د اسحاق ګیلاني مصنوعي حقایق
21.05.2013 09:57ډېر لږ داسې کېږي چې زه دې قلم راواخلم او د خپل ګران هېواد د ناګرانو سیاستوالانو په اوتوبوتو دې څه ولیکم. دا ځکه چې د دې سیاستوالانو ډېرې خبرې په دې نه ارزي، او که د هر یو په خبرو څه لیکې، نو بل کار به نه کوې، او ټول عمر به د همدې رټل شوو په نادودو پسې به دې ګز اخیستی وي.
خو په دې وروستیو کې چې اسحاق ګیلاني د یو شخصي تلویزیون له لارې د بې شخصیتۍ کوم ریکارډ ټینګ کړ، نو زه یې دې ته اړ کړم چې هېوادوالو په تېره پښتنو ته، چې ده او د ده کورنۍ ته د تقدس په سترګو ګوري، او په انتخاباتو کې ورته صندوقونه ډکوي، د ده د کرغېړنې څېرې په بربنډولو کې ده سره مرسته وکوم.
لومړی خو غواړم دا خبره له مخې سپینه کړم چې زه د دیورنډ کرښې په تړاو د اسحاق ګیلاني له نظر سره ستونزه نه لرم ځکه زه په دې باور یم چې هر څوک په هره موضوع باندې د نظر او وینا واک لري.
زما ستونزه دې خبرې سره ده چې په همدې تلویزیوني مرکه کې ده په پوره سپین سترګي ځینې داسې مصنوعي او جعلی حقایق راپورته کړي دي چې که دلته زه ورسره یو څه سپیناوی ملګری نه کړم نو دا به نادوده وي.
که د اسحاق له دې باټې یې پیل کړم چې دی وایي ولسمشر کرزي درې ځله دی د ګهیځ چای ته مېلمه کړی و او د ډیورنډ لانجې باندې یې ورسره بحث کړی دی. دی وایي چې کرزی یو ځل غوسه شو او راته یې وویل چې په زوره به (له دیورنډ پورې خاوره) ونیسو.
سپیناوی دا دی چې د اسحاق ګیلاني دا خبره بیخي سمه ده چې ده د کرزي سره د ډیورنډ په لانجه درې ځلې د سهار چای باندې، او تر لسو ډېر ځله په نورو مواقعو کې لیدلي دي. خو هغه څه چه اسحاق په دې مرکه کې نه دي ویلي هغه دا دي چې دا لیدنې د کرزي په بلنه نه، بلکې د اسحاق په خپله غوښتنه شوي دي، او لږ تر لږه په یو ناسته کې په پېښور کې د افغان مهاجرو پخوانی کمشنر، او بیا وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر رستم شاه مومند هم موجود و. رستم شاه مومند د پېښور فرنټیر پوسټ ورځپاڼې ته د همداسې یوې ناستې حال تېر کړی دی چې په تریخوالي پای ته رسېدلې ده.
په هره یوه ناسته کې چې اسحاق د کرزي لیدلو ته تللی دی، اجنډا ورته د ده پاکستاني قراردادیانو لکه عملنامه غوندې لاس کې ورکړې ده. په دې ناستو کې اسحاق کرزي ته د پاکستاني ورونو کله خواږه او کله له ګواښه ډک پیغامونه وروړي دي. ده په هره ناسته کې په کرزي ټینګار کړی دی چې د پاکستانیانو دوستانه غوښتنو باندې غور وکړي. البته دا غوښتنې یوازې د ډیورنډ کرښې منل نه ول. په دې کې د هند سره د اړیکو نه نیولې، د کرزي په کابینه کې تر تقرریو پورې، او په ایکو کې د غړیتوب د هڅو نه له لاس په سر کېدو نه نیولې، د کونړ په سیند د بندونو د نه جوړولو تر سرحده پورې توهینونکې غوښتنې شاملې وې.
