د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فهيم: پر ډيورنډ کرښه خبرو ته حاضر يو

پژواک خبري اژانس 11.06.2013 15:55

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): د ولسمشر لومړى مرستيال د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بولي او وايي، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د غويي په ١٤مه وويل، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.

کرزي ويلي وو، چې پاکستان په سرحدي سيمو کې د ستونزو د راولاړولو له لارې غواړي د افغانستان خلک د ډيورنډ کرښې په اړه خبرو ته اړ باسي او دا کرښه په رسميت وپېژني.

د ولسمشر لومړى مرستيال محمدقسيم فهيم چې نن يې د واليانو ملي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ بېلوونکې کرښه وبلله او ويې ويل، چې له امله يې تل د دواړو غاړو خلک ځورېدلي دي.

فهيم وړانديز وکړ، چې د ستونزې د حل په موخه دواړه هېوادونه د امريکا او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب سره خبرو ته کېني.

د ولسمشر مرستيال زياته کړه: "موږ تيار يو چې د پاکستان ګټې په معقولې طريقې سره داسې چې په مقابل کې د افغانستان د خلکو ګټې په ښکاره توګه ترلاسه او خوندي شي، په پام کې ونيسو او خپلې ستونزې حل کړو."

ده وويل، څنګه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپلې ګټې لري، دا ډول افغانستان هم خپلې ګټې لري.

هغه تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپايي هېوادونو تر منځ د سرحدي ستونزو حل ته په اشارې سره وويل، چې سرحدي ستونزې بايد د جګړې او وسلې پر ځاى د معقولې، منطقي او عادلانه مذاکرې له لارې څنګه چې په نړۍ کې دود ده او تجربه شوې، حل شي.

خو فهيم په ضمني توګه پر پاکستان غږ وکړ، چې که د زور او پر افغانانو د تېري له لارې وغواړي خپلې غوښتنې پر افغانانو تحميل کړي، نو "دا ارمان به ګور ته يوسي. هېڅ امکان نه لري، هېڅ پوځي قدرت دغه کار نه شي کولى."

هغه وويل، د افغانستان په سرحدي ولايتونو کې پيسې او پاکستانۍ تذکرې وېشل کېږي چې په باور يې جنجال زېږوونکى کار دى او د دواړو هېوادونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

ده د پاکستان له نوي حکومت او پوځ څخه غوښتنه وکړه، چې دا ډول حرکتونه پرېږدي، تر څو موضوع تر جګړې ونه رسېږي.

د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د انګليسانو له خوا د وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيزاحمد چوهدري شاوخوا يوه مياشت وړاندې په خپلو خبرو کې د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ حل شوې موضوع وبلله.