د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انساني ډېرښت يوه بله غمېزه

پښتون زوی 15.05.2013 21:50

دشلمي پېړۍ په پيل کښي د نړۍ په ډېرو هيوادونو کښي چټک پر مختګ منځته راغلی چي تر نن پوري روان دي .دشلمي پېړۍ په پيل کښي د نړۍ په ډېرو هيوادونو کښي دباچهانو واک وو،کوم منل سوی نړيوال جوړښت(سازمان)نه وو،او په نړۍ کښي ۱،۵ بيليونه خلګ اوسېدل .
کله چي شلمه پېړۍ پاي ته ورسېدله،په ډېرو هيوادونو کښي ټاکنيز واکونه را منځ ته سول. او دنړۍ سرشمېرنه هم شپږ بليونه (څلور واره)ډېرسوې وه .داټول يوازي په يوه پېړۍ کښي پېښ سول ،چي د(۳۵۰۰)کالو يادښت(ثبت)سوي بشري نېټليک(تاريخ)شاو خوا په سل کښي ۳ په بر کښي نيسي.
ددې اوښتونو ډېره برخه د ټيکنالوجی دتېز بدلون او ورځ په ورځ پرمختګ سره اړه لري.په شلمه پېړۍ کښي ټلوېزيون،کمپيوټر،انټرنيټ،هستوي انرژي،هوايي تګ او داسي نوري په زړه پوري ګټي لاس ته راغلې داهم بايد و وايو چي ټکنالوجي ستونزي هواريي هم او هم ستونزي منځ ته راوړي . دروغتيا په اړه يې پرمختګ دادی چي ډېری کوچنيان ژوندی پاتېږي او خلګ ډېر ژوند کوي،مګر ددې اوښتونو په پايله کښي دنړۍ سرشمېرنه په بېساري توګه پړسېدلي ده. دنوي ټکنالوجي په مټ اوس موږ کولاي سو نوي کانونه راوباسو ،په خپله ګټه يې تر اړتيا لرونکو پوري ورسوو.دلته بيا هم موږ وينو چي ددې ټول پرمختګ کولو سره دانسان ژوند ښه سوي دی،مګر دهوا چټلي، کروي تودوښه(ګلوبل وارمينګ)او داسي نوري ستونزي يې هم منځته راوړي.
په نړۍ کښي د انسانانو پر لپسې ډېرېدنه دې حال ته ورسېده چي (دانسانانو چاودنه)ورته وه ويل سوه.دا ستونزه د پرمختللي نړۍ لپاره لوی ګواښ بلل کېږي .
پدې اړه په لمړي ځل "ټامسن"په( ۱۹۷۸ز‏)کال کښي په يوه ليکنه کښي وليکل:
"...دانسانانو ډېرښت به په راتلونکو ۲۵ کالو کښي دوه چنده سي،خو کرهڼه او کښت دومره پرمختګ نه کوي،که چېري دانسانانو د ډېرېدو مخه وه نه نيول سي نو نړۍ به له لوی ګواښ سره مخ سي ځکه چي انسانان به دمسکيني له امله له ډېرو سختو ناروغيو سره مخ سي بل خوا ته دلويو جګړو اندېښنه هم سته..."
په(۱۸۰۴ز)کال په نړۍ کښي(يو بيليون)انسانانو ژوند کاوه ،په (۱۹۲۷ز)کال کښي (دوه بيليونه)سوه چي له ۲۷څخه تر اوسه (۲۰۱۳ز)پوري پنځه اربه انسانان نور پيدا سوي دی چي دنړۍ شمېره اوس اوه مليونه(اربه)ده.
د(امريکن انټر پرايزر انسټيټیوټ)په يوه راپور کښي کاږي:
"...يوه يمنۍ ښځه لږ تر لږه اوه بچي ږېږوي،که تر راتلونکي ۳ نسلونو پوري د کوچنيانو زېږولو لړۍ همداسي روانه وي،نو دهري یمنۍ ښځي به په ۳ نسلونو کښي ۴۹ لمسيان،۳۴۳کړوسيان او ۲۴۱۰ کوديان وي.."
خو په وړاندي به د المان ،هسپانيا،ايټالیا ډېري ښځي يوازي يو بچي ږېږوي چي په دې توګه به ۳ نسله وروسته دهري اروپايي ښځي يوازي يو بچي يو لمسي او يو کړوسي وي.‎
په (۱۹۵۰ز)کال کښي دنړۍ په انسانانو کښي (۸.۸)تنه اروپايان وو،چي تر (۲۰۲۵ز)کال پوري به دا سلنه دوو ته راورسېږي.تر ټولو جالبه دا ده چي لندن ښار چي شاوخوا (۸۱)لکه انسانان لري يوازي (۳۷)لکه يې سپين پوستي انګرېزان دي.
يوه نوې پوښتنه(سروې)ښيي چي "..په امريکا او اروپا کښي د نوو ماشومانو د زېږېدو سلنه(۱.۷) ده،خو په اسلامي نړۍ کښي بيا دا شمېره (۶.۷)ده.."
دنيوزويک د(۱۹۹۵ز)کال په يوه ګڼه کښي(دنشنل سينټر پار هيلت)له خولې ليکلي"..په [۱۹۶۵ز]کال کښي د امريکايانو دشنډتوب ناروغي (۱۴.۴)سلنه وه خو تر ۹۵ پوري دا سلنه(۱۸.۴‏)ته پورته سوه .
