د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتاریخ پاڼی ته لنډه کتنه

انجینر محمود صافی 10.08.2013 12:29

سریزه : په دی یاد داشت کی په ډیر لنډ ډول سره تا ریخی بعضی مهمو واقعاتو ته اشاره شوی ده . امید وار یم چه لوستونکی ستومانه نکړی  .کله چه په « ۹ ۳ ۹ ۱ »  کال کی دوهم جنګ جهانی دهغه وخت دالمان دولت دخواه شروع شووه .او تر «۵ ۴ ۹ ۱ » عیسوی کال پوری دوام وکړه هتلر اوقواوی یی وتوانیدلی چه دالمان شاه وخواه مما لک فتح او دفرانسی حکومت ته سقوط ورکړی فرانسوی نظامیان اودولتی لوړ رتبه اراکین انګلستان ته پنا ه یووړه.  انګریز دځان د ډاره د جرمنی قواو په منخ کی یوه ډیره زیرکه اوپراتیفی استخباراتی بازی شروع کړه .په دی بازی کی انګریزان وتوا نیدل چه دهتلر مفکوره اوذهنیت دروسی خواته وګرخوی .که چیری هتلر په انګلیس حمله کړی وای . نن به دانګلستان ټولوخلکو په جرمنی خبری کولی . انګریزانو سره داسی دقیقه محاسبه وه چه هتلر ددی توان لری چه دروسی دولت دستالین په مشری دسابیریا تر ځنګلونو پوری په شاه وتمبوی . اوبیا دوخت په تیریدو سره او دروسی دساړه ژمی دراتګ سره روسی لښکری ددی توان لری چه دهتلر قو اووی بیرته تر برلین پوری په شاه وتمبوی .دا حقیقت همداسی عملی شووه . او انګریزان دهتلر نه په امان پاتی شوول .  .دتاریخ پانی ډیری اوږدی اوجالبه دی را به شووه دانګریز کاروایی ته چه په جنوب داسیاه کی څه لوبه یی وکړه  او څه یی تر سره کړی « زمونږ خلک وایی چه شیطان په انګستان کی زیږیدلی دی » مګر زه په دی عقیده یم چه انګریزان دشیطان هم استادان دی .

