پرشفیقي دمحمدیار برید
15.05.2013 19:47څو ورځې وړاندې جمعیت اصلاح په کابل عیدګاه کې دسیرت النبي ( صلی الله علیه وسلم ) سیالي ترسره کړه ، چې له نیکه مرغه زرګونو ځوانانو او پیغلو په کې ګډون وکړ ، په دې زمانه کې چې نړیوال انسانیت په عصیان او لادینیت کې غوپې وهي ، دا به دافغان ځوانانو نیمکرغي وبولو ، چې لا هم د ویسټرنایزیشن او لیبرالیزم یو اړخیز هجوم او تبلیغاتي یرغل یې په دل او دماغ اغیز نه دی کړی ، او نه ترې په دې پردۍتوره شپه کې دخپلو مڼو حساب ورک شوی ، سره له دې چې هیواد یې دتیري جونز د همفکرو په منګولوکې ښکیل دی ، خو کابلي ځوانان لا هم په خپل زړه کې دمدني جانان مینه پالي او په ټول شوق او شور دنبوي سیرت په سیالیو کې برخه اخلي .
دخوښیو او شکرپه دې بیساري مناسبت شایدډیرو متعهدو مؤمنانو دخوښۍ اوښکې تلې کړې وي ، چې له دې جملې یو هم دتیرجهاد او هجرت دمکتب استازی محمدزبیر شفیقي دی ، چې په دې اړه یې په ویسا ورځپاڼه کې لیکنه وکړه ، او د جمعیت اصلاح دا اقدام یې وستایه دغه راز یې ددا وړ نورو پروګرامونو دتدویر غوښتنه هم وکړه .
خو پښتانه وایي (هرچا ته خدای تعالی دومره غم ورکړی چې ورځ یې پرې تیره شي ) دجمعیت اصلاح دې اقدام ، د افغان ځوانانو دنبوي مینې جذبو او دشفیقي صاحب مننې که له یوې خوا عام مؤمن افغانان خوښ او هیلمن کړي ، بالمقابل هغو کسانو پرې باد اخیستی ، چې ددجالي یرغل او خیراتي دیموکراسۍ په سیوري کې ورته نور ددین او نبوي عشق کیسه پای ته رسیدلي ښکاري .
ددې کسانو په استازیتوب خپل دزړه دبړاس دعبدالاحمد محمدیار په نامه دعبدالغفور لیوال دودان افغانستان ګوند یوه مسؤل ایستلی ، نوموړي په تاند ویب پاڼه کې په یوه مطلب کې دجمعیت اصلاح دسیرت پروګرام او دشفیقي صاحب ایماني احساسات هم دآی ایس آی پروګرام بللی ، او شفیقي صاحب یې ددې لیکنې له امله په خورا نامانوسو تورو ، تورونو او پیغورونو لمانځلی دی .
یوه ورځ په فیسبوک کې چا لیکلي ووچې ( که بالفرض المحال په اوسنۍ زمانه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مبعوث شوی وای ، او خلک یې الهي دین ته رابللي وای ، نو ضرور به د معاصرو سیکولرانو لخوا د آی ایس آی او پاکستانیتوب ټاپه پرې وهل شوې وای ) ځکه د افغانانو په منځ کې دغه معاصرله عقیدوي لحاظه پردی نسل هسې دتصادف له مخې د دیني فکر او کړنو په مقابل کې له دې شعار څخه استفاده نه کوي ، بلکې ددوی دا خبرې او تبلیغات د ماټریالیزم ، سیکولرزم او هیومنزیم غوندې د پردین نه ولاړو فلسفو په بنسټ تکیه دي ، چې ددین ، پیغمبر ، وحی او اخرت په نامه هیڅ هم نه شي زغملای ، بلکې په مقابل کې یې له هرې حربې کار اخلي ، چې همدا اوس د ورځني تبلیغاتي بازار له امله ددوی لپاره ترټولو ښه تبلیغاتي ګوزار همدا دپاکستانیتوب الزام دی ، چې په هر دیني جریان ، عقیدوي فعالیت او دین پال شخص یې پورې کړي .
