د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قطر د سولې د بهیر په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

پژواک خبري اژانس 11.06.2013 09:57

کابل(پژواک،٢٠غبرګولى٩٢): قطر اعلان وکړ، چې د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په هغه خبرپاڼه کې ،چې نن له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ، ويل شوي، چې دغه  ژمنې  د قطر امير له  ولسمشر حامد کرزى سره په  کتنه کې کړې دي.

ولسمشرکرزي، قطر ته د خپل سفر په لړ کې، نن له غرمې مخکې د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب يې ور سره خبرې وکړې.

  حامدکرزي په دغه کتنه کې د قطر له امیر څخه مننه وکړه، چې د مخکیني سفر د پرېکړو د عملي کولو لپاره یې د قطري پانګوالو ځانګړی پلاوى کابل ته را ولېږه.

دغه راز، په دغه کتنه کې ولسمشر  کرزي  د قطر امیر ته بلنه ورکړه ،چې افغانستان ته سفر وکړي.

د قطر امیر کابل ته د دغه هېواد د پانګوالو او سوداګرو د پلاوي له سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی د چمتوالي له امله خوښي څرګنده کړه.

ده وویل:  ((افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه لیدلي  او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري.))

آل ثاني زیاته کړه: (( د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او   طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.))

د دغې کتنې په پای کې د قطر امیر کابل ته د حامدکرزي د بلنې له امله مننه وکړه، او ويې ويل ، زړه یې  ډیر غواړي، چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي او په یوه مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.

دغه راز حامدکرزي، په دوحه کې د بروکنګز انسټیټيوټ له مشرتابه پلاوي او د قطر د سوداګرو د ټولنې له مرستیال سره په جلا جلا ډول هم  وکتل او د علاقې وړ موضوعګانو په  اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د يادونې ده، چې  له تېرو دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي، چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو په موخه د طالبانو دفتر پرانېستل شي.

تېر کال هم طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کې خبرې وکړې، خو وروسته بيا طالبانو وويل چې له امريکايي چارواکو سره يې خبرې ځکه وځنډولې، چې هغوى په خپلو خبرو کې ريښتيني نه دي.

همدارنګه له ډېرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه داسې هوکړه ليک کار کوي، چې پر بنسټ يې د افغان دولت او وسله والو مخالفنيو ترمنځ د خبرو لپاره په قطر کې يو دفتر پرانيستل شي.

خو افغان حکومت وايي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل کېدو لپاره بايد يو هوکړه ليک لاسليک شي . افغان حکومت همدا رنګه ويلي، چې دغه دفتر به هغه مهال رامنځته شي، چې طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره خبرو اترو ته ځان چمتو کړي.

ولسمشر کرزى دوه مياشتې وړاندې هم د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته د يوه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امير او يو شمېر نورو قطري چارواکو سره د سولې پروسې او دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې