د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظام د سقوط په درشل کې

علي خوشال 20.05.2013 17:49

لومړی راز: خزانه او د بودجې جوړښت:
نظام د طالب په نامه جنګېدونګي ډله نه شي رانسکورلی چې له ملت سره له دښمنۍ سربېره يې له الله جل جلاله سره هم دښمني ده، يا هغه ډله چې اسلامي حزب يې ځان ته نوم ايښي دی، د دې توان او ځواک نه لري چې نظام دې رانسکور کړي، دغه دواړه ډلې افغانان وژني او افغانستان ورانوي.
نظام به د هغو له لاسه او د هغو په لاس رانسکورېږي چې واکمنان دي، هغسې به رانسکورېږي، سازش او توطيې به کوي لکه څنګه يې چې د ډاکتر نجیب الله او د ملګرو ملتونو د سوله ييز لېږد پلان په وړاندې وکړې. هغه مهال هم ځينو ډلو او اشخاصو په نظام کې دننه د نظام د نسکورولو مټې راونغښتې او هېواد يې د تباهۍ په لوري ټېل واهه.
کټ مټ دا خبره همدا اوس ده. ډاکتر حضرت عمر زاخېل په پارلمان کې يکي یوازې د شپږو کانديدانو نومونه واخيستل چې په فساد اخته دي او په وړاندې يې شپږو وکيلانو د فساد اتهامونه په محترم زاخېلوال ولګول، خو يوه اړخ هم و نه ويل چې تېر کال ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال د استيضاح څخه د خونديتوب او د اعتماد رايې د تر لاسه کولو لپاره څومره پيسې د ولسي جرګې غړيو ته ورکړي؟ او هغه پیسې يې له کومه کړې؟ يوه هم دا ايمان تېر نه کړ چې ووايي محترم زاخېلوال د ۱۳۹۰ کال په پای او د ۱۳۹۱ کال په پيل کې څومره ډالر د ولسی جرګې کومو غړيو ته ورکړل؟
محترمه فوزيه کوفي او محترمه مريم کوفي د کوفي براردران په نامه ساختماني شرکت لري، دوي د تخار پوهنتون د ابادلو قرارداد د څلوېښت مېليونو افغانانو په بدل کې واخيست، کله يې چې کار بشبړ کړ، نو زاخيلوال ته يې وويل چې موږ دوه څلوېښت ميلون افغاني لګولي دي. ماليې وزارت بايد دوه ميليون افغاني نورې راکړي. د غوښتنليک په پای کي زاخيلوال وليکل چې دوه ميليون افغانۍ دي کوفي برادران ساختماني شرکت ته ورکړل شي.
زاخېلوال او د ولسي جرګې غړيو دغه او دې ته ورته نور مثالونه ولې وړاندې نه کړل؟ چې چا ته يې څومره پیسې په بې ايمانۍ ورکړي دي او له ملت بښنه وغواړي.
فوزيې کوفي او مريم کوفي خو دومره کړي چې شرکت يې د خپلې کورنۍ په نامه جوړ کړی دی، د ملي شورا غړيو په ځانګړي ډول د ولسي جرګې غړيو خو دا و نه ويل چې دوی د چا په نومونو شرکتونه جوړ کړي دي او له چا سره سهم او ونډه لري او له چا سره يې معاملې دي؟
د پارلمان غړيو زاخيلوال و نه پوښت چې خزانه ولې تشه ده؟ ولې د راتلونکيو دريو مياشتو عادي معاشونه يوازې پنځه ويشت سلنه اجرا شوي دي؟ همدا ډول د ولسي جرګې غړيو زاخېلوال و نه پوښت چې د افغانۍ  ارزښت ولې مخ په ځوړ روان دی؟ ولې په ټول هېواد کې د افغانستان پولي واحد افغانۍ نه چلېږي؟ کېدی شي ووايي چې دا د ماليې وزارت دنده نه ده بلکې د بانک دنده ده! عجیبه توجيه او دليل!
نظام د سقوط په درشل کې دي، د وزير، والي، د ولسي جرګې غړيو، د مشرانو جرګې غړيو له لوري له سقوط سره مخ دی. د محترم جمهور ريیس حامد کرزي له لوري له سقوط سره مخ دی.
کابل بانک چې کله دېواليه کېده نو محترم زاخېلوال سينه ډبوله او محترم جمهور ريیس ناري وهلي چې هېڅ خبره نه شته، زه د مالي وزير په حیث خلکو ته دا ضمانت کوم چې هېڅ خبره نه شته او د خلکو دارايي به نه ضايع کېږي؟ ده هغه مهال همدا ډول وويل چې جمهور ريیس دا ضمانت کوي چې هېڅ خبره نه شته؟ څومره سپين سترګي، بانک دېواليه و او دوی په پوره بې ايمانۍ دا خبره وکړه او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخ کړ.
نه محکمې او نه هم ولس وزير د محاکمې میز ته راکاږه چې ته د څه شي او په کوم واک دا ضمانت کوي او په کومه مالي پشتوانه دا ضمانت کوي؟ دا ضمانت بالاخره څه شو؟
د نظام سقوط هم همداسې خبره ده، دوی محترم واکمنان به وايي چې هېڅ خبره نه موږ شته يو، نظام له سقوط سره نه مخ کېږي، پوځ، څارندوی او ملي امنيت پياوړي دي او د دې وړتيا لري چې نظام له سقوط څخه وژغوري. دا به هم هغسې خبره وي لکه د کابل بانک په اړه او د يخ پر ټوټه به نوشته وي چې لمر ته يي ايښي وي. دوی به وایی چې موږ ضمانت کوو چې هېڅ خبره نه شته نظام نه ړنګېږي او خزانه به بېرته ډکه شي.
خزانه ولې تشه ده؟ له هېواده ولې هره ورځ بهرني پيسې ايستل کېږي؟ ولي افغانستان خپل توليد نه لري او ولي معياري توليد نه لري او هغه څه چې افغانستان ته واردېږي ولې بې کيفيته دي؟ ايا محترم زاخېلوال د ماليې د وزير په حيث د دې مسوول نه دي چې ګمرکونه هم دی کنټرولوي؟
حقیقت دا دی چې د افغانستان د انکشافي بودجه ۹۵ سلنه د بهرنيو مرستو څخه جوړه ده چې ولسي جرګې اوونۍ ان میاشتې بحث پرې کوي او عادي بودجه يې ۴۵ سلنه په بهرني مرسته ولاړه ده. په عادي بودجه کې د پوځ او څارندوي لګښتونه او معاشونه نه دي شامل. او نه هم هغه لوړ معاشونه شامل دي چې په ډالرو يا لکونو افغانۍ مامورينو يا سلاکارانو ته ورکول کېږي.
ایا د يوه مهذب انسان لپار نه ده په کار چې په خپلو ناکاميو اعتراف وکړي، ملت او نورو خلکو ته دروغ و نه وايي؟ ايا دا فساد نه دی چې د حکومت واکمنان په کې ښکېل دي؟
د لومړۍ راز وروستۍ لنډه خبره د نظام سقوط فساد دی چې واکمنان په کې ښکېل دي.

نور بيا