د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږه هیلې

عبدالله دانشیار 14.09.2013 04:04

چې د سولې ورورولۍ احساس په چا کې را پیدا شي
لــــه دې مـــینې مـــحبــتـــه بــــه ودانــــه دا دنیا شي

په یو کور کې ښادي نشته هر یو کور کې جوړ ماتم دی
چې شــي ورک له دې وطنه ظـــالمان دې ټول تبا شي

څــــه تاریخ مو وو ښــــودلـی نـــړیــوالـــو تـــه نیکونو
کاشـــکی هغــسې دوران دلـــته قـایم یو ځلې بیا شي

یو په جـــنګ کې مخکې نه یو مونږ په هر څه کې ګټلې
لــــه فوټباله تر کــــرکټه مـــو هر څـه کـې زور پیدا شي

چــې د مـــینې ورورولــۍ فضا کې یو ځای ژوندون وکړو
رب تـــه پورته کړۍ لاسونه چـــې ارمان مـو پوره دا شي

دانشیار کـــړي دغه هیلې که یی خدای چیرته پوره کړي
چې رضا پرې د چا نه وي لاس یی خلاص تر اوباما شي