دانګلیس سیاست : په وطن کی دانګریز سیاست او افغانستان ته مشکلات جوړول چه تراوسه پوری دحل لار نه موندل کیږی افغان ولس نسل په نسل قربانی ورکوی حقیقت دادی چه دحل کلی دانګلیس اوامریکا په لاسی کی ده  که یی وغواړی . کله چه انګلیس په ټول هند راج چلووه اوټول هند یی په لاس کی وه او په «۳ ۹ ۸ ا » کال کی یی دیورنډ لین په امیر عبدالرحمن خان په زور تحمیل کړه او ډیری خواوی دپښتنو تری نه په زور واخیستی او په مقابل کی یی امیر ته دما لی کومک په نوم برعلاوه دهغه دولس لکه روپو شپږ لکه روپی دکال زیاتوالی راوسته چه امیر ته یی دمالی کومک په نوم ورکولی او امیر یی پری خوشحاله کړه .. کله چه انګریز تصمیم ونیووه چه خپلی مستعمری په داوطلبانه شکل پریږدی نودهند او افغانستان په منخ کی یی دخپلی ستراتیژی دعمقی هدف دتطبیق دپاره په «۷ ۴  ۹ ا » کال دپاکستان په نوم په مذهب ولاړ یو نوی مملکت رامنخ ته کړه او پای تخت یی ورته اسلام اباد ونوموه تر څو دروس په مقابل کی دهغوی دراتګ مخه دهند ګرمواوبو ته ونیسی تر څو چه دا پلان عملی شووه خو زمونږ وطن پکی وران شووه  . او تر نن پوری یی دپاکستان  ټول مالی کومک یی  په خپله غاړه واخیسته .اوهم د پاکستان دمسلح قواو تمویل اوتجهیز ددوی په لاس کی دی . او تر ډیر وخته د « ای ، اس ، ای » رهبری  خپله انګریزانوکوله .د افغانستان اعتراض په ملل
 متحد کی  چاه وا نه ورید . اوپاکستان یی په سنټو نظامی پکټ کی شامل کړه .قابل دیاده ولو ده چه په دوهم جنګ جهانی کی افغنستان دولت دستالین دفشار لاندی دهغه «۷ ۲ »المانی ډپلومټانو غوښتنه کوله چه په افغانستان کی یی کار  کاوه ظاهر شاه دپغمان لویه جرګه جوړه کړه او دافغانستان دبی طرفی سیاست اساس اوبڼست یی کیښود او المانی ډپلوماټان یی په سویس کی دالمان سفارت ته روغ رمټ تسلیم کړه . اصلأ افغنستان دهغه لوی بازی قربانی دی چه په منطقه کی دانګلیس اوروسانو تر منځ وه اوداقربانی ترنن ورځی پوری په بل شکل دوام لری دشرق اوغرب په منځ افغانستان یوه دحایل او جداوالی سا حه وه . ددی نه علاوه انګریزانو دخپلو وتلو نه وروسته په منطقه کی ښی غټی دښمنی او جنجالو نه په میراث پریښودی دی  دافغنستان اوپاکستان په منځ دیورند لین مسله ، دهند او پاکستان په منځ کی دکشمیر مسله ،په افغانستان کی    دسولی اوارامش معادله دسردار داود خان په جمهوریت کی بدله شووه  دپاکستان لاس وهنی په افغنستان شروع شوی او زمونږ وطنی خلک  لکه ګلبدین حکمتیار ،احمدشاه مسعود ،استاد ربانی  مولوی نبی ، اومولوی خالص دپاکستان دقواو په لاس دمذهبی عقیدی په نوم برمته شووه .او پاکستان دافغانستان په کورنیو چارو کی ازاد لاس پیدا کړه .تر څو چه دا سیاسی حالت یوتر بلی ورځی تریخ اوبدلون وموند . تر څو چه دثور انقلاب «کودتاه» رامنخ ته شووه دانقلاب اهداف دافغانی ټولنی سره مطابقت نه درلوده هغه ولسونه او پرګنی دی چه دانقلاب ساتنه کوی نه نظامی ګری دا طرحه اوحاکمیت چه خلک تری مرور شووه ناکامه اوبریالی نه وه په میلونو زمونږ ولس پاکستان اوایران ته برمته دهغوی داهدافو دتطبیق دپاره په لاس ورغی . په دی مغلق او پیچلی وضیعت کی روسانو نظامی مداخله وکړه افغانستان دشرق او غرب په منځ  کی دساړه جنګ  په محراق یا مرکز بدل شووه .غربی هیوادونو په راس کی امریکا ،اوانګلیس او متحدین یی ،داعرابو ارتجاع ، او ډیر مالی اونظامی امکانات یی پاکستان ته په لاس ورکړل

په دی جدول کی چا چه پخپلو مالی امکاناتو دافغانستان دتخریب دپاره دالر مصرف  کړی  اوسلاح دتخریب دپاره خریداری کړی ده .ښودل شوی دی .

