دخاورې پرخرڅلاو ستانليک
15.05.2013 20:56چا له ځمکني تماميت او سرحداتو ننګه کړې او چا ته تقديرنامه ورکړل شوه . څور ورځې وړاندې دجمهور رئيس دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا ننګرهار ته راغى ، دده لومړنۍ کتنه دننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره وه . دننګرهار له دولتي تلوېزيون او دولايت مقام مطبوعاتي دفتره مو داخبر ترلاسه کړ ، چې ډاکتر سپنتا له سرحداتو او ارضي تماميت نه د ننګې ، ملي حاکميت او ملي ګټو د ساتنې په موخه دننګرهار والي ته يو ستاينليک ورکړ . موږ پوهېږو چې له سرحداتو او ځمکني تماميته ننګې او ملاتړ څه ته وايي ؟
پاکستاني پوځيانو دهمدغه جناب د واکمنۍ پرمهال دننګرهار ولايت دګوشتې په ولسوالۍ کې پخه دروازه ودروله او يولړ نور تاسيسات يې جوړ کړل .
خو ددې دروازې او تاسيساتو د ړنګولو پر سر بيا دمحمد قاسم غوندې وياړلي او په وطن مين ځوانان سر ږدي . له ځمکني تماميته همداسې شا زلمي ننګه کوي چې نن دادى ټول افغانان پرې وياړي . خو هغه څوک چې په مرمرينو او ګلورينو ماڼيو کې ناست دي او د ناز په پالنګ خوبونه کوي ، سهار پر لسو بجو سترګې مښي او له خوبه را پورته کېږي بيا دوه ساعته په اوتو بوتو تېروي ، ماسپښين پر شړومبو بيا دخوب بستر ته ځان بيايي ، شپه دګلپاڼې او نورو سندرغاړو پر مجلسونو او نڅاوو ديوشمېر تش په نامه ملي سوداګرو په مالي مرسته او ګډون رڼوي ، داسې کسان به له سرحداتو څه خبر شي او د ځمکني تماميت په مانا به څه وپوهېږي . دبيارغونې په نوم دا اوس هم له هغو پاټکونو پيسې ټولوي چې د جمهور رئيس دفرمان له مخې منع اعلان شوي .
سپنتا صاحب !تا لکه چې دغه اتلان نه وو پېژندلي . تا لکه چې په خپله خاوره کې دنورو دروازې نه وې ليدلې . دا کار نه يوازې اوس په ننګرهار کې شوى ، تر دې وړاندې همدغو جنابانو دسپين بولدک په سيمه کې دپاکستان دروازه رامخکې کړه . پردې دروازه هم رسنيو رپوټونه خپاره کړل ، خو دوى ددې پرځاى چې دغه ملي خاينان دمحکمې مېز ته راکاږي . دغه ډول ستاينليکونه ورکوي . دغه ستاينليک چې ستاسې په لاسونو په کوم عنوان ورکړل شوى ، دا دافغان ولس پر زړه لکه د ډيورنډ دکرښې يوه چاړه ده .