آیا اسلامي ارزښتونه پاکستاني دي ؟
نن سبا خصوصا په کابل میشتو لیکوالو کې دایودود ګرځیدلی ، چې که څوک دکوم اسلامي ارزښت په ننګه لیکنه وکړي ، دکوم اسلامي روایت داحیاء هڅه وکړي ، ږیره پریږدي ، خولۍ په سر کړي ، داسلامي نظام نوم واخلي ، یاد نړۍ له مسلمانانو او مجاهدینو سره خواخوږي څرګنده کړي ، سمدستي ورباندې دپاکستانیتوب الزام لګول کیږي ، چې ترټولو ښه مثال یې همدا دشفیقي صاحب لیکنه او دمحمدیار الزام دی .
مګر آیا دا معقوله ده چې اسلام او اسلامي روایات دي ترپاکستان پورې منحصر وبلل شي ؟ آیا ددې جواز شته چې مسلماني دپاکستانیتوب مرادفه وبلل شي ؟
که حقیقت ته وګورو اسلام او پاکستان دوه بیلابیل مفاهیم او حقائق دي ، اسلام الهي دین دی چې له اوس نه نږدې یونیمه زریزه وړاندې الله تعالی دخپل پیغمبر په توسط د بشریت د هدایت لپاره را استولی دی ، دادین له معلومو او محدودو احکامو او اساساتو جوړ دی چې په خپل وخت کې د ( الیوم اکملت لکم دینکم ) په استناد بشپړ شوی ، او بل هیڅ شی یې نه شي تکمیلولای .
پاکستان دیوه هیواد نوم دی ، چې شاوخوا شپیته کاله وړاندې داسیا په جنوب کې په هندي براعظم او دافغانستان په یوه برخه ودان شوی دی ، پاکستان چې دیوې محدودې جغرافیې نوم دی ، له اسلام څخه سلګونه کاله کشر دی ، دپاکستان او اسلام یوازینۍ حدمشترک دادی چې دپاکستان اکثره اوسیدونکي مسلمانان دي .
دې ته په پام سره دابه ډیره بي ځایه وي ، که څوک داسلامي روایاتو احیاء دپاکستاني فکر احیاء ونوموي ، اسلام له پاکستان اوپاکستانیتوب څخه ډیر لوړ ، مشر او مجزا دی ، چې له جزئي ګډون پرته ورسره هیڅ مشترکات نلري .
جهاد ، هجرت ، پیغمبري محبت ، او دنبوي سیرت امتثال اسلامي اعمال دي چې په صریحو قرآني نصوصو ثابت دي ، دا اعمال ترپاکستان پورې هیڅ تړاو نلري ، بلکې دانبوي اعمال دي ، چې د تاسیس او او ارشاد امتیاز یې یوازې اسلام لري نه پاکستان .
مګر زموږ هغه سیکولران چې داسلامي ټولنې او اسلامي فکر دغلبې له امله په اسلام مخامخ بریدنه شي کولای ، تل هڅه کوي ، دغه اسلامي روایات لومړی په پاکستانیتوب تورن کړي او وروسته یې په وړاندې جبهه ونیسي .
دمعاصرو سیکولرانو له ډلې محمدیار په دې اړه داسې لیکي (بېځايه به نه وي چې د پاكستانۍ پالېسۍ دغه ځيرك مقلد ته يې ورياده كړم، چې موږ د پاكستان د مذهبي، سياسي پالېسيو پرستش په ۱۹۷۳ كال كې هغه مهال پيل كړ، چې مرحوم ذوالفقار علي بهټو د ارواښاد قاضي حسين احمد په همت او درايت سره، چې د لرګيو د تجار په نوم يې زموږ تعليمي موسساتو ته نفوذ كړى و، زموږ يو شمېر اخواني مسلمانان محصلين يې جذب او پر شهيد داوود خان يې د كفر فتوا وايسته او د ده حكومت يې فاسد او د جهاد وړ وباله.
