د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکومت او جهادي مشرانو په قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو سره موافقه وکړه

پژواک خبري اژانس 18.06.2013 10:31

کابل( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٢ ): جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو له ولسمشر حامد کرزي سره په مشورتي غوڼده کې ټینګار وکړ،چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو په موخه په قطر کې د دفتر له جوړیدو سره موافقه لري.  

دغه ټکى په هغه خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، په دغه مشورتي غونډه کې، چې نن د حامدکرزي په مشرۍ د هېواد د جهادي مشرانو او سیاسي  شخصیتونو په ګډون په ارګ کې جوړه شوه،د سولې د بهیر او په دې اړه د وروستیو رامنځته شویو انکشافاتو په هکله خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو له هر اړخیز بحث وروسته په دې ټینګار وکړ: ((سوله او سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره او برحقه هیله او غوښتنه ده او افغانستان د دغې هیلې د تحقق لپاره له طالبانو سره د مذاکرې په خاطر په قطر کې د دفتر له جوړیدو سره موافقه لري. ))

 په غونډه کې په ډاګه شوه، د دې لپاره چې په دې بهير کې بهرني اړخونه او ځواکونه هم شامل دي،  افغانستان باید هیڅکله اجازه ورنکړي، چې د سولې په اړه د افغانانو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړه موخو وسیله وګرځي.

د غونډې برخه والو وویل، چې افغانستان باید د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره په پوره دقت او احتیاط سره ګامونه واخلي، ترڅو په دې پروسه کې د بهرنيو لاسوهنې د افغانستان د نظام، ملي یووالي او قوت د کمزورۍ لامل نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي د غبرګولى په شلمه، قطر ته سفر وکړ او د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره يې وکتل او آل ثاني ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د قطر امير وویل:  ((افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه لیدلي  او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري او د سولې په اړه له افغانستان سره مرستو ته چمتو دى.))

د يادونې ده، چې  له تېرو دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي، چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو په موخه د طالبانو لپاره دفتر پرانېستل شي.

تېر کال هم طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کې خبرې وکړې، خو وروسته بيا طالبانو وويل ، چې له امريکايي چارواکو سره يې خبرې ځکه وځنډولې، چې هغوى په خپلو خبرو کې ريښتيني نه دي.

همدارنګه له ډېرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه داسې هوکړه ليک کار کوي، چې پر بنسټ يې د افغان دولت او وسله والو مخالفنيو ترمنځ د خبرو لپاره په قطر کې يو دفتر پرانېستل شي.

خو افغان حکومت وايي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل کېدو لپاره بايد يو هوکړه ليک لاسليک شي . افغان حکومت همدا رنګه ويلي، چې دغه دفتر به هغه مهال رامنځته شي، چې طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره خبرو اترو ته ځان چمتو کړي.