د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اداری فساد پیژنی؟

محمد ظهور پوپلزی 11.07.2013 14:13

مقدمه
یو له هغه مشکلاتو او پرابلمونو څخه چی عامه اداره(ددولت اداره) ور سره لاس او ګریوان دی هغه فساد دی.
فساد په یوه ټولنه کی منابع ضایع کوی او له منځه یی وړی، ښه حکومتداری له چلنجونو سره مخامخ کوی، اقتصادی پرمختیا تحدیدوی اود عامه المنفعه خدماتو وړاندی کول د موانعو سره مخامخ کوی بلاخره د ټولنی نظم او امنیت تهدیدوی.
د فساد پر وړاندی مبارزه په لمړی قدم کی ددی ایجاب کوی چی ددی پدیدی په اړه دقیق، علمی اوعملی مطالعات صورت ونیسی ترڅو د فساد ریښه او منشاء په ټولنه کی په ښه ډول درک شی او د فساد علل او عوامل په په واقعی ډول د اجتماعی، اقتصادی او فرهنګی شرایطو به تطبیق سره و څیړل شی.
په دوهم قدم کی د فساد بحث په یو ملی بحث (Debate) باندی بدله کړو تر څو ددی لاری وشو کولای چی دعامه خلکو پام دی شومی پدیدی ته را واړاوو او خلک ددی پدیدی په زیانونو او پایلو باندی پوه کړو.
ددغی پدیدی سره مبارزه ټینګ ملی عزم اودعمل په ساحه کی ددولت جدی تصمیم سره شونی دی او له همدی لاری کولی شو چی ددی مضر او زیان اړونکی پدیدی ریښه له منځه یوسو.
فساد څه ته وایی؟
فساد یوازی اداری دی که نور ډولونه هم لری؟
اداری فساد څه ته وایی؟
د اداری فساد د څیړلو اهمیت؟
په افغانستان کی اداری فساد
په افغانستان کی د فساد علل اوعوامل کوم دی؟
فساد او جندر؟



د فساد معنی:
فساد په لغت کی ویجاړولو، ګنده ګی او تباهی په معنی دی.
فساد چی په انګلیسی کی ورته Corruption وایی د لاتینی کلیمی Crupper څخه مشتق شوی چی د ماتولو په معنی دی.

د فساد مفهوم:
فساد د یو ویجاړونکی او ماتوونکی پدیدی څخه عبارت دی.
یا
فساد هغه پدیده چی د هغی پواسطه یوشی ماتیږی، کیدای شی چی دا ماتیدونکی شی اخلاقی ارزشونه وی، یاهم ټولنیز اساسات وی یاهم اداری اصول وی.
د فساد کلیمه په ابتداء کی یوازی د اخلاقو په ساحه کی په کار وړل کیده او هرکله به چی یو شخص د اخلاقی ارزښتونو څخه سرغړونه کوله نو بیا د اخلاقی فساد لفظ استعمالیده او ویل کیده به چی شخص د اخلاقی فساد مرتکب شوی دی، خو دوخت په تیریدو سره دغه دفساد لفظ د اداری او مدیریت بخش دپاره هم په کار یوړل شو، او هرکله چی شخص د اداری او مدیریتی اصولو څخه سرپیچی کوله نو بیا د اداری فساد لفظ ورته استعمالیده. نن ورځ دغه لفظ تر ډیره بریده د اداری فساد دپاره استعمالیږی نه داخلاقی فساد.
فساد په اداری بخش کی د مشخص تعریف درلودونکی دی چی د همدی تعریف په اساس مونږ کولای شو چی اداری فساد د فساد د نورو انواعو ځینی جدا کړو.
د اداری فساد په اړه علماو مختلف تعریفونه وړاندی کړی چی ددغی ټولو تعریفونو هدف اومطلب یوشی،
اوس ددغه تعریفونو د جملی څخه یو څه تعریفونه ذکر کوو.
نړیوال بانک فساد په لاندی ډول تعریفوی:
ددولتی صلاحیتونو او امکاناتو او عمومی قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی او خصوصی منافعو د تامین لپاره عبارت دی له اداری فساد څخه.
د ویبستر Webster د لغاتونو قاموس اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد عبارت دهغه نامشروع ورکړی(تحفی) څخه دی چی یو شخص ته ددی لپاره ورکول کیږی چی د خپل ورسپارل شوی وظیفی څخه تخلف وکړی.
د نړیوال شفافیت سازمان اداری فساد داسی تعریفوی:
د ورکړل شوی صلاحیت او قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی منافعو د تامین لپاره.

سامویل هانتینګتون بیا اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد د عامه اداری د کارکونکو هغه رفتار ته وایی چی دخپلو شخصی او خصوصی منافعو لپاره منل شوی اصول او قواعد تر پښو لاندی کوی.

بناً ویلی شو چی:
اداری فساد دشخصی منافعو د تامین لپاره ددولت دقدرت اود قدرت دمنابعو څخه سؤ استفادی څخه عبارت دی.
یا
د ثروت او قدرت لاس ته راوړل د غیر قانونی لارو څخه عبارت دی داداری فساد څخه.

لاندی اعمال د اداری فساد په تعریف کی شامل دی
رشوت،
د اصولی لاری څخه د یو فرد د منحرفولو لپاره د تحفی ورکړه،
د خپل موقف څخه سؤ استفاده،
قوم ګرایی او د شخصی مناسباتو په اساس خلکو ته امتیاز ورکول پرته لدی نه چی دهغوی لیاقت او شایستګی په نظر کی ونیول شی.
د شخصی منافعو د تامین لپاره د عامه منابعو څخه غیر قانونی استفاده.

ادامه لری....................................