دروند مشر شفيقي صاحب! د هغه جهاد لړۍ تر ننه په يوه او بله بڼه د يوه او بل پر لاس راروانه ده، ما زما ملت او دنيا ته خو فاجعه معلومېږي، ته چې هم مجاهد يې او هم د دغه جهاد په ماهيت ښه پوه يې او هم د پاكستان د رامنځته كېدو په منطق او د لوبېدو په كمال تر ما او ډېرو نورو ډېر پوه يې نه پوهېږم، نتيجه ګيري به دې څه وي )
دلته که تاسو دقت وکړئ محمدیار لومړی دکمونیزم په وړاندې دافغانانو جهاد یواسلامي واجب عمل نه ، بلکې دپاکستان پالیسي بللې ، او ورپسې یې په پاته لیکنه کې ددې اسلامي علیاء ارزښت دبدرنګه کولو ټول هڅه کړې او دخپل شیطاني قلم دججوري هيڅ زهر یې نه دي سپمولي .
محمدیار دخپلې لیکنې پیل په دې تورو کړی (له نېكه مرغه د افغان – شوروي جنګ پر مهال زما كورنۍ د اقتصادي بېوسۍ له امله پاكستان ته مهاجره نه شوه، ښايي هغه مهال موږ له هېواده وتي واى، نو ډېر به خوښ واى، خو اوس نه پوهېږم څنګه د لوى پروردګار شكر ادا كړم، چې د پاكستان لمنې ته يې د هجرت په نوم ونه غورځولم )
محمدیار چې دشورویانو په وړاندې دافغانانو جهاد (جنګ ) بولي ، له کمونیزم څخه دافغانانو هجرت هم ورته یو سپک عمل بریښي او داچې دده کورنۍ دا الهي فریضه نه ده ترسره کړې ( العیاذ بالله ) په دې ګناه دنیکمرغۍ احساس کوي .
محمدیار صاحب نه پوهیږم چې له واجب هجرت څخه ستاسو دکورنۍ غاړې غړولو به نور کوم زیان درته رسولی وي ، خو دا زیان یې دادی نغد رامعلوم شو ، چې دکمونیستي نظام په سیورې کې لوییدلو دې فکر دومره منحرف کړی ، چې اوس درته قرآني او نبوي ارزښت هجرت هم یو نامطلوب او پاکستانی عمل بریښي .
د شفیقي او محمدیار تقالید
محمدیار ، شفیقي صاحب له دې امله غندلی ، چې ولې یې ویلي چې جمعیت اصلاح دې ، دپاکستان له مسلمانانو دیوداسې نیک عمل تقلید وکړي ، چې ورسره په ځوانانو خصوصا لیکوالو کې دنبوي سیرت سره مینه اوعلاقه زیاتیږي .
نوموړي دهمدې خبرې په دوام دجمعیت اصلاح لخوا ترسره کیدونکي دیني تعلیمي سلسلې لکه میلادالنبي ، سیرت النبي دغه راز نور مذهبي او دیني پروګرامونه دپاکستان درسمي پالیسیو تقلید بولي ، چې باید ترسره نه شي .
وړاندې وویل شول چې دغه پروګرامونه لکه څنګه چې واضحه ده پاکستان ساخت روایات نه دي ، چې ترسره کول یې دپاکستان تقلید ونومول شي ، بلکې دا په درسته اسلامي نړۍ کې داسلامي ویښتابه او تمدن دژوندي ساتلو لپاره دمسلمانو دعوتي ډلو او افرادو لخوا ترسره کیدونکي پروګرامونه دي ، چې سوچه دیني ماهیت لري او یوازې داسلامي روایاتو دژوندي ساتلو په موخه ترسره کیږي ، دې ته په پام سره که څوک بیا هم داسلامي او پاکستاني ارزښتونو ترمنځ توپیر نه شي کولای نو یوازې غبرګ جاهل بلل کیدای شي .
