شین هارونه بیا به کابل ته راځې؟
17.05.2013 09:59له هغه ورځې چې کمونستان په افغانستان کې د یوې پوچې مفکورې لپاره کار پيل کړ، افغانانوبیا ښه ورځ نه ده لیدلې. هغه مفکوره چې په پخوانۍ شوروي کې یې هم بشپړ ملاتړ نه درلود، کمونستانو د افغانستان په بومي مسلمانانو کې په جبر سره منله. افغان اولس چې ډیری یې په کلیو کې اوسي داسې بومي مسلمانان دي چې که څوک ددوی مخ کې د شافعي مذهب په اساس مونځ وکړي دوی ته سم مسلمانان نه ښکاري کمونستانو بیا هغوی ته د لیلین فلسفه بیانوله!
همدا د کمونستانو سر تمبګي وه چې یو شمیر ساده او د نړی له حاله بې خبره افغانان شرقي اسراییل (پاکستان) ته وخوځیدل. شرقي اسراییل په افغانانو داسې کانې وکړې چې تر نن پورې یو بل سره وژنې، حلالوي، بې عزته کوي او خپل وطن ورانوي خو بیا هم فکر کوي چې په دې کار سره الله پاک او د هغه ښکلۍ رسول خوشحاله کوي. داسې حال کې چې یواځې پنجابي ملا -پوځي استبلشمنټ او د هغوی نماینده حمیدګل خوشحاله کیږي.
د جهاد په جریان کې او وروسته له جهاده یې د مجاهد، جهاد او اسلام نومونه یې دومره بدنام کړل چې د مکې منافقینو ټول ورته په سلام دي. په اول ځل چې خوست ولایت ونیول شو نو د میدان اوسپني، ټانکونه، الوتکې او نور.. کباړ شول. نن همغه کباړي ته حقاني صحاب وایې!
هغه چې د جنګلک فابریکه یې په کباړ کې لیلام کړه ورته شیخ حکمتیار وایې! نه پوهیږم چې په لیکلې تفسیرکې به به یې د جنګلک د فابریکه په باب کوم حکم موندلی وي که نه!
هغه یې چې تر ټولو زیات وطن وران او کباړ کړ ورته قهرمان ملي وایې!
د پیرانو او جادوګرو څیرې خو یې د ګوشتې او ډیورند د مسلې په وقت کې بربنډې شوې!
هغه یې چې نن په حکومت او پارلمان کې دي د رشوت، تښتولو، غلا، غدر او نورو نا مشروع لارو پیسې ټولوي او افغان اولس او خاورې ته خیانت کوي، یا خو شرکتونه لري په جبر او زور سره قراردادونه نیسې او په ټیټ کیفیت سره یې عملي کوي.
هغه چې د طالب او حزب اسلامي تر نامه لاندې د پاکستان د ګټو او خپل جنت (دوزخ) لپاره جنګ کوي هره ورځ خلک په ماینو، انتحاري خرمرګو حملو او ترور سره وژنې.
په همدې سلسله کې پرون د کابل په شاه شهید کې د حکمتیار تر مشری حزب اسلامي ډلې خر مرګی برید وکړ او زمونږ ۹ کسه افغانان یې شهیدان ، ۳۷ کسه ټپیان کړل او نور ډیر مالي تاوانونه خلکو ته ورسیدل.
له شنه هارون څخه زما پوښتنه داده چې ته او ستا انډیوالان به په کومو سترګو بیا کابل ته د صلحې په نیت راځې؟
تاسې به د شاشهید د شهیدانو له میندو، خویندو سره په کومو سترګو مخامخ کیږی؟
دغه هر دم شهیده افغان اولس ستاسې له لاسه چیرته لاړ شي؟
که ایران ته ځې هلته یې صفویان په سرحد کې داسې وژنې لکه ښکاري چې مرغان وژنې. که شرقي اسراییلو ته ځې په شل کلداره یې یو دال خور پنجابی پښتون وژنې. که اروپا ته ځې په کلونو په کمپو کې پراته وي ، مثبت ځواب نه ورکوي. که افغانستان کې اوسي تاسې یې په انتحاري ، ماینو، ترور...سره وژنی، دولتي او موسسو کارته یې نه پریږدی. آخر دغه اولس څه وکړي؟
کاشکې تاسې دومره چټل خلک نه وی خو الله پاک ته به مو دعاء کړې وه چې من او سلوا نازله کړي ټول خلک به کورو کې ناست و. خو تاسې الله پاک ته دومره منفور یاست چې بې له غضبه نور هیڅ نه درباندې نازلیږي.
که طالب خرمرګی کوي یا خلک تر نورو نومونو لاندې وژني ، په کلیو کې انکشافي کارونه نه پریږدي ، د ښونځې دښمني کوي ( تر څو اولس په تیاره کې پاتې شي) ، د موټر سیکل مقابل کې ښونځې بندوي...طالب خو ملامت نه دی. ځکه یو څوک چې په توک او د خلکو په پاتې شونوډوډیو لوی شوي وي، له ټولنې لرې وي، شپه ورځ یې د اولس ضد خبرې له ملا آوریدلې وي (عوام کا لانعام) او بیا د ای،اس،ای د سایکولژستانو تر تربیه لاندې لوی شوي نو له هغه خو ګیله نه ده پکار ځکه هسې هم د اولس دښمن دی. که ټوپک ولري که ونه لري. دا چې ۵۰ سلنه نفوی یې په کورو کینولی او تعلیم ته یې نه پریږي همدا خدمت یې پنجابیو ته بس نه دی؟
تاسې خو ځانو ته اخوانیان وایاست. تاسې خو تعلیم کړی. تاسې خو باید د د مصر د اولس مشر مرسي، د تونس له اولس مشر او د ترکیې له اولس مشر سره سیالې وکړی. که چیرې د مصر د اخوانیانو ډله په قاهره کې داسې یو انتحاري وکړي چې مصریان پکې ووژل شي آیا دا کار به د مصر اخوانیان وکړي، آیا دا ددوی له شان شره ښایې؟
هلته خو هم امریکایان شته، مصریان بې غمه خپل دوه میلیارده ډالر ترې اخلې!
هغه نیک مجاهدین چې نن په اخلاص سره په اوسني دولت، موسسو، شخصي کارو کې اخته دي او د اولس خدمت کوي، مالي امکانان ورته بهرنیانو برابروي او کار دوی کوي په دې کې څه بدې ده؟
آیا فاروق وردګ، خرم، ارغندیوال او داسې نور افغانان افغانستان کې ښه دي چې د اولس مرسته وکړي او که نه شمشتو کې بې کاره وقت تیر کړي؟
همدې امریکایانو چې د روسانو سره د جنګ په وقت کې مرسته درکوله هغه وقت به مو ورته له مینې او چاپلوسی اهل کتاب ویل!
ځکه افغان اولس یې پرې وژلو او افغان وطن یې پرې ړنګولو.
که همدغه پیسې دوی اوس د افغانستان په جوړولو مصرف کوي ورته کافر او اشغالګر وایی. او څوک چې ورسره کار کوي هغوی ته مرتدین وایی. عجیبه قضاوت، عجیبه مسلماني ده ستاسې، عجیبه جنت ګټی، عجبه مینه لری له اولس سره!

