ډيورنډ؛ له منځه تلونکې مصنوعي کرښه
15.05.2013 19:50افغانستان د خپل سياسي _ جغرافيوي موقعيت له امله د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ د زير ځواکونو د سيالۍ، مقابلې ډګر او تل لپاره په جګړه کې ښکېل ساتل شوى هېواد او د نړۍ د ځواکمنو دولتونو د مشرانو د غوښتنو، احساساتو او ګټو قرباني شوى دى .
د نړيوالو د تاړاکونو او نېواکګرو سياستونو له امله زيات زبان خپله افغان ولس ته رسېدلى او تل د پرديو هيلو او پريکړو له امله ځورېدلى او لا تر اوسه هم په ستونزو کې راګېر هېواد دى .
په معاصر تاريخ کې افغانستان د تزاري روسيې او انګلستان تر منځ د کشمکش او سيالۍ سيمه وه او تر ډېره وخته د دواړو زبر ځواکونو تر منځ د ډال ( حايل ) سيمې په نامه يادېده؛ خو بالاخره په ١٩ مې پېړۍ کې انګليسي استعمارګو دولت، افغان واکمن امير عبدالرحمن اړ کړ، چې د ډېورنډ له خوا راکښل شوې فرضي _ مصنوعي کرښه په دې وتپي او د برتانوي هند سياسي _ جغرافيه پراخه او افغان ولس پر دوو برخو ووېشي، چې له همدې لارې خپل استعمارګر سياست ته دوام ورکړي .
د ډيورنډ فرضي کرښه يوازينۍ مصنوعي کرښه نه ده، چې د يوه نړيوال زير ځواک له خوا راکښل شوې، بلکې داسې ډېرې نورې کرښې رسمې شوي او بېرته له منځه تللي، يوه ورځ به دا کرښه هم له منځه ځي .
نورو زير ځواکونو هم داسې ډېرې ترخې تجربې تر سره کړي؛ خو ټول هغه ملتونه، چې د پرديو له خوا سره جلا شوي، بېرته سره يو او متحد شوي دي .
هر ژوندى ملت بېرته سره واحد شوى او په نړۍ کې خپله ملي پېژندنه ( هويت ) يې ثابت کړى دى او د نورو له خوا رامنځته شوې ټولې پولې يې ړنګې کړي دي .
اساسي مسئله او پوښتنه دا ده، چې دا فرضي مصنوعي کرښه د وخت افغان مشر عبدالرحمن او برتانوي هند دولت تر منځ راپېښه شوې، نه له اوسني پاکستان سره. په حقوقي لحاظ د برتانوي هند ميراث پاکستان ته نه رسېږي؛ خو تر انګليسي استعمار وړاندې د پاکستان په قلمرو کې شاملې سيمې د هند او افغانستان د هېوادونو برخې او د دواړو هېوادونو په سياسي حاکميت کې شاملې وې . يعنې ملت او خاروه يې دواړه د هند او افغانستان دي او نه هم په نوره نړۍ کې د انګلستان د وخت د امپراتورۍ ميراث د پاکستان په برخه شوى دى .
د دې مسئلې د حل لپاره د پاکستان سره خبرې کول، کومې پايلې او پرېکړې ته رسېدل، حقوقي او قانوني بنسټ نه لري او نه هم په دې برخه کې د پاکستان رول مطرح کېدى شي . د نړيوالو حقوقو له مخې تړون د لوريو ( اړخونو ) تر منځ لاسليک کېږي او بېرته فسخه کېږي . يو هېواد او دولت چې اصلا په هغه وخت کې موجود نه و، ولې په دې مسئله کې راښکېل شي .
دا مسئله اصولا حل ده، ځکه پاکستان په سيمه کې د لويديځ د ګټو لپاره رامنځته شوى هېواد دى کله هم چې په دې سيمه کې د لويديځ د ګټې د پاکستان په وجود کې تامين نه شي، په هماغه ورځ پاکستان له منځه ځي .
خاوره او ملت بېرته خپل ځاى ته راګرځي . يعنې د هند برخه د هند او د افغانستان برخه د افغانستان .
بله دا چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې د افغان دولت يو مشر هم دا مسئله نه ده منلې او نه هم د منلو حق لري . د پرېکړې صلاحيت يوازې خپله ولسونه لري، چې خپل برخليک په خپله وټاکي دا هم په هغه صورت کې چې د پاکستان اوسنى سياسي _ پوځي جوړښت نه وي او خلک په ازاد ډول پرېښودل شي، چې خپل سر نوشت خپله وټاکي . يعنې د موجوده پاکستان په شتون کې د دې مسئلې حل لپاره اړتيا نشته . تجربو ښودلې، چې په ټوله نړۍ کې وېشل شوي ملتونه بېرته کوشېر شوي او وحدت يې رامنځته شوى او ټولې مصنوعي کرښې يې ړنګې کړي او خپلې سياسي پولې يې طبيعي پولو ( سر حداتو ) ته رسولي دي .
يوه ورځ به افغانان هم دا مصنوعي کرښه له منځه وړي او خپل طبيعي سرحداتو ( امو، اباسين ) ته به ځان رسوي . لرې نه ده، چې افغانستان د نړۍ په نقشه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه يو ځل بيا راڅرګندېږي .