 
     او پاکستان همیشه داشعار ویلی دافغانستان جهاد دپا کستان دفاع ده او زمونږ دمیلون پرګنواوولس نه
 ابزاری استفاده وکړه .دا جریان دیارلس کا له دوام پیدا کړه  « ای ،اس ، ای » په افغانستان کی دهر تخربی عمل په اجراکولو مجاهدینو ته ناچیز نقدی مکافات ورکول او جنګ اوجګړو یوه اقتصادی اړخ هم درلود  تر څو دمجاهدینو او پاکستانی نظامیانو دتخریب په نتیجه افغانستان چوراو چپاول او په خرابه بدل شووه.د  بیلګی په توګه دوستان کولی شی دډګروال یوسف لیکلی کتاب د«تلک خرس » په نوم مطالعه کړی  .    افغان.مجاهدینو به اوس سر خلاص شوی یی  چه تقریبأ یو نیم کال کیږی چه کنړ اوننګرهار دپاکستانی راکټو ددوامداره  حملو لاندی  دی  ټول یی ننداره کوی  څه شووه دپه اصطلاح  دمجاهدینو هغه افغانی غیرت  چه مقابله او مجادله یی وکړی دا په دی خاطر چه مجاهدینو په خپل کور کی هیڅ ندی پری ایښی چه په خپل کورکی هیڅ نلری اود دښمن په لمسه یی هیڅ پری نښودل « .دمرحوم ولی خان خبره ده  چه په پښور کی یی مجاهدینو ته کړی وه . ویلی وه که دا پنجاب یان مونږ پیژنو ترڅو پوری چه په کابل کی  یو پوخ دیوال ولاړ وی اوپرتاسی یی خراب نکړی تاسی نه پریږدی چه خپل وطن ته لاړ شی ». یا د به مو وی چه  په اصطلاح  مجاهدین یی پری نه ښودل چه په ژینو کی دسولی خبروکی ګډون وکړی  د پاکستان خارجه وزیر شهزاده یعقوب خان دمجاهدینو نمایندګی کوله . مونږ ټول مسلمانان یو ولی کور دهر چاه جدادی . په دی جعلی نوم چه اسلام سرحد نه پیژنی افغان مجاهدینو نه پاکستان ډیری استفادی وکړی .مجاهدینو هم خپل کور وران کړه اوهم یی خپل مسلح قواوی له منخه یوړی او په پاکستان یی خرڅی کړی اوس ضرور ده چه د وطن  دنظامی پوتنسیال څخه  مونږ افغان ولس  خان خبر کړو بیا مونږ پوهیږو چه په سیاست کی څوک وزن لری او څوک برلاسی دی .اول نظامی سیالی پوره کول حتمی او ضروری ده او بیا لکه دپاکستان غوندی خان ته هوښیار دښمن سره خبری کول په کار دی  .اوپراتیفی محاسبه دا ښکاره کوی چه  افغانستان اوس تنها پیاده اردولری  .چه په خفیف سلاح مجهزدی چه ټول ټال رقم تقریبأ دوه لکه اردو ،او تقریبأ یو لک پنخوس زره ملی پولیس او هوای محاربوی  قوای نلرو . چه دارقم په هیڅ صورت دافغانستان دصلحی اوامنیت  ضرورت نه شی پوره کولی  افغانستان دټولو افغانانو مشترک کور دی کیدا ی شی چه داردو دپخوانیو افسرانو نه استفاده وشی اودا ملی تشه ډګه شی .او بل مقابل پاکستان څه لری په «۲ ۱ ۰ ۲ » کال کی یوه محاسبه داسی ښئ  مکمل ټولی  مخکنی ، بحری ،هوایی ،قواوی یو میلون نفرو ته رسیږی او په څنګ کی ورسره د«غوری » په نوم لری واټن ویشتونکی توغندی  او په عالی اومدرن تخنیک مجهزدی او برعلاوه  «۶ ۶ ۹ »زره ریزرف قواوی لری  او مالی تمویل یی دامریکا. او انګلیس دخواه تر سره کیږی . جمع اتومی وزن ا و قدرت چه پاکستان یی لری .قابل دیاداوری ده چه دسیاست اصلی حلقه اوستراتیژی دپاکستان دنظامیانو په لاس کی ده .