خو ځیني هيوادونه لکه چين او جاپان بياد انسانانو د ډېرېدو په مخنيوي کښي له سختو سياسي ګواښونو سره مخ دي .
همدا اوس دچين په ولسي جرګه کښي پر دې خبره کشمکش دي چي هر چينايي مور او پلار بايد يو ماشوم ولري چي دې تګلاري ته يې "نه ورور نه خور‎"نوم ورکړي.
په چين کښي اوس هم دنړۍ(۲۱.۴)سلنه زاړه(عمر خوړلې) اوسېږي چي دا شمېره به په (۲۰۲۰ز)کال کښي(۲۴۸مليونه)ته ورسېږي ځکه چي دکاله (۳،۲)سلنه لوړېږي ويل کېږي چي په (۲۰۳۰ز)کال کښي به دا شمېره (۳۴کروړه شل لکه)ته ورسېږي.چي د زړو چينايي کورناستو(متقاعد/پنشنرز)شمېره به دامریکا ترټوله سرشمېره هم لوړه سي .
که چين پدې تګلاره کښي بريالي سي نو د(۱۹۷۹ز څخه تر اوسه ۲۰۱۳ز پوري به يې د ۴سوه مليونه[۴۰کروړه]ماشومانو د پيداکېدو) مخه نيولې وي .خو خپلواکي سرچينې دا خبره نه مني.
بلخوا د جاپان دخزانې وزېر (تارو اسو) پدې اند دي چي زاړه جاپانيان يې پر هيواد لوی بار دی،دی وايي"...زاړه چي دارو درمل يې ټول پر دولت دي بايد ټول مرګ ته ښه راغلی وه وايي او دولت دي د دوی بدل(مصنوعي)ژوند پاي ته ورسوي.."
پــــــــــــــايـــــــــــــــــــــله:
هرکال په ميليونو خلګ د سياسي اخ وډب،لوږه او نورواړتياوو له امله خپل کورنه پرېږدي.کډوالي اوس يو نړېواله ستونزه ګرځېدلي او ټوله نړۍ ورڅخه کړيږي.
موږ و ينو چي په نړ‎ۍ کښي هغه خلګ چي په کوچني جزيرو کښي ژوند کوي له سختو کړاونو سره مخ دي .ځيني هيوادونه لکه هالينډ چي ديو څو کورنيو لپاره په اوبو کښي خپله هالينډيانو جوړ کړي اړ دي چي د انسانانو د ډېرېدو مخنيوي وکړي او يا کوم بل هيواد ته ستانه سي.
دا وخت يوازي دسويس خلګ تر نوري نړۍ ښه ژوند لري (٪۸۱خلګ يې له ښه ژوند څخه برخمن دي).
خو بل خوا موږ د افريکا او اسيا اولس وينو چي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ددې ترڅنګ يې دانسانانو لږوالي او يا هم اقتسادي ښه والي ته هيڅ پام نه کېږي، کېدونکې ده که چېري دا وږي اولس پرلپسې ډېر سي نو به پر نوره نړۍ مخ راواړوي که چيري نوره نړۍ د امريکا+اروپا لخوا تر اقتسادي ګوزارونو فشارونو زورونو.... همداسي لاندي وي نو يويشتمه پېړۍ به د نفوسو د شمېر له چاودني(انفجار) سره مخ سي، او فضا به اروپا ته دميلیونونو وږو انسانانو کډوالتوب او نيوني ته برابره سي.
دسر شمېرني دنړيوالي ادارې(پاپولېشن ريفرنس بيورو)له خوا خپور سوې لس ډېر انسانان لرونکي هيوادونه .
په ۲۰۱۳ ز- کښي ډېر انسانان لرونکي لس هيوادونه
چين يوبيليون ۳۵ کروړ
هندوستان يوبيليون ۲۶کروړ
امريکا ۳۱ کروړ
انډونيشيا ۲۴کروړ
برازيل ۱۹کروړ
پاکستان ۱۸کروړ
ناجيريا ۱۷کروړ
بنګله ديش ۱۵کروړ
روسيه ۱۴کروړ
جاپان ۱۲کروړ ‎
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ۲۰۲۵ کښي ډېر انسانان لرونکي لس هيوادونه
هندوستان يو بيليون ۶۹کروړ
چين يو بيليون ۳۱کروړ
امريکا ۴۲کروړ
ناجيريا ۴۰کروړ
پاکستان ۳۱کروړ ۴۰لکه
انډونيشيا ۴۰کروړ
بنګله ديش ۲۲کروړ
برازيل ۲۱کروړ
کانګو ۱۹کروړ
ايتوپيا ۱۶کروړ

هغه هيوادونه چي ډېر ماشومان ږېږوي
دماشومانو دپيدايښت دغه څېړنه د۱۰۰ په شمېره ده.
ناجيريا ۵٪،۵۰
ماليزيا ۴٪،۴۹
چاډ ۷٪،۴۷
يوګنډا ۱٪،۴۷
انګوليا ۲٪،۴۶
کانګو ۵٪،۴۵
سيرالين ۶٪،۴۴

هغه هيوادونه چي د ډ‌ېرو انسانانو له امله له لوږي سره مخ دي
سوماليا ۳۷٪
اريټريا ۶۷٪
برونډا ۶۳٪
هايتي ۶۱٪
شمالي کوريا ۴۹٪
منګوليا ۴۹٪