تعبـــــیر
15.09.2013 15:25زما خوبونه چې ګـــــډوډ دي او تعبـیر نه لـــــــري
زما هیـواد هم زما په شـــــان دی چې امیر نه لري
یو خــوا اټک بل خــوا چترال نه تر بـــولانه پورې
ننـــګ د پښتون مې اوبو وړی دی تدبیر نه لـــري
یو مــې لالئ رانه خوابدې دی په غرو کې ګـرځي
بل مې وطن ټوټه ټوټه دی هیـــڅ ځنځــیر نه لري
زما په وینــــو باندې مست ګـــرځي یو څـو ځناور
په درغلۍ کـــې يې نوم وړی دی ضمـــیر نه لري
وطنه خـــیر دی که اوس د بلـــــواګرو ښـــکار يې
یرغل د کـفـــــر مو هیــــواد باندې تاثیر نه لـــري
ستوری که وګورئ ((صمیمه)) څومره ښکلي ښکاري
زمـــــا جانان هم دومره ښـــکلئ دې تغیر نه لــري