ملکی حکومتونه او سیاسی پارټی او مذهبی مدرسی ټولی د«ای ،اس ،ای» په لاس کی دی په شمول دحقانی تروریستی ګروپ او په نوم طا لبا ن ورسره   طالبان هغه اجیران دی چه د « ای ، اس ، ای » دخواه  دپیسو په مقابل کی استخدام شوی دی اوابزاری استفاده ور څخه کوی حقیقت دادی چه ملا عمر «اخن» پسی قندهار کی چاه دلمونځ جمع هم نکوله .طالبان د « ای ، اس ، ای » سعودی عربو او انګریز ګډه او پراتیفی پروژه ده . په دی باندی افغان ولس او سیاسی افغانی کړی پو هیږی .  . نړی واله ټولنه په دی پوهیږی چه افغانستان دتروریزم قربانی دی او پاکستان دتروریزم مرکز اومدافع  دی  .دا هم د یاده ولو چه ایران هم دپاکستان غوندی معادل نطامی پوتنسیال لی .  بر علاوه افغانستان دومره بیچاره شوی دی چه په خپله سیالی او ډپلوماسی کی خپلو همسایګانو په مقابل خصوصأ دپاکستان په مقابل کی دومره عاجز دی . دا لا اوس پنځوس مما لک شتون لری . افغانستان اوس په خپل کو ر کی خپلی اوبه چښلی نشی . دریاست جمهوری په یو خبر کی چه  په افغان جرمن انلین کی راغلی وه چه افغانستان دسر تاج عزیز ته دکنړ په سیند باندی  دیو بند دجوړیدو غوښتنه او  طرحه وړاندی کړی ده . همدارنګه دهلمند دسیند اوبه ایرانیانو په ولکه کی دی .او امودریا دازبکستان او یواخی تاجکستان نرم چلن لری . برعلاوه بی شرمانه پاکستان په افغانستان کی دهند رول نفی کوی ، اوافغانستان نه دخپل تولید دپاره دبازار انحصار غواړی او  .دسولی دپروسی دپاره داسلام اباد درول زیات والی  غواړی یعنی چه څنګه دپاکستان غوښه وی باید په افغانستان کی سوله راشی ، څو ولایته طالبا نو ته پریښول ،او دیورند لین مسله اوداسی نوری غیرمشروع اوناروا خوا ستی لری.تر څو چه نظامی پنجابیان په افغانستان کی خپل عمق دستراتیژی بدل نکړی دسولی امکان په افغانستان کی ډیر لری دی پنجابیان عین تر هندوکش غرو پوری دعوی لری . اوس نو دافغانستان رهبری اوحاکم ټیم ته ،ددولت درګونی قواوته او دوطن سیاسی حلقو اواحزابو ته پکارده چه دوخت نه په استفادی سره په سالم عقل او هوښیاری اوملی یووالی  سره دامریکی او ناټو قواو په موجودیت کی اول خپل نظامی پوتنسیال پیاوړی او تقویه کړی  . نړی واله ټولنه باید په وطن کی  په تظمین اوګرنتی سره دسولی پروسی  تهداب ګذاری کړی او یا دملل متحد دخواه دی  افغا نستان  لکه دسویس غوندی  دسولی دمملکت په نوم ونومول شی  ترڅو چه تل پاتی سوله په وطن کی راشی  اودپاکستانی پنجابیانو لاس لنډ شی . که چیری  خدای مګړه که امریکا دپاکستان دسترګونه افغانستان ته وګوری بیابه افغانستان دطالیبانو دخواه دپا کستان   پنخمه صوبه شی اوتور تاریخ به تکرار شی . په اخر کی داسی فکرکوم  چه امریکا او انګریز په افغانستان کی کله به دپشی او موږک بازی ختمه کړی اوخپلی ګټی به خوندی کړی   او زمونږ مظلوم اوبیچاره ولس به دکتلوی وژنی نه نجات اوخلاصی پیدا کړی . په وطن کی دسولی او ارامتیا په هیله

محترم مختارپه خپل شعر کی دوطن دپاره داسی وایی .
نوروته که لعل او جواهر طلا عزت لری 

مونږ ته ستا کاڼی بوټی ډیر قدرو قیمت لری 

خیر دی که پردی لری لعلونه څه اهمیت لری

زه «مختار »یی کله بد لوم ستا دایروسره 

مینه لرو ډیره ستا دشا ړو اومیرو سره 

جاردی شم وطنه ستا دهسکو هسکو غرو سره