خبرې
21.05.2013 19:55وي په لیمو که په خولګــــۍ خبرې
څـــــــه عجیبه وي د یارۍ خـــبـرې
د اندامونو تزلـــزل پـــه عشق کـــې
کړي بې تولې چې یی تلۍ خبرې
د عاشقۍ راز چـــې له مــــا پټوي
څه عجیبه شي د جینۍ خـــــبرې
وایی په څه له موږ خفه یی ښکلو
چې تل په موږ پسې تړۍ خـــبرې
د درد دیوان د شیدا زړه دی رســــا
پکې هیڅ نه شته د خوښۍ خبرې

