تته ډیوه .
14.05.2013 23:41زمونږ په سترګو کې ئـې بیا خاورې ایري خپرې کړي
پـه رڼـا ورځ د پښتنـو ئـې تـورې شـپـي خپرې کړي
د پښتون دې شعور ته ګوره پــردي ډول تـه نـاڅـې
چې خپل ګلشن کې ئې نن بیا پردۍ نغمي خپرې کړي
مـوزې مـرض دی بــې اتفـاقه نـظـرې په مـونـږ کې
احساس ړوند شوی د نفرت ئې اوس کاسي خپرې کړي
دا هم متل دی پردی کټ د نیمو شپو وي همیش
زمـونـږ پـه پاکـو عقیدو پـردو رېـښـي خپرې کړي
عقله د بل فـکـر زمـونـږ د کـور درشـل کـې دی نـن
ته څه خبر ئې په پښتو ئـې سرې لمبي خپرې کړي
یــو ورځ بـه راشـې مـونـږ به وسـیـزي دا تتـه ډیـوه
دا څه بدلون دی نسیم ستوریه چا ترخي خپرې کړي

