د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کریم خرم څرګندونی د امنیتی تړون په اړه

محمد ظهور پوپلزی 17.07.2013 15:44

عبدالکریم خرم چی د ښاغلی جمهور ریئس ددفتر ریئس ده تیره شپه د یک تلویزون سره په ځانګړی مرکه دا خبره په ډاګه چی د افغانستان دولت ولی د امریکی سره امنیتی ټړون د لاسلیک مسئله ځنډولی ده.
نوموړی وویل چی د امنیتی تړون ځنډول ځانته ځینی دلایل لری چی عبارت دی،
1- د طالبانو ددفتر ایجاد په قطر کی یو توطیه وه چی له نیکه مرغه د افغانستان دولت لخوا خنثی شوه
2- امریکا د پاکستان سره یو ځای غواړی افغانستان تجزیه کړی
3- په تیره یوه لسیزه کی د امریکا اړیکی او مرستی د افغانستان سره ناکامه وه
4- جنګ په تیره یو لسیزه کی باید دوام کړی وای او امریکا د طالبانو څخه د یوی وسلی په صفت استعمال کړی دی
5- طالبان په افغانستان کی سنی مسلمانان وژنی خو د سوریی په جګړه کی د شیعیه مسلمانانو په خلاف جګړه کی شرکت کوی

6- امریکا پخپله په افغانستان کی نظامی اډی غواړی او مونږ نه یی تقاضا کړیده چی مونږ ووایو دا نظامی اډی مونږ غواړو
7- د امریکی سره په نوی موافقتنامه کی دا خبره هم ذکر دی چی د امریکا وګړی کولای شی چی پرته له ویزی څخه افغانستان ته تګ او راتګ وکړی البته د یو شناخت نامی سره.
8- د امریکا سره امنیتی ټړون نه یوازی دا چی په افغانستان باندی تاثیر بلکه په سیمه باندی هم تاثیر لری
9- د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا اصلی دلیل د امریکا نژدیوالی دی پاکستان ته د افغانستان د امورو په اړه.
10- امریکا د افغانستان په اړه یو نوی طرح پاکستان ته ورکړی ده چی پدی طرح کی افغانستان تجزیه کیږی چی د امریکا دغه نوی وړاندی شوی طرحه د افغانستان په اړه ډیر خواشینونکی ده

11- د امریکی او انګلستان د مداخلی څخه په راتلونکی انتخاباتو کی په تشویش یو، امریکایان په لوړه کچه پخپله اعتراف کړی چی په تیرو انتخاباتو کی مداخله کړی و او له هغی څخه پښیمانه دی.
12- سیاسی اپوزیسون ډیر جدی ندی، راتلونکی انتخابات سل په سلو کی دایریږی، باید ملی اجماع صورت و نیسی.

یوه بله خبره هغه دا چی امریکا دا خبره هم کړیده چی وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه زه د خپلو مرستو تضمین نه کوم
او د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته زه د افغانستان د امنیت تضمین هم نه کوم.
نو دا چی امریکا زما د امنیت تضمین نه کوی د امنیتی تړون لاسلیک په څه معنی
اوس نو تاسی ووایی چی پداسی شرایطو کی ایا د افغانستان دولت د امریکی سره امنیتی تړون لاسلیک کړی یا نه؟