په یوه ناسته کې چې کېدای شي همغه ناسته وي چې رستم شاه مومند یې په خپله لیکنه کې یادونه کړې، کرزی د اسحاق ګیلاني د پیغامونو او ټینګارونو نه دومره په تنګ شو چې ورته ګواښ یې وکړ که چېرې دی د پاکستان د وکالت نه لاس وانخلي نو دی به یې نوم مطبوعاتو ته درز کړي. په دې غونده کې کرزی دومره عصباني شو چې په سبا یې د ولسي جرګې غوندې ته وویل چې په کابل کې ډېرې داسې څېرې شته چې پردیو ته جاسوسي کوي، او که له جاسوسي نه لاس وانخلي دی به یې څېره ټولو ته بربنډه کړي.
د کرزي له دې ګواښ نه وروسته د یوې مودې لپاره اسحاق ګیلاني غلی شو، او د کرزي سره یې مناسبات کم کړل. یوه موده وروسته دده ورور ابراهیم ګیلاني، او د ولسمشر مرستیال زلمي هېوادمل د اسحاق او کرزي تر منځ روغه وکړه، او د اسحاق لاس د خارجي ماموریتونو لپاره یو ځل بیا خلاص شو.
د اسحاق د ورته ماموریتونو مخینه اوږده ده. نوموړی د اتمې لسیزې په پای کې، په داسې حال کې چې د کابل په شاوخوا کې د ده د تره د محاذ ګوند مجاهدین د حکومت سره په جګړه کې هره ورځ شهیدان کېدل، ده د جرمني له لارې کابل ته سفر وکړ او د ډاکټر نجیب مېلمه شو. په پېښور کې د ډاکټر نجیب د حکومت کونسل جنرل عبدالقیوم یې مېلمه پال و. اسحاق او ډاکټر نجیب دواړه د قرغې په یو مېلمستون کې د پاکستان حکومت په هغه رالېږل شوي سري پیغام په ساعتونو وغږېدل چې جزئیات یې یوازې ډاکټر نجیب او اسحاق ګیلاني ته مالوم ول. د ښاغلی عبدالقیوم په وینا دا ناسته کوم توافق ته ونه رسېدله، او اسحاق ګیلاني د ډالرو د هغې لفافې سره چې ورته د مخه به بریف کېس کې ځای پر ځای شوې وه، د اروپا په لور والوته.
په افغانستان کې د نوییمې لسیزې د خپلمنځیو جګړو په ترڅ کې د اسحاق ګیلاني پاکستاني ماموریت دوام درلود. ده په همدې موخه (د شورای تفاهم و وحدت ملي) په پیلولو سره تر آخره هڅه وکړه چې په افغانستان کې تفاهم او ملې وحدت رامنځ ته نشي.
نو که اسحاق په دې فکر کې دی چې د ده له پردیواکۍ افغانان خبر نه دي، نو له سره دې پرې فکر وکړي. هغه وختونه لاړل چې ده او کورنۍ به یې په دم او چوف باندې بېوځله افغانان لوټل.
دا چې اسحاق وایي چې زمونږ او د پښتونخوا د وګړو ترمنځ هېڅ ډول ګډ فرهنګ او ژبه نشته ده، په دې دی مه ملامتوئ. دا ځکه چې ده خپل ټول عمر د حیات اباد او اسلام اباد ماڼیو کې تېر کړی دی. د یو زکام لپاره هم تداوي ته اروپا ته روان شوی دی. ده نه په پښتونخوا کې او نه په افغانستان کې عام انسانان په سترګو لیدلي دي. دا حقیقت دی چې اسحاق ګیلاني د پښتونخوا ولس سره ګډ فرهنک نه لري. ځکه چې اسحاق او کورنۍ یې پنځه ټکي سمه پښتو نشي غږېدلی، د پښتنو کالي ناغوندي، او دپښتنو له ستونزو نه دي خبر.
د اسحاق کورنۍ دا اوس هم په اسلام اباد کې اوسېږي، د پاکستان شناختي کارډ لري، او یوازې اور ته د لمن وهلو لپاره کابل ته ځي.
اوس د ګیلاني کمپني زهرجن مصنوعات ټولو افغانانو ته مالوم دي، او په دې زهرو به اوس دوي پخپله مري.

