د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د اتمې غونډې راپور

نعیمه غني 16.07.2013 13:19

نتټه: د ۱۳۹۲ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې یوولسمه نیټه

پته:  د کتاب ښار ودانۍ، د میرمن بهیر او افغان ادبي بهیر د اوونیزو غونډو سالون

د غونډې ویانده: مینا نظري

د غونډې مشره: جمیله صافۍ

د غونډې مهال ویش: درې برخې

د هرې برخې منځپانګه:

لومړۍ برخه: د غونډې په لومړۍ برخه کې د تیرې غونډې ریپوټ د پاکیزې آرزو له خوا ولوستل شو. د غونډې ګډونوالو د ريپوټ متن او لوستل دواړه خوښ کړل او له نورو خویندو نه یې غوښتنه وکړه چې د نثر لیکلو په برخه کې دې پوره پاملرنه وکړي.

دوهمه برخه: کرکتنه: د کره کتنې په برخه کې د آغلې کائینات سعادت په لاندې غزل کره کتنه وشو.

پرون چې ستا په یاد کې له خپل ځانه والوتمه

د ستورو سره تلمه له اسمانه والوتمه

د فکر په حجرو کې چې مې خور شولې جانانه

د فکر سره سم له خپل ارمانه والوتمه

غوښتل به مې چې واوره شمه سپین کړم ډګرونه

د واورو په امید کې له بارانه والوتمه

د مینې پسې تلمه مینه مینه مې غوښتله

په درد یې خبر نه وم چې له بامه والوتمه

په دغه ارزو کې چې وطن مې یوه ورځ جوړ شي

 په دغه ارزو کې له جهانه والوتمه

افسوس کړم کاینات چې ژوند په رپ د سترګو تېر شو

حاصل مې هیڅ څه نه کړل له زندانه والوتمه

میرمنو د کائینات سعادت په غزل نیک نظر درلود، د هغې لپاره یې د شعر په لاره کې د ښه راتلونکې وړاندوینه وکړه او له هغې څخه یې وغوښتل چې مطالعه دې کوي او د میرمن بهیر په غونډو کې دې منظم ګډون کوي تر څو شعر یې لا ښه او مفاهیم یې پاخه شي.

دریمه او وروستۍ برخه: وروستۍ برخه د تل په څیر مشاعرې ته څانګړې شوې وه چې په کې خویندو هرې یوې زمزمې نیازۍ، پاکیزې آرزو، مریم اکاخیل، مینا نظري، مریم، سایره شریف، شکریې جلالزۍ، جمیلې صافۍ، کائینات سعادت، اوږۍ، نظیفې نیازۍ، حیا بابکرخیل، لیمې نیازۍ او مینې ابرهیم خیل، شعرونه واورول.

د غونډې په پای کې د میرمن بهیر د دارالانشأ له خوا پریکړه وشوه چې د هوا د ګرمۍ له امله به د میرمن بهیر غونډې د روژې په میاشت کې نه جوړیږي، او د بهیر راتلونکې غونډه به د زمري د میاشتې په ۲۶ نیټه په یوه نیمه بجه جوړیږي.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.