې شول، چې سيد محمد اکبر اوس په آلمان کې او سيد محمد طارق په کاناډا کې مهاجر دي.

د جنرال صيب کورنۍ ته د خلقيانو په موده کې د جنرال سيد عبدالغني تقاعد هم نه ورکول کېدلو، د مړي او ژوندي مسئله يې ليا تر څو وروځو مخکې هم نا څرګنده وه او د ژوند په بهير کې يې اولاده له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول، چې ځينو يې بنديخانې هم تېرې کړې، خو له نېکه مرغه په بهرنيو ملکونو کې يې خپل د مهاجرت ژوندونه سره جوړ کړل، مګر يوې مېرمنې يې په جرمني کې په ځوان عمر مغزي سکته وکړه او په حق ورسېدله. دويمه مېرمن يې په کابل کې د ډاکټر د نشتوالي له کبله د حادې ناروغي په ترڅ  کې په حق ورسېدله، نو د خلقيانو د يو انسان په وژلو هم لويه کورنۍ تباه شوه او هم يې د ملت يو خواخوږی شخصيت له منځه يووړ، ښه ويل شوي، مېړني دي چې يادېږي!

نن سبا په ډېرو رسنيو کې د خلقيانو د جنايتونو د دغه له وينو ډک لېست د نوملړ په اړه څرګندونې کېږي، چې ځينې بيا د خلکو احساساتو ته هېڅ پام هم نه کوي، نور ليا اوس هم خپلې سياسي ګټې ترې پورته کوي، نو يو شمېر يې د هالنډ د بينالمللي محکمې څارنوال ته ټينګتې کوي، چې د دغه لېست پر ځای دې د ژونديو غمه وخوري او يا دې په هالنډ کې د مهاجرينو ستونزې حل کړي، نو دغو وروڼو ته بايد ياده شي، چې هره پېښه خپل حل لري او د خلقيانو د جنايتونو افشا کول نه شي کېدلی د نورو پېښو د حللارې خنډ شي!

په هالنډ، ډنمارک، جرمني، بلجيم او يا په ټوله اروپا کې ډېر خلقيان، پرچميان، دعوتيان، جمعيتيان او اسلاميستان شته، چې لاسونه يې تر څنګلو د افغان ولس په وينو سره دي، نو بايد په خپله سزا ورسېږي، خو د هاګ د نړيوالې محکمې دغه ګام هم بايد وستايل شي، چې دغه نوملړ يې خپور کړی او د زرهاو انسانانو له وينو او اوښکو ډک انتظار ته يې د پای ټکی کېښود او په دې هيله چې د د نورو قربانيانو د نوملړ ليستونه هم پيدا او خپاره شي، چې خلک په دې پوه شي، چې خپلوان يې د هېواد د خپلواکي په لاره په شهادت رسېدلي دي!

د يادونې وړ ده، چې افغان ولس لکه د سترنج دانه لوبول کېږي، چې د پرديو د موخو لپاره لکه پياده کارول کېږي، روسيې غوښتل چې د هند تودو اوبو کې ولامبي، خو د افغان په ډاګ يې سرونه نسکور شول! امريکا د منځنۍ آسيا د تيلو لېونۍ ده، خو لکه چې په خپل چال کې يې جيوپولتيکه ستراتېژي هم له لاسه ورکړه، مګر په زړه پورې دا ده، چې هم د سره ميدان د وزلوبې اتلان او د مکې شريفې شنه طوطيان نه په مسکو کې او نه هم په مکې کې پاتې شول، مګر دواړو د لوېديز کاپېر اويا خونخوار امپرياليست په لمنه کې يا مهاجر شول او يا هم سره او شنه تيکنوکراتان!

افغانان بايد هڅه وکړي، چې په حقوقي برخه کې خپل ذهن او خپلې هڅې پياوړې کړي، چې د کمونيستي، جهادي، طالبي او ننني تيکنوکراتانو او پروني نظاريانو د ظلمونو د لړۍ مسؤلين پيدا کړې او د قانون منګولو ته يې وسپاري. په دې هيله چې د افغانستان ځوان نسل، چې د وروستيو ۳۵ کلونو د ناخوالو قرباني دي، د دې همت او وسه پيدا کړي، چې له يو او بل سره د پوهاوي، زغم او دوستي رښکۍ وغزوي او د افغانستان غميزې ته د پای ټکی کېږدي او د وروستيو څو لسيزو ټول جنګي مجرمين د هاګ محکمې ته وروسپاري، چې بيا په افغانستان کې د سرو غوبليانو او شنو طوطيانو د غميزې ناخوالې او بدمرغۍ پېښې نه شي او د خپلواک افغانستان بنسټونه په مسلکي پوهې پياوړي شي!

له بده مرغه نن سبا افغانستان بيا د نويمو کلونو د غوبل په درشل کې دی او ننني تېکنوکراتان او پروني نظاريان هم په افغان ولس ملنډې وهي! افغانان د طالب، القاعده او تروريست په نامه ځپل کېږي، چې قرباني یې بيا هم ځوان نسل او لوستي افغانان دي، ځکه نو افغان ځوانان او څانګپوه بايد افغانستان له ننني اداري فساده وژغوري او د راتلونکي ناورين مخنيوی وکړي، پرته له يوې ښې ادارې موږ نه شو کولی د افغانستان د آزادي هيلې په ريښتنې خپلواکي واړوو. په افغانستان کې بايد ټولې ښکېلې ډلې د ملي هدف لپاره، چې بنسټ يې ملي ارزښتونه دي خپلې هلې ځلې سره رامنسجمې کړي، پرته له دې به ځوان نسل او افغان ولس به بيا د يو څو سياسي نانځکو ا و د وحشت نڅاګرو د سياستونو، خيانتونو او جنايتونو قرباني وي!

په درنښت