محمدیار صاحب ! که دشفیقي او جمعیت اصلاح لپاره دسیرت النبي او فهم قرآن تدریسي سلسلې پردی تقلید وي ، او کول یې ورته اجازه نلري ، نو پرځای ده چې یوه شیبه لږ په خپل ګریوان کې هم سرټیټ کړئ ، او فکر وکړئ تاسو محترم دچا تقلید ته کار ویلی ، او کومې نادودې مو پیل کړي دي .
افغان او پښتون خو فطرتا مسلمان ، موحد ، پاک نفسه ، باعفته ، باعزته ، لمونځ ګزار او تقوا دار وي ، مګر تاسو محترم چې له کومې ورځې مو چې دطالبانو دامربالمعروف ډار له غوږو وتلی نو لکه له دیني مکلفیت څخه چې وزګار شوي یاست ، بیا مو نه یوازې لمانځه او نورو دیني اعمالو او متعقداتو ته رخصت ورکړی ، بلکې نور ناویلي هوسونه مو هم ځان ته روا بللي .
په دې برخه کې به ستاسو دشخصي کړنو او پردیو غیر دیني تقالیدو په اړه جزیاتو ته نه ورټیټیږو ، ځکه چې کیدای شي بیا داسې لیکنه ترې جوړه شي ، چې هیڅ ویب پاڼه به یې هم دنشر تاب ونلري ، خو له عملي ژونده رابهر په لیکوالي ژوند کې هغه څه چې تاسو په خپله سفرنامه ( مناجات او خرابات ) کې کوم څه په سپیڅلي قلم دسپيڅلي کاغذ په مخ لیکلي ، زما ضمیر خو دیوه مسلمان او افغان په حیث ترې پناه غواړي .
تاسو به یې شاید یاغي باغي لیکوالي بولئ ، مګر په دې سفرنامه کې د ( وه خونه شلیده ) ( په ټول عمر کې دې دا یو دسړیتوب کار کړی ) غوندې جریانات دغه راز دسوات دمیخانو هوسراني او ستاسو دقلم کریهه او رکیکه ژبه هغه څه دي ، چې ماخو تردې پخوا په افغان درانه فرهنګ کې نه دي لیدلي او په دې هم نه پوهیږم چې تاسو له کوم بي عفته او وحشي تمدن څخه تقلید کړي دي .
محمدیار صاحب ددې په ځای چې دشفیقي صاحب دیني فهم دپاکستان تقلید وبولئ ، او ورباندې ملامت یې کړئ ،ښه خبره داده چې خپلو نادودو ته یوه توجیه پیدا کړئ ، ځکه هغه څه چې تاسو ورته دنوي لیبرالیزم او ازادۍ مظاهر وایاست ، زموږ له هیڅ دیني او کلتوري اصل سره اړخ نه لګوي ، بلکې سوچه پردی لغړ تقلید دی ، چې اسلا م او افغانیت ترې پناه غواړي .
که همدا خر وو او همدا خرکار ،فکر نه کوم ، چې د واګ واګه موتړلي پاته شي ، ځکه دا اولس دروند او متدین اولس دی ، چې لواطت او زنا دانساني غرایزو اشباع نه بلکې ګناه بولي ، شراب حرام او لمونځ داسلام ترټولو اساسي ستنه بولي ، چې په نړیدلو یې ټول اسلام نړیږي .
په یاد ولرئ ، چې ستاسو دودان ګوند غوندې تردې پخوا هم خوراپخو ککریو په دې اولس باندې خپل بخت ازمویلی ، خو داچې له مذهب او دین سره وران وو نوځکه ناچله وختل او رسوا شول ، که غواړئ چې په دې اولس کې مو پښه ټینګه شه ، نو چې هرڅه کوئ ، خو ددین او دیني فکر په وړاندې دمخالفت له سنګر څخه ضرور باید ځانونه لرې وساتئ ، ځکه ددې اولس په دیوال پردۍ څپیاکې نه سریښیږي .

