د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قطر کې د طالبانوسياسي دفتر پرانيستل شو

پژواک خبري اژانس 19.06.2013 08:49

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): د راپورونو له مخې، په قطر کې د وسله والو طالبانو سياسي دفتر پرانيستل شو.

يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو دفتر نن (د غبرګولي ٢٨مه) د مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو رسما پرانيستل شو.

سرچينې زياته کړه، د دې دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او وسله والو طالبانو استازو او د قطر چارواکو برخه اخيستې وه.

له بلې خوا وسله وال طالبان وايي، چې ياد دفتر يې له نړيوالو سره د خبرو کولو او اړيکو د ښو کولو په موخه  پرانيستى دى.

د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په نظر کې نيولو سره ښې اړيکې غواړي او په خپل هېواد کې له امنيت سره سره په نړيواله کچه د امنيت او عدالت غوښتونکي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې،  دوى نه غواړي له خپلې خاورې نورو هېوادونو ته زيان پېښ کړي او نه هم بل چاته اجازه ور کوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنيت وګواښي.

خو هغوى په ډاګه کړې، چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه خپله وجيبه ګڼي او د دې کار لپاره يې له هرې مشروعې لارې کار اخيستى او اخلي.

وسله وال طالبان وايي، چې د همدې تګلارې د روښانه کولو لپاره دوى لازمه بللې، چې د قطر په هېواد کې د نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو د ښه کولو، افهام او تفهيم او خبرو کولو په موخه سياسي دفتر پرانېزي.

دوى يادونه کړې، چې د ياد دفتر له لارې به د يوه داسې سياسي او سوله ييز حل ملاتړ وکړي، چې په هېواد کې د  واقعي امنيت راتلل يقيني کړي.

وسله والو طالبانو زياته کړې، چې په قطر کې د دفتر له پرانيستو سره به له افغانانو سره ليدنې کتنې وکړي او د ملګرو ملتونو، نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او غيرحکومتي موسساتو سره به اړيکه ټينګه کړي.

همداراز هغوى ويلي، چې د ياد دفتر له لارې به د اوسنيو سياسي حالاتو په اړه خپل سياسي ليدلوري او بيانونه د رسنيو په واک کې ورکړي.